غزل

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ما د يار دغه غوښته هم پـــر ځای کړه
نه يـــــې نـــوم اخلم او نه ورپسـې ژاړم
بېلتانه دې دهـرچا په غم شريک کړم
يـار د بل درومـــي او زه ورپسـې ژاړم
چــې ترڅــو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چـــې ترڅـــــو لــــرم لېمه ورپسـې ژاړم
مخ اوزلفې يې په ياد راځي دروېشه
پــــــه رڼـــــــا او په تياره ورپســې ژاړم