CIA په پنجشيرکې(پنځم څپركى)

د ۱۹ سپټمبر په سهار په پنځه  بجې له خوبه راویښ شوم او یو ځل مې بیا په راسره توکیو نظر واچاوه تر څو رایاد کړم چې په دغه دریو بکسونو کې کوم توکي موجود دي.جامې مې په یو لوی بکس چې اوسپنیزه فریم یې درلود،ایښې وې.خواړه او نور سامان مې په دوه متوسطه بکسونو کې و. د بکسونو وړل او څکول راته یو څه ستونزمن او بې رقمه ښکاره کیدل خو د میاشتو سفر او د اکمالاتو نشتوالی راته په یاد و.

بیټسې خپل کار ځای ته د تلګ تیاري نیوله. ما ارام کاوه او کافي مې څښله.

خپلې لور جینې ته مې ویلې و چی تر کار ځای مې په موټر کې وېسې تر څو موټر مې په   CIA (دفتر) کې ولاړ پاتې نشي.

بیټسي زاکوزه شوه او له هغې سره مې وروستنی اجازه واخیسته او ډاډګیرنه مې ورکړه چی زه به بیرته خوندي راګرځم.د مینې د اظهارولو، د جدایی په وخت کې د محتاطه اوسیدلو څخه د ویلو لپاره نور څه پاتې هم نه و. موږ غیږې سره ورکړې او ښه ځنډه ولاړ و. د هغې اوښکې مې په غومبوریو احساس کړې. په غیږ کې نیولو یې ډير خوند کاوه او هغه حقیقت چې د میاشتو جدایی یې را په یادوله، دغه غیږ نوره هم له مانا ډکه کوله. موږ سره ومچول او ورته ومې ویل چې زه به بیرته خوندي راګرځم.دې سر وښوراو د خبرو کړلو کوښښ یې وکړ خو غږ یی بندشو، موسکا یې وکړه، مخ یې بل خوا وګرځاوه او حرکت یې وکړ. CIA دفتر ته د تګ په مهال جیني هم خو شبیني څرګنده کړه. ما ورته وویل چې د دفتر په دروازه کې به د لو جستیک افسر ټول توکي د راټولولو(تر دې مهاله ناڅرګند.لیکوال)ځای ته ولیږدوي او د غرمې خوا او شا به حرکت وکړو. زه پوهیدم چې جیني دپاره خوشاله څیرې درلودل مشکل و خو بیا هم ښه دنده یې اجراکړه.جیني وویل چې هغه او کیټ به د بيټسي سره په تماس کې وي . هغې ته مې وویل چې په دره کې د سمبال کیدو وروسته امکان لري چې د سټلایټ تیلفون له لارې ورته ټلیفون وکړم. دفتر ته په رسیدو مې جیني ته وویل چی موټر د دفتر مخ ته ودروي. ما امنیتي مامور ته ځان د ویدیو کمرې له لارې وروپیژانده. او له جیني سره مې رخصتي اخستنه پیل کړه.ټینګې غیږې مو سره ورکړی او په غومبوریو مې ښکل کړه په سترګو کې یې اوښکې راتاو شوې. هغه تاو شو د موټر دروزه یې خلاصه کړه، بیا یې د موسکا سره راوکتل او ویې ویل: زه هم غلی ولاړ وم او د جیني موټر ته می کتل ترڅو مې موټر له سترګو پنا شوه او دغه یواځینی ځای و چې له سترګو مې اوښکې را وبهیدې. توکي له وعدې سره سم تیره شپه فرانکفورټ،جرمني ته د  سي ټي سي او ساډ  د مامورینو لخوااو لیږل شوی و. ګروپ د ځانګړې فرقې او د تروریزم په وړاندې د مرکز له نماینده سره د حمل او نقل د تیارولو لپاره لیدنه وکړه. میوري، سټان او پاپي باید په ۱۱:۰۰ بجو حرکت کړای وای. موږ د خپلو شخٌصی بکسونو سره په ۱۰:۴۵ بجې موجود وای. ددي لپاره چې ما او ریک باید یو څه جدي لیدنې کړې وای، زموږ وروستی لیدنه د کاپر بلاک سره وه. د هغي په تعقیب د دوور هوايي ډګر ته باید چارتر تجارتي الوتکه کې تللي وای. د ګروپ له نورو غړو سره مو د مساپرینو د ترمینل د روانیدو په برخه کې لیدل. زموږ بله نابللې موضوع د سي پنځه اې الوتکې ددې په ځای چې په رین مین هوایی ډګر کې کښیني، په رمسټین هوایی ډګر چې دفرانکفورټ څخه د جنوب په خوا ۱۷۰ مایل واټن لري ، کښیناستله. زمونږ په رسیدو سره یو ملکي بس چې باید فرانکفرټ ته یې رسولي وای، ترتیبات نیول شوي و. لدې هاخوا نور داسې کوم شخصي څه نو و پاتې چی باید ترسره کړي مو وای.

زه په ۱۰:۳۰ بجو د تروریزم ضد مرکز ته ولاړم او له هغه ځایه مې دری ملیونه ډالر چې د کارډبورډ په بکسونو کې وې، له ځان سره را واخیستل.پایسې سل ګون نوټونه و او ټول په لس زریزه بنډلو کې وې.لس ددغه بنډلو څخه په سلو پلاستیکي بنډلو کې تړل شوي و. په هر بکس کې د ددغه خښتو لس بنډل په صحیح ډول بند شوي و. د هر یوه بکس تقریبا پنځلس پاونډه وزن درلود نوځکه زه مجبور شوم چې ددې د وړلو دپاره یوه کراچی پیدا کړم. ددغه دریو بکسونو هرې خوا ته څکول ، واضح یوه دنده وه.

 

په ۱۰:۴۵ زه د  ګروپ له نورو غړو سره په هوایی میدان کې انتظار وم او د ګروپ غړو په خپل منځ کې ټوکې کولې.  ددغه مسلکي کسانو ګروپ ته په رسیدو سره ارام شوم. دوی پدې خوښ و چې دوی لومړی کسان و چې په افغانستان کې به د اونیو په موده د یو نا ازمویل شوي دوست سره د یوې خطرناکې کرښې تر شا چې په زرګونو طالبان او عرب جنګیالو په وړاندې واقع و، دنده اجرا کوي. ما خپل دری بکسونه سټان ته وسپارل او ورته ومې ویل چی دغه پایسې د نور سامان سره یو ځای فرانکفورټ ته انتقال کړي. ما او ریک د جلسو خپله دوره پیل کړه. کله چی په دهلیز کې راوان شوم هر افسر چې به ددې ماموریت په باره کې اوریدلي و، رادرولم تر څو زمونږ دپاره د ښه سفر غوښنتې دعا او په عین حال کې به هر یو زموږ د ګروپ سره د یوځای کیدو ارمان کاوه. په دهلیز کې مې یو پخوانی دوست چیز برانډون هم ولید او د هغه سره مې ددغه ماموریت او زما د اولاد په باره کې لنډې او جدي خبرې وکړې. د چیز سره مې ددغه خبرو مې بیا یو ځل ددغه ماموریت خطر او کورته ژوندی نه راتګ راته یاد کړ. ریک او زه دواړه د کوپر په دفتر کې په خپل وخت حاظر شو او د هغه سره مې روغ بړ وکړ او د هغه وروسته مې د پلان د تیارولو په باره کې خبرې ورسره وکړې. کاپر مخ ته راټیټ شو او خپل لاسونه یو پر بل کیښودل، یو ځل یی ماته او بل ځل یې ریک ته وکتل او ویې ویل چې زه غواړم چې تاسې ته د تیارسی امر درکړم او غواړم چې ښه یې واضح کړم. ما ددغه موضوع په باب د ولس مشر سره هم خبرې کړېدي او د ستاسې دنده داده چې شمالي ټلواله زموږ سره مرستې ته و هڅوی تر څو زموږ اردو ته په پنج شیر دره کې اجازه ورکړي او هغه د دښمن په ضد کار واخلي. د هغې نه علاوه ستا دنده داده چې اسامه بن لادن او د هغه جګپوړي چارواکي پیدا او ویې وژنی. یو څه یی خبرې ودرولې او بیا یې وویل زه نه غواړم چې اسامه بن لادن او د هغه ‌ډله ژوندی ونیول شي. زه غواړم چی هغه مړه ووینم او نه غواړم چې ژوندي او بیا دلته په امریکا کې زندان دهغوی خپلو کسانو ته جالبه نقطه وګرځي. دوی زموږ په زرګونو بې ګنا خلکو د مرګ پلان جوړ او پلی کړ.دوی باید مړه شي او زه باید ددوی سرونه د نیزو په سر ووینم. زه غواړم چې د اسامه سر ماته په یو بکس کې چې د وچ یخ څخه ډک وي، راولیږل شي. او زه غواړم چې هغه د امریکا ولس مشر ته وښایم. ما له ده سره وعده وکړه چې زه به دغه کار کوم او کاپر خبرو ته ځنډ ورکړ او بیا یې وویل چې ایا کومې خبرې چې ما وکړې په هغې ستا سر خلاص شو؟ ریک او ما یو بل ته وکتل او په خندا شوو. ما وویل چې په پوره ډول مې سر خلاص شو. زه نه پوهیږم چې وچ یخ به په افغانستان کې له کومه پیداکړم خو د نیزو سرړنه به حتمأ پیدا شي!!  د سي ای اې سره مې د دیرشو کلونو په دوران کې مې دغه لومړی ځل و چې یو چا د محکمې ته د راکشول په ځای د مرګ امر اورم کله چې له دفتر څخه بهر ووتم، له ځان سره مې فکر وکړ چې د کاپر په ډول د خپله زړه وره او ځان ښودونکې وینا مې د الن ولف څخه په ۱۹۷۸ د اګسټ په میاشت کې واوریده ویې ویل چې سي ای اې به افغان کمونسټ رژیم راوغورځاوي او همدا اوس به له دغه کوټې څخه پیل کیږي. موږ څلور کسان په کوټه کې ناست و او فکر مې وکړ چې دغه پلان یواځې د څلورو کسانو په واسطه سرته رسول خوشبین ښکاري!!( په مسخره ډول. ژباړن) زه کله د کاپر له دفتر څخه وتلم دغه ته ورته احساس مې درلود. زموږ د اوو کسانو زامې ماتوونکي ګروپ ته یې د کار خپله برخه راکړه.