د ( آی پي اي ) د ګازو د نل ليکې په اړه د هند او پاکستان نوې ستراتيژي


له ( ډېلي ټايمز ) څخه
راپورونه وايي ، هند اوپاکستان د دې لپاره چې د امريکې له بنديزونو څخه يې ځانونه بچ کړي وي ، د آی پي آی ( ايران ، پاکستان او هند ) د ګازوپروژې په اړه يوه نوې ستراتيژي غوره کړې . دواړه هېوادونه غواړي د هغه کنسرسيوم تګلاره وڅرخوي ، چې اساساً د درې ملتيزه پايپ لاين د غزولو په موخه جوړ شوی و . هغه نوی انکشاف ، چې د دغه پروژې په اړه د دريو هېوادونو په تګلاره کې ليدل کيږي ، دادی چې هر هېواد به د ګازو نل ليکه پخپله خاوره کې تر ګاونډۍ پولې پورې پخپله جوړوي .
شنونکي وايي ، دا پدې مانا ده چې هند او پاکستان يو هم په تخنيکي لحاظ په ايران کې داسې پانګه نه اچوي ، چې کېدای شي د امريکې له بنديزونو سره مخامخ شي .
متحدو ايالتونو د آی پي آی د پروژې په اړه ګواښونکی دريځ نيولی او په مکرره توګه يې له هند او پاکستان څخه غوښتنه کړې ، چې له ايران څخه د ګازو له پېرودلو ډډه وکړي .
د آی پي آی په اړه دغه نوې طرحه تقريباً يو کال د مخه د هند له خوا وړاندې شوې وه ، چې د هغې له مخې به ايران د پاکستان تر پولې نل ليکه پخپل لګښت جوړوي او تر هغې وروسته به يې هند او پاکستان پخپلو خاورو کې غځوي .
دغه ستراتيژي به له هند سره مرسته وکړي ، چې له پاکستان سره په پوله کې د راجستان د( بارمر )په سيمه کې ګاز تر لاسه کړي او پاتې چارې او تشبثات ایران او پاکستان ورپرېږدي . طرحه به همداراز د امريکې غوسه د هند دهغه وچ او تېزدريځ په وړاندې هم سړه کړي ، چې ويلي يې و ، امريکا د دې حق نه لري چې د ګازو د اخېستو په اړه خپل شرايط او غوښتنې پر هندوستان تحميل کړي .
دهند د پترولو وزارت وايي ، دغه سترايژي به هر هېواد ته امکان ورکړي، د دې پر ځای چې په درې ملتيزو اوږدو مباحثو کې ونښلي ، د خپل هېواد له شرايطو سره سم د نل ليکې بڼه ، معقول خط السير او ساختماني ډول پخپله وټاکي .
څه موده وړاندې په تهران کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ګازو د پېرلو او پېرودلو د شرايطو په اړه خبرې وشوې او ټاکل شوې ، چې پاکستان او هند به ډېر ژر په دوه اړخيزه غونډه کې د ترانزيت او نورو اړونده مسايلو په اړه پرېکړې وکړي .
د ګاز بيه لاهم عمده مسأله ده . تهران غواړي له هند او پاکستان څخه د ګازو د يو مليون حرارتي واحدونو په وړاندې ۴.۹۳ ډالره تر لاسه کړي ، خو هند وايي ، چې دغه بيه په اقتصادي لحاظ د ګازو بازار بې پايښته کوي .
د ( ايران تېل ) د اثرانګرېزی ليکوال( راجر هاوارډ ) وايي ، چې هند او پاکستان په اسانۍ سره د امريکې سياسي او اقتصادي غچ او ګواښ له پامه نه شي غورځولی . دی د ايران د جنوبي آزادګان د تېلو د زېرمو په اړه د جاپانيانو هغه تړون ته اشاره کوي ، چې په ۲۰۰۴ کال کې جاپانيانو تر لاسه کړی و ، خو وروسته د امريکې د زياتېدونکي فشار له امله له معاملې څخه په شا شول .