د چوکۍ او اقتدار په جنګ کې مړو ته شهیدان نه ویل کیږي

څو ورځې مخکې مې د پاکستان په یو ه ورځپاڼه کې ولیدل چې په افغانستان کې په چاودنه کې کسانو ته یې هلاک او په دیر کې په چاودنه کې مړو کسانو ته یې د شهید کلمه کارولې 
تر اوسه هیڅوک پیدا نشول چې د شهید په بیدریغه ، بیځایه او غلط استمال باندې یې بندیځ لګولی وای
د شهادت مرګ او مقام دومره اوچت دی چې د کوم په ارزو او هیلو خالد ابن ولید ټول عمر سر ګردانه او لالهانده وو .خالد ابن ولید څوک وو ؟ او څوک یې نه پیژني ؟ هر څوک یې پیژني او دده له کارنامو نه خبر دي کومې چې ده د اسلام په لاره کې کړي دي فلپ هټي نوموړي د تاریخ تر ټولو لوی جنرال بللی دی . ددې خبرې دلیل دادی چې د حضرت خالد ابن ولید رض نه پخوا هیچا د شام صحرا او دشته نه وه تسخیر کړې همدې وجې نه الله ج نوموړي ته د سیف الله لقب ورکړی وو . د یرموک په جنګ کې چې کله حضرته عکرمه بن ابوجهل د نوموړي په غیږ کې ساه ور کوله عکرمه رض وویل ایا زما په وینه به زما د پلار ګنا هو نه پاک نشي ؟ خالد رض ورته وویل زه څه نشم ویلای خو اې دوسته ته خوش قسمته یې کوم مرګ پسې چې زه ګرځیدم هغه زما نه مخکې تاسو ته ورسیده .شهادت د خالدبن ولید رض نصیب نشو په دمشق کې وفات شو د وفات نه مخکې نوموړي یو خپل دوست ته وویل زما په وجود ۱۹۱ د زخمونو نښې دي دا یو زخم هم زما د شهادت باعث زریعه نشوه
خپله فکر وکړئ هیوا د یې لوټ کړ میندې یې بورې کړې بچې یې یتیمان کړل د خلکو مالونه یې وخوړل له شرق او غرب نه یې پیسې واخیستې په خوار اولس یې هرې لوبې وکړې . نن چې مري نوم یې شهید شي ښوونځي ددوی په نوم شي پوهنتونونه ددوی په نوم شي ایا شهادت دې ته وايي ؟؟ کوم یو د خالد بن ولید په شان په جنګ کې ټپي شوی دی دوی خو به حتی تر سنګره هم نه وي تللی جهاد خو ددوی ټیکه ده تر اوسه خو د جهاد په نوم ددې خوار اولس نه جزیې اخلي خپل فرض جهاد هم اوس په موږ خر څوي خو یوه خبره کوم ملامت هغه څوک د ه چې د خپل اقتدار د ساتلو د پاره چاته د شهید چاته د مارشال او چاته د جنرال خطابونه ورکوي
شهادت صرف د الله په لاره کې د سرونو قربانوونکو ته وي نه د چوکۍ او اقتدار په جنګ کې