ځوانان او نشه يي توکي

شرف الدين عظيمي


انسان دژوند له هماغو لمړيو څخه له نشه يې توکو کار اخيست،تاريخ ليکې چې انسانانودژوند په اوږدو کې له بوټو،ريښوپوستکواودنباتاتوله بيلابيلوبرخوڅخه ددرداوله ناروغيو څخه دخلاصون په موخه کاراخيست په افغانستان،هنداوپه ځينونوروهيوادونو کې ترياک چې دې نشي توکېو څخه شميرل کېږي تراوسه هم ديوه کورني درمل په نوم پيژندل کېږي اوګټه تري اخيستل کېږي  په خواشيني چې نن سباله نشه  يې توکوڅخه ډيره ناوړه ګټه اخيستل کېږي اوستونزه يې  په يوه نړيواله ستونزه اوښتي  دټولنې په وګړيوپه ځانګړې توګه يې په ځوانانوکې يې داستعمال اوکارولودودپه چټکۍ ريښي ځغلوي په دغو توکېو دځوانانو روږدي کېدل بيلا بيل رواني،ټولنيز،اقتصادي او...دلايل لري چې زموږ ځوانان يې کارولواواستعمال ته مخه کړي اودي ته يې اړ کړي چې خپل ژوند اوصحت ته زيان ورسوي په افغانستان کې په نن ورځ په  زرګونوتنه ځوانان په نشه يي توکېو روږدي دي اودي کورني او ټولني داوږو بارګرځيدلي  په افغانستان کې يوه روږدي کس ته په سپکه سترګه کتل کېږي، په دې خبره ډيرې کورنۍ نه پوهيږي چې څه ډول له يوه روږدي کس سره چلند وکړي کله چې په يوه کورنۍ کې چې يوځوان په کوم نشه يي توکې روږدي کېږي له کورني څخه شړل کېږي اونور په مړوکې حساب دي،روږدي ته ديوه مجرم په سترګه کتل کېږي دا په داسي حال کې چې يو روږدي مجرم نه يو ناروغ دي چې تربل هرناروغ څخه ژر روغيدي شي او سالمه روغتياموندلي شي خو په هغه صورت کې چې دې کورني او ټولني ملاتړ ورسره وي اولاس نيوي وشي که څه هم چې دولت ددغې ناروغۍ ددرملني  لپاره دي نشي توکېو پرضد دمبارزي اودي عامي روغتيا تر چوکات لاندې دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې ددرملني  مرکزونه جوړ کړي اودډيري   

ناروغانو درملني هم کړي خويوه خبره چې دولتي بايد په نظر کې ولري هغه دا ده چې دولت بايدځوانانو ته دزده کړي،کار،ورزش ا وپه داسي نورو برخوکې دي دبوختيا زمينه مساعده کړي تر څوځوانانوداسي ناوړواومضروکارونو ته لاس وانه چوي ټولني ته کټور پاتي شي اوهيوادته دې چوپړ جوګه شي.