
څېړنه : شرف الدين (عظيمي)
دا يو څرګند حقيقت ده چې انسان يو ټولنيز مخلوق دی، اوددې لپاره چې هوسا اوخوښ ژوند ولري، يوه سالم سوليز چاپريال او ټولنې ته اړتيا لري،ماشوم چې کله دنيا ته راشي دخپل نفس له حقيقت څخه نه وي خبر،او خپل چاپريال نه پيژني، دغه ماشوم که ښه ونه روزل شي،او ښه ښونه ورته ونه شي، دلمړنيو انسانانو په څير به ژوند غوره کړي .
انسان دماشومتوب په پړاو کې داسې انګيري چې ټوله نړۍ یې په چوپړ کې ده،له همدې عمله له نورو څخه دا تمه لري چې ټولې غوښتنې او هيلې يې ور پوره کړي ،نږدې ټول ماشومان دهمدې خصلت لروونکي وي،هغوی دادب،مقرراتو،ارزښتونو،مسووليتونواوداسې نورو په اړه هيڅ هم نه پوهيږي،او يوازې ځان ته پاملرنه کوي،په ځان وياړي او نور دځان مزدوران ګڼي،په خواشينۍ سره باید ووايم چې ځينې ماشومان بيا له جسمي اړخه وده مومي خو له ذهني پلوه ځان دماشومتوب په هماغه مرحله کې ساتي يانې يوازې ځان ويني . چې په کورنيو،کليوولسونواوداسې نورو کې د شخړو تاوتريخواليو،کرکواولانجوسبب ګرځي ،هغوی نه يوازې داچې ځان بلکې خپل او خپلوان هم شخړو او لانجوته ورټيل وهي،يو روان پوه سيد داود"زهدي"دغه حالت ته دټولنې خلاف ويجدان وایِِِِِي،او زیاتوِي چې د ټولنې ضد ويجدان ياخرڅ شوی ويجدان په ځينو کسانو په ځانګړې ډول په شرقيانو کې ډير ليدل کيږي،چې دغه خصلت دټولنې دوروسته پاتې کيدو او کم ځواکه کيدو لامل ګرځي،دغه ويجدان دټولنيزو ارزښتونو او اخلاقو پرخلاف عمل کوي .
ددغه شان کسانو تل خپلو ګټوته پام وي اودنورو حقوقو او ګټو ته په نه سترګه ګوري، دخپلو ګټو په سوچ کې وي خوملي ګټې نه ويني،دا ډول کسان د اور د هغه بڅرکي په څیر وي کوم چې هرچيرته دشخړو اور بلوي داځکه چې دوي لا تر اوسه هم دماشومتوب دمزاج لرونکي وي که چيرته انسان دځان غوښتنې په مرحله کې پاتې وي اوعادتونو يې بدلون نوي موندلی،هڅه دې وکړي چې له دغې مرحلې څخه را ووزي که نه نو دژوند تر وروستۍ مرحلې پورې به دځان غوښتني په مرحله کې پاتې شي، له دې حالته ډيره ښه دوتولو او خلاصون لاره دسالمې مفاهمې (پوهاوي)لاره ده،اوله نورو سره د ځان او نورو تر مينځ دتړاو او اړيکو په اهميت پوهيدل دي، او دغه اړيکې ديو ټولنيز ارزښت په څيرمنل دي دبیلګې په ډول موږ په يوه کورنۍ پورې اړه لرو چې په هغې کورنۍ کې حقوق او مسووليتونه هم شته او سربيره پر دې دکورنۍ غړي له موږ ځينې هيلې اوغوښنتې هم لري. په همدې ډول که موږه دولس او ټولنې دوګړو،په هکله هم فکر وکړو او خپل مسووليتونه دهغوی پر وړاندې هم پرځای کړو،همدا ډول داداري اضول کوم چې موږ هلته دنده سرته رسوو ،ګاونډيانو ،خپلوانو او نورو هيوادوالو پر وړاندې هم خپل مسووليتونه ادا کړو او برسيره پر دې يې اړتياوې ،دريځونه،او احساسات هم درک کړو او درناوی ورته وکړو،ډيره به ښه وي چې دغوموضوعاتو ته په پاملرنې سره له ځان غوښتنې راوزو خپله ټولنه ووينو او يوې سوليزې پايلې ته رسيږو،او بله دا چې د دغوټولو خبرو په نظر کې نيولو سره د همکاری ،باور ،يوالي ،او وروروولۍ زمينه هم برابريږي، آن دا چې کولای شو،پرمخ تګ هم وکړو او سوکاله وه اوسو او دغې نړۍ ته چې ژوند په کې کوو فکر وکړو تر څو د سترو مخترعينو په شان نه يوازې د کورنۍ، ټبر ،اوسيمې بلکې دنړۍ دچوپړ جوګه شو او دخپل ملت اوهيواد نوم په ټوله نړۍ کې وځلوو.
حضرت حاتم امم (ع)وایي:"دغرور حرص او ځان غوښتنې په مهال دالله ويره په مخ کې ودروی"خوشحال بابا وایي: "ځان خوښی سړی تر ټولو زيات نادان دی"په يوه بل ځای کې هم ورته خبره کوي خو په لږ تفسر"که ځان غواړې نو په چا لويي مه کوه څنګه چې ځان ګڼې داسې بل هم ګڼه که ځان ښه ګڼې بل هم ښه ګڼه او که ځان مومن ګڼې بل هم مومن ګڼه "په دې هکله فيثاغورص هم خپل نظر څرګند کړی او وایي : "ځان ښونه او ځان غوښتنه که څه هم ډيره خوږه وي خوتر ټولو ناوړه رنځ همدغه ده". لنډه دا چې ګرانو ځوانانو که له ستونزو،ننګونو،ډار او ويرې څخه لرې او په يو ه سوليزه فضا کې ژوند غواړو نو لازمه ده چې يوه او بل ته درناوی وکړو ، خوشحاله وه اوسو او له هغو بیلا بیلا رواني ناروغيو څخه چې د شديد او منفي رقابت له امله رامينځ ته کيږي، په امان کې پاتې شو نو د غو ټکوته مو په ژوند کي ډير پام وي.
دهيلو او غوښتنو لمنه مو رالنډه کړی، ارزښتونو او دنوروانسانانوغوښتنو ته درناوی وکړﺉ،برياليتوب ته درسيدو په مو خه او دې برياليتوب په لاره کې ځان ورک نه کړﺉ،خپلې خوښۍ له نوروسره وويني او دخدای(ج)خوښي او رضا په هر څه کې ولټوی،که دخپلو سوکاليو په تکل کې ياست نو د نورو د خپګان سامان هم مه برابروی او خپلې خبرې په دې يوه خبره کې راغوڼډوم چې انسان وه اوسﺉ اوانسانيت مو هير نه شي!...
پایلیکونه :
۱- ورکشاپ های اعمار صلح و رفع خشونت ، چاپ بیاد سنایي ((SDF ۱۳۸۳ ص: ۴۰،۴۴ .
۲- د خوشحال بابا زرین اقوال ، راټولوونکی غنم رنګ کوچی ،۲۰۰۶ پیښور ، مخ:۲ ،۱۳ .
۳- خوږې خبرې ، عبداهادي ملاخیل ، کال ۱۳۷۶ لیندۍ ، دانش کتابتون ، مخ: ۱۴ ،۵۲ ، ۶۸ .
۴- زهیدی ، سعیدداود ، روانشناسي و روانشناسی کودک ، جلد دوم ، چاپ ۱۳۶۶ ص: ۲ ، ۷ .