د مينې ژوند


          لا وړمــــــه ورځ،د قـــــــلــــــم  په ټولنه کښې ، د حاجى محمد حسن حسام په نامه د ادبي ټولنې پرانيستنغونډه . وينا گانې ، مقالې شعرونه ، سندرې ، فکاهيات ، طنزونه ، ډوډئ ، چاى هر څه وشوو .
          د رخصتيدو په مهال ، گران ښاغلي عزيز تحريک ، يو پنډ کتاب راکړ . ويل يې : پر دې باندې څه وليکه ، که يوه کرښه هر وي .
          د تحريک صاحب عزت مې مخې ته ودرېد او (( نه )) مې ونه شوه ويلاى . او که زه د کتاب له پنډوالي او د هغه د تورو د تنوالي نه ډېر ووېرېدم . او کار راته سخت او بيخونده ښکاره شو .
          تېرو دوو ورځو کښې د ښاغلي سميع حامد ، د خوندورو دري شعرونو درې چاپې مجموعو کښې ډوب وم . او نن د (( عزيز )) د کتاب وار راورسېد .
          ما فکر کاوه چه يره (( عزيز )) خو عزيز نوم دى . مگر (( تحريک )) سياسي رنگ وبوى هم لري او شعرونه . . .
خو د کتاب په سر کښې ليک و :
      _ زما د مينې جنازه _
          فکر کښې ولاړم . خيال مې کاوه چه په هېواد کښې جنازې ډېرې دي .
          د ملي پوليس او ملي اردو ، د آيساف او امريکانيانو او د طالبانو د جگړه مارو او ورسره د کليو او ښارونو د پيغلو او ځوانانو ، بوډيو او بوډاگانو او معصومو تنکيو ماشومانو د وژل کيدو ډېر خبرونه خپريږي .
          لوى غم او ستم خو دادى چه د (( آزادباز ار )) په دې جگړو کښې د آخرې زمانې جگړه ماران اوس په مړو هم سياسي تجارت کوي .
          تر لاسه شي ، ساتي يې څو چه ، يې که د دښمن مړي يي په مقابل لورى خرڅ کړي . حال دا چه :
• اسلام وايي چه د مړي د (( تکفين )) (( تجهيز او تدفين )) په مراسمو کښې دې تلو ار وشي .
• عيسوي او موسوي دين اين هم داسې وايي او نور هم .
• عقل وايي : کله چه انسان مړ شو ، نو د نړۍ له ژوند و ( دوست او دښمن ) سره يې رابطه قطع شي . نو هغه سره ضد په کار نه دى .
• قرآن وايي چه کله قابيل خپل ورور هابيل وواژه ، نود هغه مړى يې په اوږه گرځاونه او نه پوهېده چه څنگه يې کړي ؟ نو يو کار غه يې وليد چه خپل مړ ورور يې په خاورکې ښخ کړ . . .
مگر ، د يو ويشتمنې پيړى ماشيني کمپيوټري انسان ، د ورور په وژلو د قابيل په لار روان دى . مگر د هغه د مړي د خوندي کولو احساس ښخ کړي .... (( آيا همدغه د انسانيت جنازه نه ده چه روانه ده ؟ )) 
          ښاغلي تحريک د خوشباورئ له مخه ، زما يوه کرښه هم غنيمت باله . له ما څخه کرښې زياتې شوې . خبره په (( جنازه )) کښې وه او (( د مينې جنازه )) را ډيو گانو ويل چه له ښاغلي عبدالصمد وحاني نه ، بوډاپلار ، بوډئ مور ، دوه ځوانې مېرمنې او يو څو ماشومان پاته شوو ،د ژړا وړکيسه ده .
نو د هرځوان له جنازې وروسته ، د هغه د کور خبر اخستل په کار نه دي ؟ چه د هغه پاته کسان څوک او
څومره دي ؟
          چه د امريکايي ، اروپايي ، افريقايى و ايشيايى ، استراليايى ځوان عسکر او يا د افغان عسکراو طالب چه جنازه وشي د کور وير جن به يې څوک څومره څنگه دي ؟ عزيز جانه !
          يو کرښه رانه موغواړه کيسه واوره !
          يووخت د کامې لنډه بوچ کلى د لويو ديني عالمانو کلى و . ان له بلخ او بخارانه هم ورته طالب علمان راتلل . سبقونه يې ويل او فارغيدل . نو (( لنډه بوچ )) په سيمه کښې نوم ايستلى و .
          وايي چه په بخارا کښې يو ميشت طالب ، د لنډه بوچ د يو فارغ الحتصيل نه پوښتنه وکړه :
          _ مولوي صاحب همى شهر لنده پوچ چند دروازه داره ؟
          _ برادر ، لنده بوچ همه دروازه دروازه اس .
نو تحريک گله !
          وطن دي ټول جنازه جنازه دى . او (( د مينې جنازه )) نو :
          ما چه ستا کتاب د کوت په هغه کښې ټول ټال دوه مضمونه دي :
١. دوطن د مينې خبرې ، کيسې ، تنقيدونه ، ستاينې او . . . .
٢. د ( ر، ح ) مينه اوليا د هغې ( د مينې جنازه ) که ما نخښه سمه ويشتلې وې ، نو تاته زما عرض دى چه لطفاً د خوايخرگې ( ر ، ح ) ديادونو ،خاطرو ، ساندو او ستاينو شعرونه ددې نورونه را بيل کړه _ زما په نظر همدا ډېر ښه شعرونه دي . دا ديوې رښتيانئ او حقيقي مينې يادگارونه دي د مينې له رښتيانې درد ، سره او گدازنه ډک دي . ما په خپلو گنگارو غوږونو واورېدل چه بس همدغه ستا د بې گناه زړه آواز دى . اوس هما چاپ کړه . . . . بيا به گورو .
          خو گوره ، مينه ، هغه هم چه دغسې وي ، نه مري تل ژوندئ وي او مين ته ژوند بخښي .
د شاعر شعر دى :
هرگز نميرد آنکه دلش زنده شه به عشق
ثبت است جريدۀ عــــــالـــــــم دوام مــــــــــا
          نو ته مينه دهمدغسې شعرونه په مجموعه جاوداني کړه ، بيا به مناسب نوم :
_ د مينې ژوند _
          خيال ساته چه داسې شعرونه د کميت له مخه کم وي ، د زړونو خاوندان ورته په کم نظر نه گوري .
          الله پاک دې خان محمد ايوب اخکزى وبخښي ، هغه به هر کله . خصوصاً د شعرو په باب ويل : (( که د زړهله سوزه وي د اوښکودوه څاڅکي هم بس دي او که نه دي بيا د نوح نبي عليه السلام په توفان هم کار نه کيږي .
          يوه بله خبره : که کېدى شوو ، او ډېره ستونزه نه وه، کولاى شې چه په هغه سريزه کښې چه ته په يې وليکې ،          ( ر ، ح ) د تورو د مخفضاتو له پر دې څخه وباسې . او دداسې سوزندى مينې د کيسې په باب هم ستا خوښه .
والسلام
ستاسو خدمتگار
عبدالله بختانى
کابل _ خيرخانه
د ١٣٨٧ د چنگاښ ١٦ مه .