مات غمی

 ياديږي مې ډير زيات د وړانګې پل غوندې جانان
را پيښ کړې خــــدايه !نن دګل غزل غوندې جانان
د زړه د مات غمـــــــي شونــډې مې تل لولي ملګرو
د ســــــتړي ﻻروي د ورک مــــنزل غــــــونـدې جانان
د شـــــــپې په تور بخمـــــلو اننګو کې راته خــاندي
د ګــــورو غـرو په منځ کې د ځنګل غــوندې جانان
چل بـــــــازې زمانې څه په خـــــــواږه کشمـکش يوړ
د زړه لـــــــه افغانستان نه د کـــــابل غــوندې جانان
د ښــــــار د ښايستونو مـــــــينارې پســې نسکورې
جلانه جــــــــــنتي ژونــد دی شډل غـــــــوندې جانان