راشـــــه يو وار راشه چـــــې وختونه درنه ځار کړم
سپين سحــر به تورې تورې شپې د انتظار کـــړم
دا ويجــاړ کـــــــورونه دا خامــــــــــوشه ګودرونه
مســـت به په ټپو په يه قــــــربان او يکزار کـــــــړم
دا پرې شــــــوې ژبې به ټکور کـــــــــــړم په سندرو
جــــــــوړ به په دې چــــــم کې د ګلمخو غزلزار کړم
دا ســـــوی دامان به د سپرلـــــي په نبا شين کــــړم
بيا به په پيکي کــــــــې د سحر ګلان کتار کــــــړم
بيـــــا به د نرګس او د نــــــــــارنج ګلونه وا شـــــــي
سيل به په سپرلي کې د ښايست د ننګرهار کړم
وروستي