د دنیا مثال

 مولانا روم (رح) نه چا پوښتنه وکړه چې دنیا څه شی دی مولانا صیب په ځواب کې وویل ددنیا مثال داسې ده لکه یو څوک چې ځنګل ته لاړ شي وګوري روسته پّه ده پسې زمری راروان دی او هغه منډه کړي
وړاند ې وګوري په مخ کې لویه کنده وي وغواړي چې په دې کنده کې به ورنه خلاص شم په کنده کې ورته یو لوی مار په نظر ورشي روسته د زمري ډار او لاندې د مار
په دې کې ده ته یوه ونه په نظر راشي نوموړی دې ونې ته وخیژي خو ګوري چې دا ونه د لاندې ریښو نه تور او سپین مږکان پرط کوي په دې کې نوموړي ته ویره پیداشي چې که دونې ریښې پرې شي خو زه به ولویږم زمری یا مار به مې وخوري
اتفاقا نوموړي ته په دې ونه کې یوه د شاتو ټیپکی په نظر راشي نوموړی د شاتو په خوړلو مصروف شي چې زمری او ما رورنه هیر شي په دې کې د ونې ریښې پرې شي سړی لاندې ولویږي زمری يې ټوټې ټوټې کړي کندې ته یې وغورځوي او د مار خولې ته لاړ شي
دوستانو!
ځنګل نه مراد دنیا ده ....زمری مرګ دی ....کوم چې انسان پسې هر وخت دی کنده قبر دی چې مخکې ده مار بد اعمال دي تور او سپین شپې او ورځې دي ونه عمر دی شات ددنیا خوندونه دي چې انسان ددنیا په خوندونو کې دا هر څه هیر کړی او یو دم مرګ ورته راشي