
د خالي د ورځې په ماښام د جرمني په مونشن ښار کې د افغانانو داسلامي او کلتوري مرکز د پښتو ژبې د تکړه شاعر او لېکوال اجمل اند په ویاړ یو شاعرانه بنډار جوړ کړی وو .
په دې غونډه کې ددې مرکز غړیو چې د افغانستان له بېلابېلو سېمو سره يي تړاو درلود برخه لرله . او د ماښام په اوبجو د همدې مرکز په دفتر کې پیل شوه . په پیل کې د افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز ریس مولانا صدیق الله فدايي ددې مرکز د فعالیتونو په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل : موږ غواړو ددې مرکز له لارې په بهر کې میشت افغانان د خپلو دیني ، کلتوري او دودیزو ارزښتونو سره نېږدي وساتو او په همدې موخه مو اجمل اند ته چې د هېواد په ځوانو شاعرانو، لېکوالو او ژرونالېستانو کې د یاد وړ ځای لري بلنه ورکړه چې له راشي او له موږ سره په دې ماښامنۍ غونډه کې برخه واخلي . اوپه خپلو خوږو شعرونو مو ونازوي .
مولانا فدايي همدارنګه د اجمل اند په ژوند او کارونو لنډې خبرې وکړې . او له بهر میشتو افغانانو يي وغوښتل چې که غواړي له خپلو خلکو او کلتور سره نېږدي پاتې شي نو باید د خپلو کلتوري و او فرهنګي څېرو سره داډول غوندې جوړې کړي . چې په کې وکولای شو د لویدیځ له بوخت ژوند ور اخوا څو شېبې د خپل هېواد او خلکو یادونه تازه او خپلو کې د زړه خواله وکړي .
ښاغلي فدايي ټېنګار وکړ چې ېوازې په مونشن نه بلکې په ټوله اروپا کې هلته چې افغانان اوسېږي د داډول فرهنګي غونډو او مشاعرو جوړول ضروري دي . چې باید افغانان ورته پام وکړي .
ورپسې د غونډې څو نور و ګډونوالو هم خبرې وکړې خپل میلمه ته يي هرکلی ووايه او په غونډه کې يي په ګډون خوښی څرګنده کړه .
اجمل اند په مونشن کې د میشتو افغانانو مننه وکړه چې هغه ته يي په دې ماښمني بڼډار کې د ګډون ویاړ ور وباښه او وروسته يي خپل شعرونه واورول چې ( سلام ، سپین غره !) او پاچا ته نظمونه يي د غونډې د برخوالو له خوا په تودو ولولو بدرګه شول .
په غونډه کې یو شمیر نورو شاعرانو هم خپل شعرونه واورول . په پای کې د افغانانو ددې اسلامي او کلتوري مرکز د فعالیتونو په لا ښه تنظمیم او ښه کېدو خبرې وشوې . او دشپې په یولس بجو پای ته ورسېده .
په مونشن کې د میشتو افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز غواړي چې دا ډول غونډو ته دوام ورکړي او هڅه وکړي چې په راتلونکي کې هم د دیني چارو تر څنګ فرهنګي او کلتوري غونډې هم جوړې کړي .