د قربانۍ احکام او مسايل

د اضحيه تعريف: اضحيه د لوى اختر په ورځو كې د ثواب په نيت د حيوان حلالولو ته وايي.
قرباني پرمسلمانانو د هجرت په دوهم كال واجب شوې ده.
د قربانۍكولو شرعي حكم: په حنفي مذهب كې قرباني كول په غنيانو واجب ده او قرباني په دوه ډوله ده:
1_ واجب. 2_ مستحب:
په لاندې وختونوكې قرباني واجبيږي:
1_ كله چې يو مسلمان په ځان باندې قرباني كول نذر كړي كه څه هم فقير وي.
2_ كه چېرته يوه فقير سړي قربانۍ لپاره حيوان واخلي او لازمه ده چې هغه حيوان قرباني كړي.
3_ د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د امت په غنيانو باندې په اختر كې د الله پاك د پيروزينې”مننې په منظور او د ابراهيم عليه السلام د يادګار په خاطر واجب ده.
قرباني په لاندې وختونوكې مستحب ده: مسافرته اوياهم هغه فقير چې نذر يې نه وي منلى.
د قربانۍ د وجوب شرط:
د قربانۍ لپاره شتمني په دومره اندازه شرط ده چې دوه سوه شرعي روپۍ ولري چې د ضروري حاجتونو لپاره يې په كار نه وي ( د دوه سوه شرعي روپيو وزن 595 ګرامه سپين زر كيږي). يانې په اوس وخت كې كه څوك د (595) ګرامو سپينو زرو قيمت له ضروري حاجتونو زيات ولري قرباني پرې واجبيږي.
مسائل:
1. كه چېرته د قربانۍ په حيوان كې د يوه كس د غوښې اراده وي د ټولو قرباني نه كيږي.
د دې لپاره كه څوك وپيژندل شي چې دغه سړى د غوښې لپاره قرباني كوي نو بايد له ځان سره ګډ نه شي خو كه په څرګند ډول څه نه وي، بيانو د زړونو مالك الله پاك دى خو بياهم بايدهڅه وشي چې له نيكو خلكو سره قرباني شريكه شي او ياهم ځان ته وشي.
2. هغه څوك چې په ښارونو او ياداسې ځاى كې اوسيږي چې د اختر لمونځ پكې ادا كيږي نو د اخترله لمانځه وروسته به حلاله كوي او كه د كوم عذر پر اساس لمونځ ونه شو نو د لمر ختلو وروسته به دومره ځنډ كوي چې د اختر لمونځ پكې ادا كيدى شي.
3. او هلته چې د اختر لمونځ پكې نه اداكيږي د اختر ورځې له سهار وروسته حلاله كولاى شي.
4. كه د قربانۍ حيوان ورك شي او بل واخيستل شي او بيا لومړى حيوان هم پيدا شي نو غوره داده چې دواړه قرباني شي او كه په لومړي يې اكتفاء وكړه هم جواز لري همدا راز دويم هم صحيح كيږي خوچې قيمت يې د لومړي په اندازه يا هم زيات وي.
5. د قربانۍ لپاره درې ورځې دي. د اختر اوله او له هغه وروسته دوې ورځې.
6. غوره خبره داده چې د ورځې پرمهال حلاله وكړاى شي.
7. قرباني پر اوښانو، غوايانو، مېښو اوزو او مېږو باندې كيږي كه نر وي او كه ښځه خو له دې پرته پرنورو حيواناتو قرباني نه كيږي.
8. هغه حيوان چې غوښه يې ډېره وي د قربانۍ لپاره غوره دى او كه په غوښه كې برابر وي نو بيا هغه غوره دى چې غوښه يې ډېره خوند وره وي. لكه پسه چې له نورو غوره دى.
9. غوايى اومېښه چې دوه كلنۍ ته ورسيږي يعنې په دريم كال ورګډ وي نو قربانۍ پرې كيدلاى شي.
10. اوښ چې پنځه كالن شي او په شپږم كال كې داخل شي قرباني پرې كيږي.
11. پسه چې غوښن او غټ وي اوشپږ مياشتې يې پوره شوي وي قرباني پرې كيږي يانې چې له يوه كلنو پسونو سره يې په رمه كې خاص فرق نه كيږي.
12. اوزه چې يو كالنه شي قرباني پرې كيږي.
13. پرپسونو او وزو يواځې د يوه تن قرباني كيږي خو په اوښانو، غوايانو او مېښوباندې تراووكسانو قرباني كولاى شي.
د قربانۍ لپاره ترټولوغوره حيوان غوښن سپين پسه دى.
هغه حيواناتو چې قرباني پرې نه كيږي:
1. چې په دواړو يا يوه سترګه ړوند او ياهم په پـښه ګوډ وي.
2. پردومره خوار وي چې د قربانۍ ځاى ته هم نه شي تلاى.
3. چې غاښونه يې نه وي كه د خولې له ټولو غاښونويې ډېر وي بيا پرې كيږي.
4. چې غوږونه يې نه وي كه چيرته واړه واړه غوږونه يې وي بيا هم پرې كيږي.
5. چې تيونه يا يې پوزه پريكړل شوي وي.
6. هغه حيوان چې له چټلي پرته بل څه نه خوري.
7. چې له دريمې برخې يې زيات غوږ، لكۍ يا ورون پريكړل شوى وي.
يادونه: په بې ښكر حيوان صحيح كيږي او په خصي حيوان قربانی صحيح كيږي.
د قربانۍ غوښې: خوراك د قربانۍ كوونكي لپاره حلال دى خو مستحب خبره داده چې غوښه درې برخې شي، يوه يې د خپل ځان لپاره بله يې د خپلوانو او دريمه برخه يې د فقيرانو او مسكينانو لپاره.
د قربانۍ پوستكى به د خير په كارونو كې صدقه كوي او د ځان لپاره به يې نه خرڅوي چې پيسې يې په جيب كې واچوي. د مړي څخه كه وارث يا خپلوان قرباني وكړي نو صحيح ده.
احقر مفتي ابوهشام سليمزى
دارالعلوم رشيديه شمل عمر کلى خوست افغانستان