مشره ! كه يې نشې كولى بل چاته يې پريږده

بى واكه مشره ! بس دى نور دا افغان  ملت په خپل دروغو وعدو او خبرو مه غولوه،پام چې نور د ټوپكسالار او جنګسالار نوم  په خوله وانخلي. ستا به په ياد وى  چې تا له خلكو  سره وعده وكړه چې دا ملت به د ټوپكوالو،غلو، او جنايت كاروانو د شر  څخه خلاصوى .
بى واكه مشره ! خو تا د افغان ملت سره لاس  يو نكړ، او نه هم دافغان ملت هېلې او ارزوګانې دې  پوره كړى،ستا د واكمنۍ څه كم اوه كاله پوره شو، خو اوس هم ستاپه  واكمنۍ كې شريكان ،  ستا سكه  ملګرى ، ستا د لسټوڼى ماران هغه كسان دى چې تل ستا له لسټوڼى څخه  سرونه را باسې اوملت ته   ټكونه وركوى، ته ښه پرى خبر يې خو له ډاره غږ نه كوى چې تاته ټك درنكړى ، ستا او ستا د امريكايې ملګرو پانگه اچونه خرابه نكړى ،ځكه بيا خو د يونيكال كمپنۍ ، او ستاسو ستر مشر بش  پرې د ډالرو بكسونه وركړى . هو !  ته ملامته نه يې ځكه  تاته د پوهاند ربانى بى واكه كرسۍ په برخه شوې ، بس ته او ستا امريكايې ياران به خپل كار كوى،ټوپكوال او غل به خپل كار كوى ، اوس نو د ملت دې خداى مل شي چې څه پرى كيږى .
اوس ټول ملت په دې پوهيږى چې ستا دلاسه هيڅ هم نه كيږى،ستا په واكمنۍ كې زمونږ ملي كولتور، ملي ژبه ، ملي هويت،او نور ملي معنويات هرڅه تر پښو لاندې شول .په هيڅ تاريخ كې  زمونږ پر ملي مشرانو ملنډى نه وې  وهل شوې او نه هم ورته سپكې سپورې  او ښكنځلي شوې وې ، داهرڅه ستا د واكمنۍ په دوره كې وشول .
 بى واكه مشره ! زما ښه په ياد دى چې د نن نه څوكاله وړاندې په رڼا ورځ ستا دهمدغو غلو ملګرو دلاسه د هواىى چلند وزير عبدالرحمن شهيدشو، په رڼا ورځ  ستا مرستيال حاجى عبدالقدير دخپل وزارت تر مخې شهيد شو،  په كابل كې په رڼا ورځ د خلكو ترورول ، دكورونو لوټل ، دخلكو پر ناموس تيرى كول او نور په سل هاو جنايتونو ترسره كول ، دا ټول ستا په واكمنۍ كې وشول ،  خوټول ملت په دې پوه شول چې ددې پيښو عاملين ستا تر څنګ پر ارك ماڼۍ كې ناست دى ، ستا مرسيتالان ، ستا مشاورين ستا وزيران او ستا مارشالان ټول په دې جنايتونو كې شريكان دى .
بيا خو د قوماندان جرئت غوندې نور داړه ماران او خپل سرې ټوپكسالاران ددې حق لري چې پر لوى څارنوال ،وزير ، والي  او نورو  باندې بريد ونه وكړى،ځكه هغوې اوس هم ځانونه د تاريخ شرموونكو اتلانو وارثين ګڼې،هغوې اوس هم په سل هاوو وسله وال غله لري او په رڼا ورځ د خلكو كورونه لوټوې او څوك ورته هيڅ هم نشي ويلى،دا څنګه كيداى شې  چې يوشخص نه كومه رسمى دنده  ولرى او نه هم ددولت پورى اړوند وى . او بيا هم د حكومت پر لوړ پوړو چارواكو بريد وكړى او په ځواب كې ورته څوك هيڅ هم نشې ويلي ، څومره د شرم او خجالتۍ خبره ده چې زمونږ پرلوى څارنوال بريد كيږى او مجرم په ښكاره او پرته له ويرې قرار خوب كوى او څوك ورته هيڅ هم نشې ويلي، بيا خو دا مظوم ملت څه وكړى او چيرته لاړ شي.
نوپه اخر كې اى بى واكه مشره پريږده چې همغه شمله ورۍ خلك دا غله او داړه ماران درته اصلاح كړى، او ستا د لسټوڼې ماران درته بيرته په غرونو او غارونو ورننه باسې چې داملت يې له شره خلاص شى .
بى واكه مشره ! نور نو پام چې د ټوپكسالار،جنګسالار نوم په خوله وانخلي او نه هم نور دا مظلوم ملت ستا په وعدو وغوليږى ، ستا او ستا د امريكايې ملګرو په واكمنۍ كې هر څه لكه د  لمر په شانتى روښانه شول ،د هر چا څېرې او كارنامې  په ډاګه شول ، مجرمين او جنايت كاران وپيژندل شول ، غله او ټوپكسالاران معلوم شول ، اوس نو دا مظلوم ملت وخت  او زمان ته به انتظار كوى ترڅو هر چاته خپل دكارنامو بدله وركړى .
بى واكه مشره ! كه يې نشې كولاى بل چاته يې پريږده چې دا كاږه درته سم كړى،ددوې په سمولو خلك ښه پوهيږى خو ته او ستا امريكايې ملګرې ورته وخت نه وركوى ،چې دا كاږه درته سم كړى .
پريږده مشره دا د پوهاند ربانى بى واكه كرسۍ، چې هيڅ هم ستا له واكه پوره نه دى ، هغه پوهاند خو دخلكو په عريضو دا ليكل كولاى شوو چې  (( قوماندان صاحب دختر عارض را بدهيد )) ته خو دا هم نشي ليكلي چې ستا پر لوى څارنوال بريد كيږى او مجرم په ښكاره وګرځى او څوك ورته پشۍ هم نشې ويلى ، ستا واكمنى خو دبچى سقاو نه هم بدتره شوه.
نو اې بى واكه مشره ! دخداى او رسول مخ ته وګوره نور نو چاته اجازه مه وركوه چې پر دې ملت ظلم او نادودې وكړى ،دوستان درته په ترخو خبرو كې  خواږه دركوى او دښمنان درته  په خوږو كې زهر دركوى .
مشره ! كنه نو تاته به هم په تاريخ كې د شاه شجاع ، بچى سقاو، ببرك كارمل  په شانتى لقب په برخه شي .

خدايــه ستــا هــم عجيبه غــــوندې نظـــام دى
چې څوك ډير پسونه وخوري هغه شپون شي.