غیرتی ټپی

 زه خوشحال توره په لاس کفن په غاړه به راپڅم
که خبر شوم چه پښتون د چا غلام دی
 
خښ می کړه اشنا له خپلو جامو سره
نه ښایی کفن د پښتنو سره
 
غمازان او رقیبان د خدای تباه کړی
کنه یار خو می موندلی سم پښتون و
 
پښتو پالی غیرت پالی درانه وی ځینی خلک
معین په نام او ننګ وی پښتانه وی ځینی خلک
 
نه غوسه یم نه نشه یم په شرابو
زه پښتون یم همیشه می سترګی سری دی
 
پتنګ یمه د شمع سرو لمبو ته غاړی وزم
عاشق په سور ګلاب یمه اغزو ته غاړی وزم
نن یار او اغیار دواړه راته اور ګرځیدلی
مجنون زه د پښتو یم پښتنو ته غاړی وځم