
څلورم افغان او څلوېښت خبرې
ايا ستاسو پام شوی چې کله څلور افغانان، چې عمر يې له څلوېښتو اوښتی وي، او په يوې څلور لارې کې سره مخامخ شي، بيا نو په څلورو دکيکو کې درته تر څلوېښتو ډيرې خبرې کوي. لـــکه د ورځې تودې خبرې ـ اترې، پسې سيميز او نړيوال سياست، ژبه او توکم، بيا تاريخ او فلسفه او ډيرې نورې داسې څلوېښت خبرې.
البته د روغبړ تر څنګ.
له يوې لنډې مودې راهيسې مې سر وکار د همداسې خلګو سره ډير شوی دی. د کار په ورځ کې څلوېښت سلمه وخت د همکارانو سره چې ډيرۍ يې همدا د څلوېښتو خبرو افغانان دي، تــېرېږي.
کــه د دوۍ تر منځ دغه ظاهري، له ملګرتيا، ورورولۍ او افغانيت نه ډک چلند، او باطني توکميز، ژبنيز، سياسي او مذهبي کرکې او حساسيتونه يوې خوا ته پرېږدو؛ نو تېره ورځ همداسې د څلورو افغانانو سره، شا او خوا د مازديګر په څلورو بجو، د همدې تېرو څلورو مياشتو په څلوېښتو خبرو مو خبرې کولې چې څلورم افغان خپل ای فون څلور يې له جېبه راووېستو او د افغان ـ افغان وېبـپاڼې څخه يې يو خبر حواله کړو او ډيره يې کړه چې دا دی، وګورئ په خپلو سترګو؛ څلور ورځې د مخه دغه پلانکی خبر د بستانکي منابعو په استناد خپور شوی دی.
خبره اوږده نشوه!
د څلورو دکيکو يوه دکيکه لا نه وه تېره شوې چې خبره په بله واوښته او څه د پاسه دوه دکيکې په نور څلوېښتو خبرو وغږېدلو. په څلورمه دکيکه کې ما ددې ای فون څلور ولا څخه هيله وکړه چې زما د څلورو پوښتنو د ځوابولو له پاره څلور دکيکې وخت راکړي.
نوموړي ومنله او ما(١)ـ پوښتنه وکړه چې دا نوموړی خبر چې دې څلور دکيکې د مخه په خپل ای فون څلور کې راښکاره کړو،تا په خپلوڅلورو ګوتو ليکلی؟؟
څلورم افغان وويل هو ـ هو دا ما ليکلی؛ خو زه يې تل په مستعار نامه ليکم، څه د پاسه څلوېښت مستعار نومونه لرم، د خپل نوم ـ نومياليوالي په موخه يې نليکم، او په ډيرو نورو وېبپاڼو کې هم په همدې څلوېښتو مستعارو نومونو ليکنې، تبصرې او خبرونه خپروم. او که دې دا پلانکۍ ليکنه چې په بستانکي وېبپاڼې کې د څلورم افغان تر مستعار نامه لاندې خپره شوې لوستي وي، نو دا هم ما ليکلې او ډيرې ـ ډيرې نورې ليکنې.
څلورم افغان نو د څلوېښتو وېبـپاڼو او د خپلو څلوېښتو مستعارو نومونو د راپېژندلو په درشل کې وو چې يو داسې نوم يې هم ونومولو چې په دې نوم ما هم درې ـ څلور ليکنې کړي دي.
زه هيښ شوم!
خو دا مې يوه عادي خبره وګڼله. ما ويل کېدی شي چې ده هم په همدې نامه ليکنې کړي وي. خو ما غوښته چې لږ غوندې نورې روښانونې هم تر لاسه کړم، نو له دې کبله مې ترې بله (٢)ـ پوښتنه وپوښتله چې ، خير دغه پلانکۍ ليکنه هم ستا ده؟؟
څلورم افغان په ډيره ډاډمتيا سره وويل چې :
هو ـ هو، دا زما ده او ډيرې ـ ډيرې نورې ليکنې.
د دې دوو پوښتنو ځوابونو زه هک ـ پک کړی وم او زما د ماغزو چنجيان هم ( البته که څوګ يې د ....چينجيان هم بولي، پروا نکوي ) تورېدلي وو. هلې ـ ځلې مې د خولې په نيولو کې ناکامې وې. د خندا له کبله په جنګو داړو مې د څلورم افغان نه بيا(٣)ـ يوه پوښتنه وپوښتله چې روهيله پښتو فوروم هم پېژنئ؟
څلورم افغان وويل چې هو ـ هو پېژنم يې؛ هماغلته يو وړوکی ناست دی خپل ځان سره غږېږي. خو ښه وړوکی دی، د مشرقي وړوکی دی، زمونږ وړوکی دی. کله ـ کله خپلې ليکنې راته رالېږي او زه يې بيا ورته سموومه. د ليکنو په ليکلو او د فوروم په چلولو کې ډيره مرسته ورسره کومه او تر دې ځايه هم چې دا وړوکی رسېدلی، نو ما رسولی .
څلورمه دکيکه وه او د څلورم افغان د دې خبرو په اورېدو زما په خوله کې لاړې وچې شوې، ستونی مې په خارښ شو او ټوخي ونيولم. لېواله وم چې څلورم افغان ته ووايم چې هسې ـ خوشې چټياټ مه وايه ببا، د روهيله پښتو فوروم هاغه وړوکی زه يم او ما خو هېڅکله تا ته کومه ليکنه د سمولو په موخه نده لېږلې.
خو ټوخي داسې رانيولی وم چې خبرې مې نشو کولی، اوڅلورم افغان همداسې لګيا وو او په يوې ډيرې ښکلې او معياري پښتو ژبې يې د روهيله پښتو فوروم په هکله روښانونې وړاندې کولې. تا به ويل چې روهيله پښتو فوروم د ده په زيار او هڅو جوړ شوی دی.
د څلورم افغان څرګندونې همداسې روانې وې چې زما د سيد جمالدين افغان يوه کيسه راياده شوه. کيسه داسې وه چې :
ـــــــــــــــــــــــــ
وايي؛ په ترکيې کې د اسلامي هيوادو يو کنفرانس وو چې په هر څلور کالو کې د اسلامي هيوادو څه د پاسه څلوېښت پوهان رابلل کېدل، تر څو د اسلامي نړۍ اکر ـ بکر ( حال او احوال ) په هکله سره وغږېږي او د پرابلمونو او کړکېچنو د حلولو له پاره لارې ـ چارې ولټوي. د افغانستان له خوا سيد جمالدين افغان دې کنفرانس ته په سپر کې وو چې د ايران نه يو ايرانی پوهاند هم ده سره په ريل کې د لارې مل شوو چې همدې کنفرانس ته روان وو.
س. ج . افغان د دې ايراني نه وپوښتل چې تاسي په دې کنفرانس کې د څه شي په هکله غواړئ وغږېږئ ؟
دې ايراني ورته يو کتاب مخکې کړو او ډیره یې کړه چې دغه کتاب ما د تېرو څلور کالو په ترڅ کې ليکلی او د دې کتاب د سکالوګانو ( موضوعاتو )په هکله غواړم چې د کنفرانس د ګډونوالو پام یو څو حياتي او مهمو ټکو ته راواړوم چې اسلام او د مسلمانانو راتلونکي سره تړاو لري.
س. ج. افغاني د دې ایراني نه و پوښتل چې کيدای شي ستاسي کتاب وګورم او ولولم ؟؟
دې ايراني ورته وويل چې ولې نه. مهرباني
کله چې س. ج. افغاني دغه کتاب يې په لاس کې واخست نو څلور پاڼې يې د پيل، څلور پاڼې يې د منځ ، او څلور پاڼې يې د کتاب له پايه ولوستلې او کتاب يې وروسته له څلورو دکيکو بېرته ایراني ته ورکړو.
سپر اوږد وو، کيسې ډيرې. خو بلاخره دوۍ وروسته له څلور ګړيو مزل ترکيې ته ورسېدل او په سبا يې دواړه کنفرانس ته حاضر شول.
تصادف که تقدير؛ خو په دې کنفرانس کې س. ج. افغان ته تر دې ايراني مخکې د وينا اورولو وار ورسېدو. کله چې س . ج. افغان خپله ويناختمه کړه، نو ده د کنفرانس ګډونوالو ته وويل چې زه غواړم يو څو حياتي او مهمو ټکو ته ستاسي پام راواړوم.
کله چې س. ج. افغان د دې حياتي او مهمو ټکو ( چې ايراني پوهاند ورباندې يو کتاب ليکلی وو )په هکله وينا پيل کړه، د دې ايراني پام شوو چې دا خو زما خبرې وې چې په خپل کتاب کې مې لیکلي وو او دا خو س. ج. افغان زما د کتاب نه غلا کړي.
خو س. ج. افغان دغه حياتي او مهم ټکي داسې هراړخيز، په لوړه پوهاوۍ او په يوې ښکلې او معياري انګرېزي ژبې روښانه کړل چې دا ايرانی پوهاند په شک او ترديد کې ډوب شو او د ځانه يې وپوښتل چې ايا س. ج. افغان زما اندوواندونه ( فکر او خيال ) غلا کړي او که ما د س. ج. افغان؟؟
د ايراني پوهان مخ کې وينه وچه شوې وه، رنګ يې تک سپين اوښتی وو چې د س. ج. افغاني وينا ختمه شوه او په خندا سره يې وويل:
درنو اورېدونکو زه د کتابونو، ليکنو او اندونو( افکارو) غل نیم؛ خو د کومو حياتي او مهمو ټکو په هکله چې زه دا اوس وغږېدم، دا ټـــکي زما د لارې مل جناب ايراني پوهاند صيب ورباندې کار کړی وو او ما ځکه دلته تاسي ته څرګند کړل چې د ايراني پوهاند انګرېزي ژبه ناوړې او دياليکت يې ډير مسخره دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د همدې کيسې په چرتونو کې وم او د ځان سره مې ويلې چې دا څلورم افغان خو ليکنې پرېږده چې له سترګو دې رانجه غلا کوي. دی خو لوی بلا دی. بيا مې چرت بدل شو او ځان سره مې دا ويلې چې لږ تم شه؛ کېدی شي چې اوس څلورم افغان ووايي چې هاغه بستانکۍ ليکنه زما نده او نه د روهيله پښتو فوروم هاغه وړوکی ماته خپلې ليکنې د سموولو په موخه رالېږي.
اندوواندونه مې ګډ و وډ وو.
هی ـ هی چې په څلوېښتو ثانيو کې څه سوچونه ، څه چرتونه او څه کيسې د سړي له سره تېرېږي ـ راتېرېږي. خو زه حيران په دې وم چې ولې دا څلورم افغان په خپله سپينه ږيره، بې له ټکي او کامې څخه داسې دروغ وايي او لاپې وهي.
چې په دې کار سره به دی څه ګټه تر لاسه کوي؟
د څلورمې دکيکې څلوېښت ثانيې لا نه وې تېرې شوې چې سوچونو مې بلې خوا ته کش کړم او په اندوواندونو ( فکر او خيال) کې مې دا خبره تېره شوه چې مستعارې خبرې خو مستعارې پاتېکېږي، او هېڅوګ مستعارو خبرو باندې دعوا نشي کولی چې زما دي. نو مايوسۍ ته هم ځای پاتې ندی.
د همدې خبرو ـ اترو په سوچونو کې ډوب وم چې څلورمه دکيکه هم ختمه شوه او څلورمه پوښتنه هم رانه پاتې شوه چې د څلورم افغان نه مې پوښتلي وای.
مونږه څلور واړه افغانان سره بېل شوو، خو د څلورم افغان خبرې څلور ورځې نور هم زما په ککرې کې ګرځېدلې ـ راګرځېدلې. نن د څلورو بجو په شا او خوا کې دې پايلې ته ورسېدم چې :
په مستعار نامه ليکل ......
په درناوۍ او درنښت
کوشان ضمير ساپی