
هغه وخت چې ټولې دنيا زه يوازې بللم ، ما ځان يوازې نه ګڼلو،ځکه زه پوهيدم چې ته راسره يې، خو اوس چې مې دنيا يوازې نه بولي زه د يوازيتوب داور په لمبو کې سوځم،ځکه چې ته راسره نه يې.
ډير ځله غواړم چې ځان د هغه سمندر څخه راوژغورم چې ستا يادونه يې په تل کې داصيلو مرغلرو په څير پراته دي.ډيره هڅه کوم چې ځان ساحل ته ورسوم،خو د ساحل په لمن کې هم ﻻ تر اوسه ستا د پلونو نښې ښکاري.
خو نن مې هوډکړی چې زه به نور تا نه يادوم.تا پسې به اوښکې نه تويوم،تا پسې به ځان نه ځوروم.خو تر دې وروسته به ستا يادونه دوچو ګلانو په شان د خپل زړه په کتاب کې خوندي کړم او د يو رنګين خوب په شان به يې تعبير هم د خپل ذهن په ديوالونو کې ايسار کړم.
24.02.2008