
داسلام په مبارک دين کې د ماشومانو په ښه
روزنه ډېر ټينګار شوي دي. او دا دمور او پلار دنده ده چې د خپل اولاد په تربيه کې
ډېر کوښښ وکړي. لکه څنګه چې مور او پلار په اولاد باندې حقونه لري داسې اولاد هم
په مور او پلار باندې حقونه لري. ورسته د پلرونو او ميندو نه د کور نور غړي دي چې
چې د خپلو ماشومانو روزنې ته پام وکړي.
هر انسان د ماشومتوب په دوره کې ډېر څه ته
اړيتا لري لکه سالمه تربيه، پوره غذا، زده کړو او داسې نور کوم چې دانسان په ژوند
پورې اړه لري نو هره کورنۍ بايد دخپلو ماشومانو تربيه خپل مسوليت وګڼي.
روغتيايي پوهان واي که هر انسان ته په
ماشومتوب کې قوي ، پوره غذا ورکړل شي ترڅوهغوي په اينده کې دښه صحت څښتن وي او
ددوي وجود دهرې ناروغي په مقابل کې مقابله وکړي او دناروغيو څخه به په امن وي.
اوهمدارنګه
بله ډېرمهمه موضوع د ماشومانولمړنۍ زده کړې دي چې هر کورنۍ دخپلو ماشومانو ښوونې
او روزنې ته پوره پام وکړي.
انسانان په ماشومتوب کې دخپلې کورنۍ نه
ازادي غواړي. ازادي پدې معني چې دوي غواړي په ازاد ډول خپلې لوبې وکړي او مخه يې
څوک ونه نيسي. او همدارنګه ماشومان تل دمنفي کړنو سره مينه لري لکه
دمور،پلار او مشرانو احترم نه کول، د درس نه ويل، خپل وخت په بې ځايه لوبو تيرول ،دپيسو
بې ځايه مصرفول او داسې نور...
که موږ فکر وکړو نه يواځي ماشومان د خپلو
مشرانو نه منفي غوښتنې لري بلکې دا ستونزه په ځوانانو کې هم شته دوي داسې دخپلو
کورنيو غوښتنې لري چې هيچا ته هم د منلو وړ نه وي.
دا ټولې هغه ستونزې دي چې زموږ په هېواد کې
هر کونۍ ورسره مخ ده. خو بايده هره کورنۍ ددې ستونزې د حل لپاره لاره ولټوي.
اوس پوښتنه داده چې دحل لاره يې کومه ده؟
مخکې مو هم يادونه وکړه چې ماشوم ته دهرڅه
د مخه بايد پوره او قوي غذا ورکړل شي چې تر څو د صحت نه پوره برخمن شي. هر انسان
چې صحت ونه لري نو هغه نه شي کولاي چې خپل ژوند په ښه توګه په مخ يوسي. دويم بايد
ماشومانو ته دښوونې او زوزنې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او هغوي ته د لمړنيو
زده کړو زمينه برابره کړي.
داو دواړه
صحت او زده کړي د انسان په ژوند کې ډير مهم دي بايد هرانسان په تېره بيا هر
مسلمان دا داوړه صفتونه ولري.
ډېر پلرونه اوميندې دي چې د خپلو ماشومانو
نامشروع کارونه ګوري نو ډېر ورته په غوسه کيږي او ورته بد رد واي او دا ددې ستونزي د حل لاره نه ده هغوي بايد په
سمه او نرمه خبره دبدو کارونو نه منع او ښو کارونو او کړنو ته وهڅول شي او هغوي ته بايد داسې په نرمه لهجه
خبري وشي چې دوي پدې قانع شي چې په رښتيا
هم دا کوم کارونه چې زه کوم دا ښه کار نه دى ددې پرځاى زه بايد درس ووايم.
ماشومانو ته تل ښه خبره ، د دوي سره مشويره
کول، خبرو ته يې غوږ نيول، او مشروع غوښتنې يې منل دا ټول هغه څه دي چې ماشوم خپله
دي ته هڅوي چې د بدو کارونو نه لاس واخلې او ښو کارونو ته مخه وکړي.
ايمل همدرد