
دملي کرښې ١٤مه ګڼه
اميرجان وحيد احمدزی
د علامه حبيبي، علامه رشاد بابا او ګڼو نورو مشرانو او زلمکيو افغان ليکوالو په څېر علم ګل سحر هم پر يو وخت ادب او ژورناليزم دواړه پاللي دي، ځکه د ليکنو، څېړنو، شعرونو، نظمونو، طنزونو، داستانونو او ناول تر څنګ يې ۲۲ کاله له چاپي او غږيزو رسنيو سره د مرستيال، مسوول، ليکوال، پروډيسر او ايډيټر په توګه کار کړی دی.
ښاغلى سحر لوستي ادبيات ، خو په ژورناليزم پورې يې هم زړه تړلی دی، ځکه په ۱۳۶۸ کال د عسکري ترخيص تر اخيستلو وروسته په مخابراتو، ټولګټو چارو او اوبو او برېښنا وزارتونو کې يې د رياست تر کچې ګڼ کاري فرصتونه لرل، خو نوموړي له ژورناليزم سره د بې کچې مينې له مخې په يادو وزارتونو کې د رياست پرځای له ورځپاڼو او مجلو سره د ژورنالستيک کار په لټه کې شو. خپله دغه خوښه او هڅه يې له ښاغلى محمد نبي صلاحي سره شريکه کړه. نوموړي ورته په عرفان مجله کې د کار موندنې ډاډ ورکړ. عرفان د ښاغلي محمد قاسم هيله من په مسوول مديريت خپرېدله
سحر وايي د ښاغلي هيله من په لومړۍ پلا ليدو مې زړه ته ونه لوېده چې له دغې مجلې سره د کار کولو بخت به مې په برخه شي. داسې راته واېسېده لکه په عرفان مجله کې يې چې زما ګومارلو او کار کولو ته خوښه نه وي، خو ماسپښين يې چې بيا وغوښتم، نو تر يو څه پوښتنو وروسته يې د مجلې مهتمم وټاکلم.
عرفان مياشتنۍ مجله وه. له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ پورې مخونه يې لرل، تيراژ يې هم د ۷۰۰۰ په خواوشا کې وو چې په ښوونځيو او ولايتونو کې وړيا وېشل کېدله. د مجلې دفتر د پوهنې وزارت په دويم پوړ کې وو د شپږ و کارکوونکو څخه يې دوه نارينه او پاتې څلور مېرمنې وې.
ښاغلى سحر د مجلې د چاپ چارو دسنبالولو تر څنګ له ښوونځيو څخه يو نيم راپور هم راوړلو، خو د راپورونو او مرکو لپاره يې يوازې قلم، څو سپينې پاڼې يا يوه سل مخيزه کتابچه لرله او بس. که به د کامرې اړتيا وه، نو له بلې ادارې به يې امانت اخيستله.د اوسنيو ژورناليستانو هومره پرېمانه او پرمختللي وسايل يې نه لرل.
د وسايلو او اسانتياو کموالی او نشتوالی هغه ستونزې وې چې تل يې له امله په کارونو کې دخنډ او ځنډ پېښېدو اندېښنه وه، خو د دې باوجود هم ښاغلى سحر له کاري چاپيريال او په ځانګړې توګه له ښاغلي هيله من سره په کار کولو خوښ وو، نوموړي وايي: ”سره له دې چې وسايل او اسانتياوې لږې وې، خو د کار کولو انګېزه او علاقمندي زياته وه، ځکه د اوس په څېر معاش نه، بلکې وطن ته کار کولو لومړيتوب درلود. هېوادنۍ مينه او ملي ګټو ته ژمنتيا تر اوس څخه په کراتو زياته وه. ښايي همدا لامل به وو چې کرۍ ورځ به تر ناوخته په دفتر او کتابتون کې بوخت وم، خو ستړيا مې نه احساسوله، مګر اوس داسې نه ده. اوس زه هم دنورو غوندې معاش ته ارزښت ورکوم ځکه وېرېږم چې د ځينو په څېر د بډو او اختلاس له لارې د ژوند داړتياوو پوره کولو په لټه کې نه شم. “
ښاغلى سحر دوه مياشتې وروسته د پوهنې وزارت د يوې بلې يانې سواد مجلې مرستيال شو، خو له عرفان سره يې هم مرسته کوله او لنډ وخت وروسته د عرفان مجلې مرستيال شو. ليکنې، مرکې، راپورونه، چاپ چارې لنډه دا د مجلې ټول کارونه ښاغلي سحر په خپله سنبالول، ځکه نورې ښځينه همکارانې يې په اداري کارونو ډېرې بوختې وې. ښاغلى سحر وايي يوازې د غلام حضرت روغمن له نوم مه واره چې غلام حضرت روغن چاپ شوي و، بله کومه لويه تېروتنه يې ونه کړه، ځکه وايي چې: ” هغه وخت مې ډير په دقت کار کاوه، ټوله مجله مې څو څو ځله لوستله او بيا به مې چاپ ته استوله په چاپخونه کې به هم ولاړ وم او مجله به مې اصلاح کوله. “
ښاغلی سحر وايي د۱۳۶۹ کال د غبرګولي دريمې يانې د ښوونکي ورځې ته ايله دوه ورځې پاتې وې چې د پوهنې وزيرې اغلې معصومې عصمتي وردک ور وغوښتم او ويل يې چې: ” د ښوونکي د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ولسمشر ډاکټر نجيب الله هم ګډون کوي، نو په دې مناسبت بايد د عرفان مجلې فوق العاده ګڼه په ښه کيفيت چاپ شي.“ ما ويل په دوه ورځو کې ناممکنه ده، خو هغې يې په حتمي چاپ ټينګار وکړ، بله چاره نه وه، شپه ورځ مې کار وکړ، مجله مې تياره کړه او کله مې چې د وزيرې پر ميز کيښوده، نو له ډېرې خوښۍ يې د مهربانه مور په څېر ناز او مينه راکړه.
ښاغلى سحر په ۱۳۷۵ کال له عرفان مجلې څخه د کورنيو چارو وزارت ته لاړ او درې کاله وروسته له هغه ځايه بي بي سي راډيو ته ورغی، ځکه مجله نوره نه چاپيدله هسې په نامه د مجلې دفتر و. ښاغلی سحر له بي بي سي سره د نوي کور نوي ژوند ډرامې ليکوال وو. بي بي سي يې، ځکه غنيمت ګڼله چې د امکاناتو ترڅنګ د ملګرو ديدن او بنډار هم پرېمانه وو، ځکه ډېری ليکوال او شاعران ملګری هملته راټول وو.
ښاغلى سحر د خپلې کاري تجربې له مخې تر راډيويي هغو د چاپي رسنيو کار سخت بولي. د ده په وينا په چاپي رسنيو کې په دې زيات دقت پکار دی چې هلته هر څه په ليکلې بڼه پاتې کېږي او هر څوک هر وخت پرې قضاوت کوي، خو په راډيو کې داسې نه ده هر څه د هوا په څپو له سترګو پنا او تېرېږي، خو د دې باوجود هم راډيو خپلې ستونزې لري، ځکه لکه د ژرندې هر وخت بايد يو ژرندګړی ورته ناست وي او دانه پرې زياته او کمه کړي يانې تل او مسوولانه کار غواړي، خو په خپله سحر له راډيو سره د ژرنده ګړي په څېر ستړيا ځکه نه ده ګاللې چې نوموړی تل له تعليمي، ټولنيزو او فرهنګي خپروونو سره پاتې شوی دی او دغه خپرونې د خبري او سياسي هغو په څېر ډېره ستړيا، زړه چاودون او منډې ترړې نه غواړي.
په هېواد کې د وروستيو بدلونونو پرمهال علم ګل سحر له بي بي سي راډيو څخه ازادۍ راډيو ته شو، ځکه ازادۍ راډيو چې تازه يې خپرونې پيل کړې وې په پلازمېنه کې وه. او بي بي سي په پېښور کې. د کابل او پېښور د اوږدې، کنډ و کپر او ستړې کوونکې لارې له امله ښاغلي سحر له بي بي سي څخه په ازادۍ راډيو کې د کار کولو په موخه مخه ښه واخيسته.
په ازادۍ راديو کې يې د ”ژوند په شيبو کې“ خپرونې د ليکلو، چمتو کولو او وړاندې کولو تر څنګ نندارتون خپرونه هم ايډيت او وړاندې کوله. نوموړی وايي د مينې په اړه د پروګرامونو لړۍ يې چې نږدې دوه مياشتې پرله پسې خپرېدله ډېره هنګامه جوړه کړه اوګڼو اورېدونکو يې دبيا بيا خپرېدو غوښتنه کوله.
ښاغلي سحر ازادۍ راډيو د ولسمشرۍ ماڼۍ په مخه پرېښوده او لا تر دې مهاله هلته د عامه اړيکو او مکاتباتو د مسوول په توګه دنده لري، خو په عين وخت کې د لمر تلويزيون د خبرونو او خپرونو متنونه هم سموي. نوموړي د خبري متن په اساني، د کليمو په سپما، د جملو په لنډيز، تړاو، او د سوچه والي پرځای د ژبې په اساني او څرګنتيا ټينګار کوي.
ښاغلی سحر ادب او ژورناليزم نږدې او يو د بل بشپړونکي ګڼي. او وايي چې ژورناليزم يې ادبي هلو ځلو سره مرسته کړې، ځکه مواد او سوژې يې ورکړي دي. د ټولنې د هوساينې، سمون او بدلون لپاره هم د دواړو په ارزښت باور لري د ده په وينا په ادب کې تخيل، تشبيه او سمبولونو او په ژورناليزم کې د پيغامونو اسانه او نېغ لېږد ته پام کېږي، يانې ادب په اوږدو او ژورناليزم په لنډو لارو مزل دی، ځکه نو تر ژورناليزم د ادب اغېز ځنډنی دی. د وګړو د خويونو، فکرونو او کړو وړو په بدلون کې هم ادب او ژورناليزم دواړه ارزښتناک بولي، په ځانګړي ډول ژورناليزم ورته د نېغ اغېز او ادب ورته په ټولنه کې د مثبت فکر دايجاد له پلوه ګټور اېسي.
ښاغلی سحر افغاني ژورناليزم له نړۍ وال هغه سره د پرتلنې وړ نه بولي، خو وايي که کار او پام ورته وشي، نو پرمختللی او ښه کېدلی. کار، مطالعه، زغم او منظم پلان لرل د ژورناليستانو د بري راز ګڼي. تازه کارو ژورناليستانو ته د دقت، پلان لرلو، مطالعې، زغم، زړورتيا، ناپېيلتوب او ژمنتيا سپارښتنه کوي او وايي چې په لنډمهالي شهرت او ستاينو دې نه نازېږي، ځکه د نورو پرمختګونو مخه يې ډب کوي.
سپېڅلی، موسکا، پکتياوال، سمون او ځينې نور د ښاغلی علم ګل سحر هغه مستعار نومونه دي چې چاپي رسنيو او ويب پاڼو ته پرې د ټولنيزو، سياسي او ګڼو نورو موضوعاتو او ناخوالو په هکله ليکنې کوي.