دجرمني په مونشن کې ديوې ادبي غونډې خبرتيا

د جرمني په مونشن کې د ميشتو افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز  د خپلو نوښتونو په لړ کې   غواړي  چې هره مياشت  د افغانستان د ادبي او فرهنګي څېرو سره  کلتوري او ادبي غونډې جوړې کړي  .  موږ د خپلو دې غونډو پيل د پښتو ژبې د ځوان شاعر اجمل اند سره  ديو ماښامني  ادبي بنډارڅخه  کوو .
چې په کې به د يوې ماښامنۍ مشاعرې په ترڅ کې د اجمل اند سربېره د ګڼو نور شاعران  هم خپل شعرونه  واوروي  .
دا غونډه د همدې کلتوري مرکز په دفتر کې جوړېږي او  ټولو هغو کسانو ته چې  غواړي زموږ سره په دې شاعرانه بنډار کې برخه واخلي د ګډون بلنه ورکوو .

نېټه ، د شنبې ورځ ، د نومبر لومړۍ نېټه  ۲۰۰۸ ميلادي کال
وخت د ماښام : اوه بجې

په مونشن کې د افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز مشر  مولانا صديق الله فدايي  له خوا

د پتې او نورو معلوماتو لپاره : په دې  شمېرو اړېکي ټېنګولای شئ :
004915150413594
00491735785476