لمر، شپه او ګل (د فكري او هنري شاعري يوه ښكلې بېلګه )

يادونه: دغه ليکنه د ډاکټر محمد اکبر اکبر د کتاب د مخکتنې په هغه غونډه کې لوستل شوې چې د ۱۳۷۶ کال د وري په اوومه نېټه د افغانستان لپاره د ټوليزو رسنيو د دفتر له لوري د همدې دفتر په انګړ کې جوړه شوې وه
       د يــخو سيورو په كــــــورونــــــــــو کې به لمر ووېشو
          په دې پرېـــــوتو به دا لــــــوړې د دې غــــــــــر ووېشو
         ځئ چې د خداى وږى جهان چېرته په مينه موړ كړو
         ځــئ چــې ټــوټـــې ټـــوټــــې  زړګـــوټى د اكـبر ووېشو

”لمر، شپه او ګل “ د ډاكټر محمد اكبر اكبر شعري ټولګه ده  چې نوې له چاپه راوتلې. تر دې وړاندې هم د ”مراندې“ او ”دګوتوخاپي“ په نومونو د نوموړي دوه شعري ټولګې چاپ شوي دي چې په دې حساب لمر: شپه او ګل يې دريمه ټولګه ګڼل كېږي .
د ښاغلي اكبر درې واړه ټولګې مې لوستي اود شعر د يوه مينه وال او لوستونکي په توګه مې زيات  خوند  ترې اخستى خو له ځينو لږ او له ځينو ډېر ځكه چې د لاس د ګوتو په څېر دغه ټولګې هم يو برابر نه دي . په دغو درې واړو ټولګو کې ”لمر، شپه او ګل “ زياته خوښه شوه  او د دغو ټولګو له لوستلو چې څه شى ماته دښاغلي اکبرپه شاعري کې روښانه شو هغه د نوموړي خپل وخت پېښې او حالات دي او حالات د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او بېلابېلې بڼې غوره كوي همدغه د پېښو اوحالاتو د بدلون اغېزد ښاغلي اكبر په شاعري كې ډېر څرګند دى . خکه  همدغه د چاپېريال پېښې او دحالاتو بدلون د نوموړي د شاعري م
 نځپانګه جوړوي.
د ښاغلي اكبر لومړنۍ شعري ټولګه ”مراندې “  پر افغانستان د روسي يرغل دناورين او له دغه ناورين سره د تړلو ورانيو، مرګونو ،بېكوريو او ګڼو نورو بدمرغيو داسې يو روښانه انځور وړاندې كوي چې د شاعر كركه، خواشيني ،خواخوږي او هوډ په كې جوت څرګندېږي.خو د ښاغلي اکبر کمال په دې کې دى چې ځنې هغه کليمې چې په طبيعي ډول بدرنګه دي لکه ورانى،مرګونه او ځنې نورې يې د خپل هنر پر مټ داسې ښکلې کړي چې لوستونکو ته له پامه ښې ورځي لکه:
داغ په هره تيږه د وطن د شهيد وينې دي
ځكه د كفن په لمن تـــــيږې د وطــــــــن تړو
 ”مراندې“ ټولګه نږدې تر ډېره همغه د جهاد د پېر پېښو او سرښندنو ته ويل شوي شعرونه لري.اوځنې شعرونه يې د يرغلګرو په وړاندې د ځوانانو د ننګ په ننګولو كې د ميوندي ملالۍ تر لنډيو كمې نه دي لكه چې وايي:
كــفنونه مــــو زلمو له ســــره تــــــــــاو كــړل
اوس به ســـــر د زورور له تن پرېــــــــــوځــي
دظلمت د تـــــورو شپو په شهيــد ستوري
د سهار د پلــــوشــــــو كـــفن پــــــــــرېــــــوځي
”دګوتوخاپي“ نومي ټولګه كې  د وروستيو كلونو ناوړه پېښې ، كورنى اخ وډب، د هېوادوالو نهيلۍ او نورې ستونزې د شعر په خوږه او پسته ژبه بيان شوي
د ښاغلي اكبر په شاعري كې د ژوند لوړې هيلې لكه له هېواد، ولس او په لويه كې له ټول بشريت سره مينه ، خواخوږي او د  ټولو لپاره د خوښ، هوسا او بسيا ژوند ارزوګانې له ورايه برېښي  دغه ډول لوړې هيلې دښاغلي اكبر د سالم شخصيت او فكري شاعري ځانګړنې ګڼلى شوو  نوموړي خپلې هيلې په ښكلي هنري انداز كې رانغښتي ، د شعر د ناوې په بڼه يې پسوللي ،د هنر ګلالي كالي يې وراغوستي او تغزلي رنګ يې وركړى،ژبه يې  ښكلې  او پيغام يې  په زړه پورې او د پوهاوي وړ دى.
ښاغلى اكبر  هغه خواخوږى انسان دى  چې څومره د خپل ولس په خوښۍ او ښادۍ لكه د لمر غوړېدلى نو هومره يې په دردونو او كړاونو ځورېدلى او كړېدلى هم دى.او د هغو په اړه چې  له نورو سره خواخوږي نه لري وايي:
چې د چا په زړه کې نه وي د درد زړي
په ژوندو کې راته مه شمېره دا مـــړي
چې د بل انسان په خوږو خوږمن نه شي
هغه نــــــه دي د ادم د تـــــوکم غـــــــــــــړي
استاد پسرلى د كتاب په سريزه كې ليكي: ”ډاكټر اكبر چې د ډاكټر اقبال غوندې خپلو خلكو ته د خپلې زمانې حال په شاعرانه ژبه  بيانوي ، شاعري به يې هم همېشه لوستونكي ولري او په لويو شاعرانو كې به حساب وي “
 رښتيا هم د ښاغلي اكبر په شاعري كې د  ولس  هغه ستونزې او دردونه وينو چې ولس يې اواري ته ځورېږي او اكبر د  ستونزو د يادولو تر څنګ  د هغو د له منځه وړلو او اواروي په لارو هم غور كړى او داسې لارې يې ورته غوره كړي چې اسانه هم  دي او ګټورې هم .
د ستونزو د اواري په موخه د ښاغلي اكبر د وړانديز شوو لارو ښه والى دادى چې نه امرانه بڼه لري او نه هم وچو ملايي او واعظانه  سپارښتنو ته ورته دي بلكې داسې په زړه پورې هنري او شاعرانه انداز لري چې هم خوند لري او هم پيغام .
لكه (اى د تورو بنګو كڅه) نظم چې د نشه يي توكو دكرد مخنيوي ستونزې ته په پام ليكل شوى او د دغې  ستونزې په سر دا څو كاله  د چارواكو او بزګرو تر منځ يو لوى اخ و ډب روان دى ځكه  چارواكي  يو په يو د نشه يي توكو د كر بنديز غواړي او بزګر يې مناسب بديل  البته دا زما شخصي انګېرنه ده ښايي شاعر په همدې يا بله موخه ليکلی وي(*).
ښاغلي اكبر همدغه ستونزه نظم کړې او په نوموړي نظم کې يې د نشه يي توکو د بديل ښودلو تر څنګ د وړانديز شوي بديل ښېګڼې هم روښانه کړي دلته يواځې د نوموړي نظم لومړى بند راوړو:
اى د تورو بنګو كڅه
ماله درمن د لونګ را
زه په ستا پرهر كې پټ شم
يوه سمڅه دې د څنګ را
ماله څاڅكو كې د اوښكو
داسمان د ستورو رنګ را
زه د ورځو له فطرته
ماله خوى د شپو د جنګ را
 (*)ډاکټر محمد اکبر اکبر وايي چې دغه نظم يې ولس ته په دې موخه ليکلی چې د جذبو، احساساتو او بې څایه غرور ځخه واوړي چې دهمدغه نظم دغه بيت د نوموړي موخه نوره هم ښه روښانوي:
د اورونو له ولسه
د ګلونو مزاج غواړم
چې دالوړه په كې پرېوځي
هغه خوړه د ګړنګ را
اى د تورو بنګو كڅه
 ماله درمن د لونګ را
شاعر خلكو ته وايي داسې مه ګڼئ چې ستاسو  ځمكې يواځې  بنګ او نور نشه يي توكي  زرغونوي  او نور څه نه، بلكې لونګ هم زرغونوي البته
لونګ يې دلته د نشه يي توكو د يوه بديل  د بېلګې په توګه راوړي ځكه چې  لونګ د پيداوار له مخې تر بنګوګټور هم دي او بې جنجاله هم .
بله داچې كه بنګ څومره زياته ګټه لري نو هومره لوى او وژونكى زيان هم ولې د لونګو ګټه زياته او بې زيانه دي .  استعمال يې هم زيات او پراخ دى د بېلګې په ډول ځنې يې د خوړو د خوند د ښه والي لپاره په چايو او خوړو كې ګډوي، هغه چې غاښونه يې درد كوي هغوى يې د غاښونو د درد د دوا كولو لپاره په غاښ كې نيسي ، حكيمان يې په يوناني درملو كې كاروي، نجونې يې دځونډيو اودلونګين د لړونو په بڼه د سينګار او پسول لپاره كاروي او مينان د خپلو مينو په كميسونو او غاړو د لونګو د ځونډيو او د لونګينو د لړونو په ننداره ،بوى او خوند پايي.
دبنګو د دغه بديل چې شاعر ښودلى تر ټولو لويه ښېګڼه داده چې له بشريت سره د ژغورنې او خواخوږي يو څرك په كې ليدل كېږي ځكه بنګ د انسانانو ژوند ته يولوى او وژونكى ګواښ دى او لونګ بيا د دوى د ژوند اړتيا او ښکلا.
 ”اى د تورو بنګو كڅه“ د نظم بله ښېګڼه داده چې ځمكه يا كڅ د يوه انسان په توګه مخاطب شوى يانې لكه څنګه چې په عادي او ورځني ژوند كې  له يو چا سره غږېږو او يا څه ور څخه غواړو نو په دغه نظم كې هم شاعر له كڅ څخه چې نه ګړېدلى شي او نه ژوندى دى كټ مټ د يوه ژوندي انسان په څېر غوښتنه ترې کړې:
اى د تورو بنګو كڅه
ماله درمن د لونګ را
 دلته كڅ ته خطاب په حقيقت كې ولس ته نامستقيم خطاب دى چې دغه ډول نا مستقيم خطاب او يا له غير ژونديو شيانو  سره د ژونديو شيان په څېر خبرې عموماً د لويو شاعرانو ځانګړنه ده ځکه پښتو لنډۍ چې د پښتو ادب تر ټولو ښکلى خېل دى په هغو کې هم له غير ژونديو شيانو سره د ژونديو په څېرد خبرو بېلګې لولولكه:
زمكې د خداى روى مې دروړى
چې خاورې نه كړې د جانان سپين مړوندونه
په ”لمر شپه او ګل“ كې  وينو چې  ښاغلى اكبر د خيال په وزرو داسې الوت نه دى کړى چې شونى او زړه ته پرېوتونکى نه وي او نه هم د خيال په رنګينيو کې دومره ډوب دى چې خپله لاره  ورڅخه ورکه شوې وي بلکې نوموړى د خپل فکر په لارښوونه په هغو لارو تلل غواړي چې د ټولو په خير وي او نورو ته هم د سوکالي ،نېکمرغي او روښانه ژوندانه لاره او لورى ور وښيي  څومره ښه وايي:.
       خير كه اندېښمن فكر مې تت ښكاري ملګروته
لاره به سپــــــرو تــــــــه د ګــــردونو غوندې پرانيزي

په دغه لانديني شعر کې يې دافغانانو د ستړي او لالهانده ژوند څومره ښه انځور وړاندې کړى ژوند موسره تېر شولو په مــنډو كې
                           
تېرشولو او هېر شولو په منډو كـې
يوه ورځ به د مرګ په موږي ودرېـږي
دانيلى كه ګيرشـــــــــولو په منډو كې
       رښتيا هم چې د افغان ولس نږدې ټول  ژوند په منډو، ستونزو او ناخوالوکې تېر شو چې همدغو ستونزمنو او اغزنو شيبو له  ډېروڅخه د ژوند لاره او لودن ورك كړى او دوممره يې ټکني کړي چې د ستونزواواري ته يې  لاس تر زنې کېنولى ولې دغو ستونزود ښاغلي اکبرپر هڅو او هوډ داسې کوم  اغېز نه دى پرېېستلى چې هغه له خپلو موخو واړوي او يا يې په دغه لاره کې پر وړاندې خنډ شي بلکې د ستونزو اواري ته يې د تدبير لارې لټولي او نور يې  هم داسې تدبيرونو ته هڅولي چې له ورپېښو ستوزو يې وژغوري لكه چې وايي:
نوي ځنځــــــيرونه د تدبــــــــير غـــــــــواړي
ستوري او سپوږمۍ درنه تسخير غواړي
ستوني د ژوندون په سکـــوت ټپ نه کړى
دا محـــــــراب به چيغې د تکـــــبير غواړي
       وايي چې شعر د عاطفې زېږنده ده او عاطفه يوه انساني ځانګړنه ده چې ښاغلى اكبر د خپلې خواخوږي او عاطفې له مخې په خپل ټول فكري او هنري ځواك خلك د تورو او ټوپك غورځولو او د قلم اخستلو ته هڅوي . غواړي په دې ډول يو جګړه مار د بدمرغۍ له لارې راوګرځوي او د نېكمرغۍ لارې ته يې سيخ كړي: ښاغلى اکبر دغه کار د شعر په نرمه او پسته ژبه کوي ځکه شعر هغه ښکلې وينا ده چې په اسانه زړونو ته لاره مومي  او کومه خبره چې د زړه په غوږونو واورېدل شي نو منل او پلي کول يې هم اسانه وي  نو ځکه په ولس کې د پوهې د روښنايي د خپرولو لپاره د شعر په ژبه وايي:

پاڅه د تيرو په كور غم ووېشه
 لمر په څراغونو د چم ووېشه
               باب د سړيتوپ د كتاب وليكه
               تـــــــــورې ټولوه او قلــــــــم ووېشه
دغه شعر دشاعرانه کيف او نازکيو ترڅنګ د انساني ذهن د ويښولو او روڼولواغېز هم لري چې دغه ډول اغېز په لږو شعرونو کې تر سترګو کېږي او يا په بله وينا دغه ډول اغېز د ښاغلي اکبر د شاعري ځانګړنه ګڼل کېږي ځکه چې د تورې او ټوپک واکمني تل د ښاغلي اكبر  د ولس پر ژوند بدرنګه سيورى كړى او د هغوى د ژوند بڼه يې پيكه كړې نو ځکه خلک د تورو پر ځاى د قلمونو اخستلو ته هڅوي.
د ښاغلي اكبر شاعري يواځې تر خپلو خلكو او ټولنې پورې  محدوده نه ده بلکې د هېوادونو او ولسونو تر منځ له بېلونکو غځېدلو پولو هغه غاړې ولسونو ته هم پيغامونه لري اود ځان او خپل ولس په څېر ټول بشريت ته د خوښۍ او سوكالۍ ژوند او شيبې غواړي:

زما فكره نړۍ وال شه عالمګير شه
د پېړو جـــــوپې تړه د وخت بهير شه
د دې لوږو له دېوانو خلك خلاص كړه
د ارزو د ښاپـــــــېرو د ښار امـــــــــــير شه
د خلكو راويښول، هڅول او د هغوى د ذهنونو روڼول د ښاغلي اكبر د شاعري يوه بله په زړه پورې برخه ده
جوختې كړئ اوږې چې د قيام نېتونه وتړو
غـــالي د هېواد كې د قيـــــام صـــــفونه وتړو
يا:
لارې ځان له جوړې کړه ور د اسمانونو ته
خېژه د همت په پښو سر د اسمانونو تــــه
په ځنې شعرونو کې وينو چې ښاغلى اکبر ځنې مهال له نشت  سره په جګړه وي د دې لپاره څو هغه په شته راواړوي او د کايناتو چوپتيا په يوه داسې ښکلې نغمه او سندره بدله کړي چې ټول يې اورېدلو ته غوږ غوږ شي او همدارنګه کله ناکله د داسې واټنونو رالاندې کولو ته زړه ښه کړي چې نه يې لر معلومېږي او نه يې بر خو همدغه اوږد واټن  د خپل  هنري جادو په برکت په څو کليمو کې رانغاړي  او د نوموړي واټن د وهلو لپاره  د خيال په نيلي پښه اړوي  چې دا له نشت يا عدم سره د شته يا هستۍ په سر د نوموړي د جګړې يوه ښه بېلګه ده لکه په دغو بيتونو کې چې وايي:
راشه تركوډلو د ارمانه ځو
بره به د ستورو تر اسمان ځو
       دا سمه ده چې” اسمان ته ختل “ اسانه او شوني نه ديخو د شاعر موخه خامخا اسمان ته ختل نه ، بلکې  له اسمان  ته ختلو څخه يې موخه خپل هدف او ارمان ته رسېدل دي چې دلته ”اسمان ته ختل“  ارمان ته د رسېدو لپاره د نوموړي د پياوړي هوډ ښکارندوى دى
يالکه:
بر په اسمان سر يوسه
 سر لكـــــه د غر يوسه
سيند لپو ته پرېــــباسه
لاسو كې دې غر يوسه
په دغو بيتونو کې هم ” پر اسمان سر وړل“ او يا ”سيند لپو ته پرې اېستل“ همغه اسمان ته د ختلو په څېر د هڅو او هاند مانا لري
په لنډ ډول ويلى شو چې لوړ او ژور فكرونه ، نوې تشبېګانې، روښانه او راڼه انځورونه، سوچه، ولسي او روانه ژبه، ځانګړي شاعرانه جوړښتونه او سمبولونه ، نوې قافيې او رديفونه او لنډ سېلابونه د ښاغلي اكبر د شاعري هغه ځانګړنې دي چې نوموړى د يوه برلاسي او نوښتګر شاعر په توګه راپېژني  د دې تر څنګ د مفاهيمو ،موضوعاتو او کليمو نوښت هم  د ښاغلي اکبر د ښکلې شاعري هغه په زړه پورې برخه ده چې د لوستونکو او د شعر د مينه والو پام وراوړي  دلته د نوموړي  د څو نويو او خوږو انځورونو د جوړولو او نوښتونو نندارې ته  تم كېږو:

ويـــــښه مو د څڼو شپه د خال په كور كې تېره كړه
ستـــــــورو ته څوك كله په خوبونو رسېدلي دي؟
 په دې بيت کې ”د څڼو شپه“ او ”د خال کور“ ماته نوې کليمې برېښي او د لومړي ځل لپاره يې لولم
يا
زړه يوه څــــپه ده د خاموشه سيند
سل ځله كه ماته شي كړس نه لري
د خاموشه سيند له څپو سره د زړه ورته ګڼل او يا تشبيه کول  هغه نوې تشبيه ده چې د اکبرد پېر د نورو شاعرانو په ليکلو شعرونو کې ما نه ده لوستې.
هو! ما زړه له لالونو سره او يا زړه له کاڼو سره اورېدلى وو ولې زړه له څپو سره دادى د اکبر په شاعري کې لولم.
يا
ساه د پسرلو شه د وږمو په خوله
ګل ته او ازغي ته دې دم ووېشه
”د پسرلو ساه“ او ”د وږمو خوله “هم د ښاغلي اکبر د شاعري د نازکي او نويو کليمو ښې بېلګې دي ځکه ما نه دي ليدلي چې تر ده وړاندې دې چا په شعرونو کې راوړي وي.
يا
بخت به مو په تور ورغوي ستوري ډيوې بلې كړي
موټـــــــــــي به د لنډو ماښامـــــونو غوندې پرانيزي
له ماښامونو سره د موټو تشبيه کول يې بله نوې او په زړه پورې تشبيه ده.” ستوري ډيوې“ هم د نوموړي يو ښکلى شاعرانه ترکيب دى.
او دا هم د لمونځونو اونفلونو ترڅنګ ثوابونوته درسېدو يوه بله لاره چې ښاغل اکبر يې ښيي:
کر د مينې کړه او ګل د پيرزو وېشه
مومه ځه د ثــــــوابـــــونو چــــاره داسې
ښاغلى اكبر غزلې، نظمونه، خلوريځې ، لنډيزې او ازاد شعرونه ليكي خو زما يې غزلې او نظمونه ډېر خوښېږي سره له دې چې نظمونه يې اوږده دي ولې ستړې كوونكي نه دي ځكه لنډې، روښانه او مناسبې كليمې غوره كوي، يوه خبره په بېلابېلو بڼو نه تکراروي . هرځل او په هر بند كې داسې خبره كوي چې له اصل موضوع سره تړاو هم ولري او هنري ښكلا هم . د پېښې اوموضوع تل ته په داسې هنر وركوزېږي چې د بېرته راوتو لاره هم وركه نه كړي .د نظم پيل او پاى ته هم زيات پام كوي. دومره زيات چې پيل يې تر پاى ښكلى وي اوپاى يې تر پيل.او د نظم په هر بند كې نوې خبرې په داسې هنري انداز ور غوټه كوي چې په لوستلÙ
 ˆ يې د لوستونكي زړه باغ باغ كېږي.
 ازاد شعرونه هم ډېر ګلالي ليكي.كومه موضوع چې د ازاد نظم لپاره غوره كوي هغه د خپل فكر او تجربو په رڼا كې سپړي  او كوښښ كوي چې په نويو موضوعاتو يې وليكي  لكه اورغر، د ښار سړكونو، اوړي  ، مرګ، رنځونو او داسې نورو ته  چې پر دغسې نويو  او يا غير شاعرانه موضوعاتو د بشپړو نظمونو ليكل د ښې شاعري ځانګړنه ګڼلى شو چې دغه چاره د ځينو په وس پوره نه ده.
د اكبر د ازادو شعرونو بل ښه والى او كمال په دې كې دى چې   ځنې موضوعات يې ډېر كره او پوره تعريف كړي لكه په ”ژوند يوه تونده منډه “ ازاد شعر كې يې چې د ژوند بشپړ تعريف كړى او وايي:
ژوند يوه تونده منډه ده!
په خپله هم زغلي او نور هم د ځانه سره زغلوي-او چې څوك ورسره نه زغلي نو هغه د ژوند د پلونو لاندې دل شي-او ژوند د زيار او همت په پښو له همداسې توندې منډې وروسته- د يوې شنې، ګورې، دنګې او لرغونې ونې وېخ ته كېناستل دي.داونه ”دمه“ نومېږي چې د هيلو د لوړ غره په څوكه ټوكېدلې او دا غر د من او ارادو له يخو پرخو جوړ دى نو د همدې ونې د ګورو څڼورو څانګو له وېخه- او د غره له بره سره بر مجهول اسمانه ته كتل ژوند دى. همدومره پېچلى لكه زما خبرې او همدومره خوندور لكه زما ليك.
هيله ده چې اوس به په ژوند پوهه شوي يئ.
خپلې خبرې همدلته رانغاړم خو د يادونې وړګڼم چې ښاغلى اكبر هم د استاد پسرلي، دروېش، كاروان او سعود په څېر د شاعري  بېله او ځانګړې لاره لري داسې لاره چې  هم رنګ لري ، هم خوند اوهم ښكلا او دا هغه لاره ده چې نېغه د فكر، نوښت او هنر تركوره غځېدلې او رسېدلې او د دغې لارې ګودرې او لوړې ژورې تر نورو په خپله اكبر ته ښې معلومې دي ځكه  چې د نوموړي د شاعري انداز، كليمې،تړنګونه ،انځورونه، سمبولونه او تشبېګانې  د هغه د خپل فكر،تجربو او ځاني هڅو زېږنده دي او همدغه ځانګړې لاره فكري نوښت او هنري ښكلا ده چې ښاغلى اكبر د لومړۍ ليكې او ګوتو په شمېر شاعرانو په كتار كې ودر
 وي
د شاعر دغه منظومه دعا د پاى او مخه ښې په توګه راوړم

د دې فکر څرک د هسک تر بلو بوځې
دا د قـــــام د شاه ځلـــمو د قدم لار کړې

چې پښتو يې په کورونو کې غوړېږي
هغه چم د دې نړۍ د تهذيب ښار کړې.