
د افغان کار پوهانو نړ يواله ټولنه له ټولو درنواوخواخوږو هېوادوالو(نارينه اوښځو) څخه په ډېر درنښت هيله کوي ، تر څو په هغه سوله يز لاريون کښي چې د دې ټولنې له خوادبلجيم په پلازمينه بروکسل ښارکي دناټو ساز مان دودانۍ مخي ته د۲۰۰۸ زکال د نوامبر په اتمه دشنبې په ورځ دغرمې له دولسوبجو نه دماسپښين تردريو بجو پوري ترسره کېږي برخه واخلي .هيله ده چي په خپل گډون سره تاسوافغانان يوځل بيادافغان ولس پاک او سپېڅلي احساسات اوارزوگاني نړيړوالي ټولنې ته څرگندکړی .
د مظا هرې موخه :
- د افغانستا ن سياسي اونظامي وضع ته په پام سره نړ يواله ټولنه ،( د امريکا، اروپايې هېوادونه اونا ټوپوځی سازمان ) با يد د افغانستان په اړه په خپلې ستراتېژ ۍکې بدلون را ولي .
- د بېځا يه بمباریونه ،چې په پايله کښي یې ډیرملکي اوبې ګناه وگړی نارينه،ښځی اوماشومان ،زاړه او واړه وژ ل کېږی په کلکه ډډه وکړي .
د افغانانوکلتور، دود، رسمونواو رواجونوته دې هرومرو درناوۍ وکړي؛په دولت کښي دي کاردکاراهل ته وسپارل شي، ترڅودخلکو او دولت ترمنځ د همکارۍ او باور فضا را منځته او ټينگه شي.
د افغان کارپوهانود نړیوالي ټو لني ريیس دیپلوم انجنیر ظاهر معارج
Adresse :
Rue de la Fusée, en face de l’OTAN
Bruxelles – Belgique
Manifestation statique en date du
Samedi 8 novembre 2008 de 12.00 h à 15.00
داړېکو لپاره :
- خليل اله و. ر . خدرخېل : بلجيم ۰۰۳۲۴۸۶۸۴۸۵۴۵
- عبدالاحد مومند : جرمنی ۰۰۴۹۷۱۱۳۴۱۱۷۱۲
- ديبلوم اينجنير عطا محمد شيرين زوې : انګلستا ن ۰۰۴۴۲۰۸۵۸۱۰۸۶۴
- دوکتور مير عبيداله : سلواک ۰۰۴۲۱۹۰۷۸۵۹۴۶۶
ـ جمال کټوازی : هالند ۰۰۳۱۶۳۳۹۴۶۶۸۴
کټوازی - هالنډ