
څیړنه : شرف الدین (عظیمي)
ټولنيزهوښ دروان پوهنې یو ډیرساده بحث ده،داموږته څرګنده ده چې په ټولنه کې د محبوبیدو لپاره یوه ځانګړي هوښ ته اړتیا لیدل کیږي،ترڅوله هغه هوښ څخه په کارونوکې له بیلا بیلو وکړو سره په یوه ټولنه کې ژوند وکړو په کومه کې چې ټول وګړي یې ِددې غوښتونکي دي چې په هغه ټولنه کې یوځانګړی محبوبیت او یوځانګړی ځای ولري اوتر نورو وړاندې وه اوسي.
روان پوهنه دغه شان هوښ ته ټولنیز هوښ وایې،دا د روان پوهنې د دغې پیړۍ نوښت نه ده،داځکه چې تردې وړاندې هم لیدل شوي چې ځینولیکوالو او پوهانو له دغه تعبیر څخه ګټه اخیسې یایې هم کیدای سي اخیستي وي،ریښتیا ځینې الفاظ لکه: ذوق،زرنګي اوداسې نور تریوه ځایه په ټولنیزهوښ کې راځي خو له یوه ځانګړي مفهوم څخه چې د روان پوهنې اوسنۍ څیړنې یې لري سمون نه خوري،دهوښ له کلمې څخه موخه هغه ذهني قدرت یاوړتیاده چې په علمي او عقلي مسلو کې لکه ریاضی،طبیعت،قانون،طب،سیاست،اقتصاد او همدغه شان نورو څانګو کې ،خو ټولنیز هوښ بیا هغه ځانګیړنه ده چې که یې څوک ولري نو په ټولنه کې ټولنیز محبوبیت پیداکوي او په ډیره اسانۍ دټولنې دوګړو زړونو ته لار مومي او د ټولنې وګړي هم هڅه کوي چې پرلپسې هغوی ځان او ځان هغوی ته نیږدې کړي اودهغوی له نوم اونښان،ذوق اوذرنګۍ څخه ګټه واخلي که څه هم چې د ذهني اوټولنیز هوښ ترمینځ اړیکه شته او کیدای شي یوڅوک ذهني هوښ ولري اوله ټولنیز هوښ څخه بې برخې وي او یا د ټولنیز هوښ څښتن وي او ذهني هوښ ونه لري حتی کیدای شي په یوه نالوستي او بې خبره سړي کې له دغو هوښونو څخه یو هم نه وي اویاله دغو دواړو څخه دهغه په کړو کې ولیدل شي،ددغې موضوع دلاښه درک لپاره مې له یوه اروایې کتاب (اخلاق اورفتار)څخه یوبیلګه راخیستې چې داسې یې لیکلیي"یوه ورځ یوه سړي خپل لس تنه ملګري یویې میلمستیاته رابللي وه زمری (۱) هم یوله هغولسو تنوه څخه وه چې دغې میلمستیا ته رابلل شوی وه هغه دحقوقو په څانګه کې زده کړه کړې وه ډیرې خبرې یې ځکه کولې چې ډیر پوه او دښه ذهني هوښ لرونکی وه کڅه هم چې له رابللو میلمنو سره یې هیڅ اشنایې نه وه دخبرو واګې یې په لاس کې اخیستې وه اوله بل هرچاه څخه یې ډېرې خبرې کولې .له هغې جملیې څخه یې داسې وویل" عجیبه ده نن چې هر څوک یو څو روپۍ پیداکړي نو موټر اخلي او بیا چې یو څه موده پري تیره شي،ماشین یې وران شي او له کاره ووځي بیا پوه شي چې څه احمقانه کار یې کړی او بیا وایي چې کاش کوم بل کار یې کړی وی"
"...ریښتیاهغه کسان چې انګلسي یې ویلې اویایې یو څو شپې په انګلیستان کې تیرې کړي څومره له ځانه خوښ وي اوڅومره پرځان ویاړي،پیپ یې هم په خوله کې وي اوپه هره جمله کې دوه درې انګلیسي کلمي کاروي . "
"ایا دا یو لیونتوب نه ده چې سړی دې د ځان یادخپل زوی په واده کې بې حسابه روپۍ ولګوي اوخلکو ته دا وښيي چې څومره د لوړ اعتبار او څومره داهمیت وړ سړی ده اوددغه جاهلانه کړنې لپاره بیاځان هم پوروړی کړي ؟"
... زمری پرلپسي همداسې وایې او په هره خبره کې خلک غندي اوداسی لفظي برید پرې کوي چې خوارکی کور به له دوسپږمو پورې راولي کله چې زمری خبري کوي نو کوربه له خدایه غواړي چې ځمکه خوله پرانیزي اودی پرې ننباسي ځکه چې بل ملګری (توریالی) چې څنګ ته یې ناست وه په همدې وروستیو کې یې موټر اخیسی وه،بل مګری(اتل)چې مخې ته یې ناست وه څوکاله په انګلیستان کې اوسیده اوانګلیسي ژبه یې ډیره خوښیده اوبله داچې پيپ یې هم څښوه،بل ملګری یې (میوند)وه چې له عمره هم مشروه یومیاشت وړاندې یې خپل زوی ته په یوه ښکلي هوټل کې په ډیرو شاندارو مراسمو او ډیرلګښت واده کړی وه .دغو میلمنو د زمري خبروته په ډیره غوسه غوږ نیولی وه اوداچې دی هم نه پوهیده چې په خپلو خبروکې یې ناستوکسانو ته په ټنډه څه ټپ ورلګولی وه اوپه دې هم نه پوهیده چې کوربه خوارکی یې څومره په عذاب کړی اوڅومره یې شرمولی،رښتیا کیدای شي چې زمری به په حقه وه واقعیت به یې ویلی وي او ښه نیوکه به یې کړې وي خو په دې باید ده فکر کړی وﺉ چې چیرته ناست ده اوپه هغه غونډه کې چې دی خبرې کوي له هغوي څخه یو هم نه پیژني اوله یوه سره یې هم له وړاندې اشنایې نه درلوده داسې نه چې داخبري نیغ په نیغه په چاه پوري اړوندې نه وي او ناستو کسانوته زیان نوی په کې رسیدلی.
ښه خو به دا وی چې زمري په خپلوخبروکې احتیاط کړی وی اودومره "متکلم وحده " شوی نوی چې نورو کسانوته یې وخت نه وی ورکړی اوهر څه یې چې په خوله ورتلی ویلی یې وی،کیدای شوی چې په دې میلمستیا کې زمري ځان ته یو یا څوملګري پیداکړي وی په دې شرط چې "متکلم وحده" شوی نه وی اوبې له کوم سوچ او فکر څخه یې خبرې نه وی کړې لږ او ډیر یې نورو ته هم وخت ورکړی وی اوخپلې خبري یې هم په موقع سره کړې وی اوبې پامه اوپه غیر مسقیم یې هغو کسانو ته چې رابلل شوي وه سپکاوی نه وی کړی خوپه خواشینۍ چې په هغو خبرو کې ده نه یوازي داچې څوک یې د ملګرتیا لپاره پیدانه کړه بلکې دوه درې کسه یې د ځان دښمن هم وګرځول کوربه هم که څه چې زمري یې کلک ملګری وه خودې ته یې اړ که چې نور هغه داسې غونډو اومیلمستیاوو ته راونه بلې. "
څرګنده ده چې دزمري په شان کسان که څه هم دښې زده کړې اوښې پوهې اوذهني هوښ لروونکي وي خو بیاهم یولوی نقص او عیب لري چې هغه عبارت دی د راشې درشي داستعداد درلودل او په ټولنه کې د ژوندانه د نه وړتیا څخه ، ځکه چې داسې استعداد او وړتیا ټولنیز هوښ ته اړتیا لري که څوک ددې هوښ څخه بې برخې وي که هرڅومره په خپله تحصیلي څانګه یا مسلک او کار کې پوه اوپیاوړی وي بیا هم دزمري په څیرله ټولنې شړل شوی او د خلکو د کرکې سبب ګرځي،ددغې نمونې له مخې کولای شو په خپل ژوندانه او خپل چاپریال کې هم همداسې خلک پیدا کړو که څه هم دعیب لټول په داسي کسانو کې ډیر ښکاره وي دلقمان په وینا چې ادب اوعقل له همدوی څخه زده کولای شو خوبې ګټې به نه وي که دې روان پوهانو څولنډو لارښوونو ته تم شو چې دټولنیز هوښ په اړوند یې کړي.
"۱ــ هرکله موچې په یوه غونډه کې ګډون کاوه په کومه کې چې ډیراشنا او نا اشنا راغونډ شوي وه ډیر غوږ ونیسﺉ او لږ وغږیږﺉ ځکه چې ښه ویاندهماغه ښه اوریدوونکی ده.
۲ــ دخلکوخبرواوحرکتونوته ډیره پاملرنه وکړﺉ اووینﺉ چې خلک دنوروکسانو په اړوندڅه قضاوت کوي اوهغه قضاوت دهغه سړي له شخصیت سره چې قضاوت کوي او د خلکو نظرله حقایقوسره پرتله کړﺉ .
دنورو دحرکتونو او د حالاتو څارل او د مطالعې ګټه کیدای شي دکتاب له لوستلو (مطالعې) څخه په ژوندکې ډیر ګټور وه اوسي اوله خلکو سره په ژوندانه،اړیکو او راشه درشه کې پیداکیږي.
۳ــ یوې غونډې یایوه ځای ته چې بلل کیږۍ ځان له نورو غوره مه څرګندوﺉ اوخلکوته په بیا بیا ځلي د امر اونهې خبرې مه کوی او د یوه واعظ،خطیب اومصلح دنده په لاس کې مه اخلﺉ،خلک له هغو کسانوڅخه چې هرچیرې اوپه هرحال ځان د دوی ښوونکی ګرځوي تل تښتي.
۴ــ په یوه غونډه،محفل یاجرګه کې چې ناست یاست دهغه څه له ویلو څخه چې دنورو عزت ،کرامت اواحساس پرې ټپي کیږي څه په مستقیمه اوڅه په غیر مستقیمه توګه ځان ترې وساتی.
۵ــ له هغو کسانوسره چې غواړی اړیکه ټینګه کړی ښه به وي چې لمړی دهغوی له روحیاتو،عادتونو او کړووړو سره له وړاندې بلدتیا ولرﺉ اوکه داسې نه وه نوله هغوی سره په خبرو کې ډیره پاملرنه اواحتیاط وکړی .
۶ــ دنورو عقیدوته درناوی وکړی که څه هم چې ستاسودنظرپه خلاف وي.
۷ــ په غونډه کې که نورو د څه لپاره وخندل تاسوهم وخاندﺉ که تاسوته خندا نه درتله په هر ډول چې وي وخاندﺉ او د نورو په خندا کې ونډه واخلﺉ . که یې دکوم شي یا د کوم چا ستاینه کوله تاسو هم ځان موافق وه څرګند کړﺉ خوله مبالغې اوزیات وینې څخه ځان وساتی .
۸ــ هڅه وکړﺉ چې راشه درشه مو له هغو کسانو سره وي چې خوی او عادتونه یې ستاسوخوی اوعادتونو ته ورته وي محدوده مه ووسﺉ او له هغو کسانو سره چې له تاسو سره توپیر لري هم اړیکې وساتﺉ.
۹ــ که له ستاسو څخه وغوښتل شوه چې دچاه راز په سینه کې وساتۍ دیوه امانت په څیر یې حفظ کړﺉ ځکه چې د نورو دراز په شیندلو او ویلو د نورو خلکو اعتبار او اعتماد هم له تاسو څخه اخیستل کیږي.
۱۰ــ بده به نه وي که تر یوې اندازې پورې شوخ او ټوکي وه اوسﺉ خو هڅه وکړﺉ چې ملنډې له حده وانه وړي اوبل داچې دشوخۍ او ټوکو موضوع هم یوځانګړي او معلوم کسان نه وي،تل د نورو خیر او ښیګڼه وغواړﺉ اوله هغه نه ډیر چې د چوپړ په تمه یاست چوپړ وکړﺉ. "
دا شان لارښونې ځوانانو سره مرسته کوي چې دیوه ښه ټولنیز هوښ خاوندان وه اوسي او په ډیره اسانۍ وکړی شي چې دټولنې له بیلابیلو وکړو سره ښې اړیکې ټینګې کړي او بیلابیلو غونډو ،محفلونو اوداسې نورو ته لاره وه مومي اوهروخت وکولای شي له دغو اړیکو څخه په ګټې په خپلو او دنورو وګړو په ستونزوبری ومومي اوهمداشان له بریالیو خلکو څخه د ژوند د سوکالۍ او خوشحالۍ رمز او راز زده کړي اوخپل ژوند هم سوکاله کړي او خوشحاله ژوندوکړي (پی یرـ ژانه)وایې((هوښ هغه ترکیب شوی ځواک ده چې کولای شي هغه مکمل اوتازه افکار ترکیب کړي چې تر اووسه یې هیڅ کړنې اوعمل هم وړاندوینه نه وي کړې ،او دا دخلاقې وړتیا روستۍ کچه ده"
پایلیکونه:
۱ــ اخلاق ورفتار ص ۲۰ــ ۲۵
۲ــ حسین رحمت نژاد،اندیشه بزرګان،چاپ ۱۳۷۸ خورشیدي ص ۱۸۴