
اميرجان وحيد احمدزی
استاد لال پاچا ازمون په تنکي زلمیتوب خبریالي ته مخه کړه. په ۱۳۶۹ کال د ”درفش جوانان“
جریدې پښتو ایډیټر شو او د ایډیټ تر څنګ یې مرکې او خبرونه هم راوړل او ژباړل، خو
په ژباړه او ايډيټ كې يې ازاد لاس نه درلود، ځكهکه په خبري متن کې راغلې ”صفوف“ کلیمه به یې ”لیکه“ کړه،
نو د جریدې چلوونکو به د خپلو
ستمي تمایلاتو له مخې د انتقاد په توګه سل دلایل ترې پوښتل او داسې یې ښودله چې
ګواکې نګه یا سوچه پښتو كليمې ښې نه پرې لګېږي.
د خبرونو او مرکو راوړلو لپاره یې هم پر استاد
ازمون د موټر او نورو وسایلو بخیلي کوله، خو نوموړي له خپلې ژبې او خلکو سره د
ژورې مینې له امله ډېر وخت په خپلو
امکاناتو یا پلی تللو. له استاد ازمون سره
د جریدې د چلوونکو دغه توپیري چلند د پښتو او
پښتونولي تر څنګ له دې امله هم وو چې استاد ازمون د دوی ګوندي غړی نه وو، ځكه يې نو ايله درې
میاشتې ګذاره ورسره وکړه.
”درفش جوانان“ د ځوانانو د
سازمان جريده وه چې د فاروق
ثواب په مسوول مديريت حضوري چمن ته څېرمه د ځوانانو لهکلوپ څخه
خپرېدله.
د استاد ازمون په وینا د هغه
مهال ژورنالیزم د وخت د نظامونو، حزبونو، سازمانونو او اشخاصو په ولکه
او چوپړ کې وو. د هغوی له خوښې او اجازې پرته او یا د هغوی د نیمګړتیاو، تېروتنو
او کمزوریو په هکله لیکل، خپروول، نیوکه او تبصره دومره خطرناک وو چې هر چا ورته
زړه نه شو ښه کولی او که به چا د خپل رسالت او مسلک له مخې د دې جرت وکړ، نو یا به
د زندانونو د تورتمونو مېلمه شو، یا به ژوندی ځړان نادرکه شو او یا به یې د مرګ
غېږې ته وسپاره، ځکه د وخت زورواکو او دیکتاتورو چارواکو نیوکه لا څه چې د چا خبره
هومره هم په ځان نه منله او له همدې امله یې د رسنیو ولکه په خپل واک کې ساتله.
د استاد ازمون په
څېر جان سټین بیک خپل ملګري جان
میکنایټ ته په یوه لیک کې د ژورنالیزم په
هکله کاږي: ”زه به د ژورنالیزم په هکله څه ووایم؟ ژورنالیزم تر ټولو
رښتینی او تر ټولو ناوړه شی دی. دیکتاتوران تر هر څه ړومبی ژورنالیزم
کنټرولوي.
ژورنالیزم د ادب مور ده، خو پر بې
ادبئ یې هم لاس لړلی دی. په ډېرو برخو کې ژورنالیزم زموږ یوازینی تاریخ دی، خو بیا هم
همدغه ژورنالیزم ډېر ځله د ناوړه خلکو
ګوډاګی دی. اما بیا هم له ډېرې مودې را په دې خوا شاید ژورنالیزم زموږ یوازینی رښتینی شی وي او دا هم ځکه چې ژورنالیزم د یوه تن کار نه دی.
استاد ازمون چوكاټي او کلیشه
بڼه د هغه مهال د ژورنالیزم یوه بله څرګنده ځانګړنه بولي چې مشخصې کلیمې او کلیشې
یې لرلې. نوموړی وایي هغه مهال ژورنالیزم دومره کلیشه یي وو چې که به دې د ژورناليزم
محصلينوپوښتل، نو دوی به همدا یوه کلیشه یي خبره زده کړې وه چې مجله پوش
داره او اخبار پوش نداره. لنډه دا
چې هغه وخت د اوس
هومره د رسنیو پرېماني او ازادي نه وه.
ازمون صیب په تېرو ۲۱ کلونو کې له سباوون، پیام حق، شمشاد، کابل
پوهنتون، ننګرهار، ننداره، ورځ، معارف، ګډون او نورو مجلو سره د چلوونکي، مسوول،
مرستیال، سموونکي، کتونکي، خبریال او بسپنه
راټولوونکي په توګه کار
کړی دی او خپلې لومړنۍ ژونالستيكې هڅې ورته په
دې ارزښتناكې اېسي چې دغه ډګر ته د ورتلو ور او ګودر یې ورته پرانیست.
استاد ازمون دچاپي رسنیو ترڅنګ په ۱۳۷۲ کال په
ننګرهار راډیو كې د وږمو
بهیر خپروونه پیل كړه چې د ځوانانو په روزنه کې
یې د پام وړ ونډه لرله.
استاد ازمون په ۱۳۸۱ل كال له اشنا راډیو
سره په دې شرط کار پیل کړ چې پوهنتون او غونډو ته له تګ څخه به یې نه راګرځوي. اشنا
راډيو ورسره په دې سپارښتنه ومنله چې ډېرې سوچه کلیمې به
نه کاروي. لومړنى راپور یې د ننګرهار
د هغه وخت امنيتي حالت او د پخوانیو ډلو ټپلو د
بیا واكمني په هكله ورته برابر کړ. استاد
ازمون ته یې میاشتنۍ تنخوا نه ، بلکې د هر راپور په حساب حق الزحمه ورکوله. هغه وايي که په کوم
راپور کې به مې پنډغالى، ځواك، وړانديز اونورې
کلیمې وکارولې، نو راډیو به نه خپرول. استاد ازمون له سوچه کلیمو نه تېرېده او
راډیو د سوچه کلیمو راپورونه نه خپرول، ازمون صيب وايي دوه
میاشتې وروسته یو څه دوی رانرم شول او یو څه زه.
د ثبت له وسایلو سره نابلدتیا، په ساعتونو انتظار، په باد، باران، ګرمي او
تیاره کې د سټلایټ ټلیفون پر لیکه د راپور ورکولو په موخه بام ته ختل هغه لومړنۍ
كاري ستونزې وې چې استاد
ازمون او کورنۍ یې ورسره پکو وه، ځکه استاد ازمون به چې د شپې له
خوا راپور
ورکولو، نو نورو به څراغ او ټایپ ریکارډر ورته نیولی وو. داسې هم شوي چې د راپور
لوستلو پرمهال د بام له سره ترې پاڼې باد الوزولې دي.
د استاد ازمون ګڼ
راپورونه ولسي خلکو ستایلي دي چې د هسکې مېنې
او د ننګرهار د امینتي حالت په هکله راپورونهيې هغه
څرګندې بېلګې دي چې له امله یې ګڼو اورېدونکو ورته د ستاینې او مننې زنګونه وهلي
دي.
چارواکو، مافیایي ډلو، مخالفینو او نورو بیا برعکس استاد
ازمون د ټلیفون، مسیجونو او لیکونو له لارې څو ځله په مرګ ګواښلى دى او لا هم
دغه وېره ورسره مله ده، ځکه استاد ازمون وایي: ” دا اوس هم چې د شپې د کوم موټر په
ناڅاپي او تېز بریک له خوبه رابیدا شم، نو پوز تړلي، بدمخي وسله وال مې نېغ سترګو ته ودرېږي.
استاد ازمون سیمه ییز چارواکي پر وخت د معلوماتو د نه ورکولو او ولسي
خلک د حقایقو په نه ویلو ملامتوي. هغه وایي: ”یو شمېر خلک خبریالان په دې
ملامتوي چې واقعیتونه ، نه خپروي، خو
کله چې همدوی ته مایک ونیسې، نو وت تت يې ووځي،
كولپ او كيلي شي. د خطر او نه خوندیتوب سل پلمې کوي، دوی
یوازې په خبريالانونیوکو ته تكړه دي، خو حقایق ویل د ولس او خپروول
یې د خبریال دنده ده.“
استاد ازمون په یو نیم راپور
کې د چارواكو نومونه نیمګړي او رد و بدل یاد
کړي دي. هغه وايي
يو ځل يې د ننګرهار د امنیه قومانداني
ویاند سمونوال عبدالغفور نوم یوازې غفورخان
لوستی وو او همدارنګه يې د ننګرهار
د مرستیال والي عبدالله وفا پر ځای د هغه ورور اسدالله وفا چې هغه مهال د کونړ والي وو د ننګرهار د مرستیال والي په توګه
یاد کړی وو.
ازمون صيب وايي چې د لاريونونو، مركو او معلوماتو راټولولو پرمهال یې ډیسک او مني
ډیسک له لاس څخه لوېدلي، داسې هم شوي چې د مرکې پرمهال یې مني ډیسک روښانه کړی، خو
د ثبت لپاره خالي ځای نه لري. یو نیم وخت د راپور ورکولو
وخت را رسېدلی، خو ده لا په هغه هکله کره معلومات نه دي ترلاسه کړي. ځينو پېښو
دومره اغېزمن كړى چې ان اوښكې يې ورته څڅېېدلې دي.
استاد ازمون
وايي: په ننګرهار كې په وراباڼو د بمبار په پايله كې دناوې په ګډون پنځوس تنه
مړه اوټپيان شوي وو، هغه ځاى ته چې ورغلو د خلكو غوښې او د ښځو پوړني په څېړيو كې
راځوړند وو. له موږ
سره هغه ماشوم هم تللى وو کوم چې له همدې پېښې ژوندی پاتې وو،
خو مور يې شهيده شوې وه، ماشوم چې كله خپلې چپړې وليدې، نو په ژړه غوني انداز
يې و ويل دا زما چپړې دي. ورمنډه يې كړه او
چپړې يې راپورته كړې. زوم هم هلته په يوه تيږه هک حيران
ناست وو، د ماشوم ژړغوني، د زوم هک پک
تیا او پر وینو ککړ چاپیریال په ما ډېر بد اغېز
وكړ او وې ژړولم. ګرېوان او ټايپ مې په اوښكو لامده شول.
استاد ازمون ادب او ژورنالیزم خور او ورور بولي. په ادب كې تخليق اوعاطفه
او په ژورناليزم كې رښتينولي، دقت او چټكتيا اړين ګڼي او ځيركتيا د دواړو
ګډه ځانګړنه بولي. د وګړو د پوهاوي،
د ذهنونو د روڼولو او
لارښوونې لپاره ادب او ژورناليزم دواړه ګټور بولي. هغه وایي:
”ژورناليزم د خلكو په پوهولو، ويښولو، د ذهنونو روڼولو، خونديتوب او هڅوونه كې د
پام وړ ارزښت لري، خو درېغه چې زموږ ژورناليزم د چارواكو، ډلو، ټپلو او ګوندونو په
ولكه کې دى او له دې امله له نړيوال
ژورناليزم سره د پرتلنې وړ نه دی
استاد ازمون وايي ژورناليزم پیغام او
ادب د کلام خوږلني ته لومړیتوب ورکوي، ځکه نو ژورنالیزم ډاګیزه خبره کوي. لکه که
یو څوک ناروغ وي، نو ژورنالیزم ورته وایي چې دا ترخه ګولۍ درته کافي او شافي ده او
له دې پرته بله چاره نه لرې، خو ادب ورته د
تریخوالي خبره نه کوي، په ډېره نرمه او خوږه ژبه یې د ګولۍ خوړلو ته هڅوي، کوښښ
کوي ګولۍ پرې وخوري، خو بې له دې چې د هغې په تریخوالي یې وپوهوي.
استاد ازمون وايي تر ژورناليزم په ادب كې ځان ارام احساسوم، ځكه ادب د ناستې
او ژورناليزم د ځغاستې كار دى. په ادب کې د زړه خبره له خپلې
خوښې سره سمه کولی شې یانې رنګ او روغن یې برابرولی شې، خو په ژورناليزم
كې به نېغه او سپينه خبره كوې چې دا هم سخته ده او هم خطرناكه.
ازمون صيب وايي چې ادب مې مسلک
او
ژورنالیزم مې بوختیا ده، ځکه انرژي او
ډوډۍ له ژورنالیزم پیدا کوم، خوشپې ژبې او ادب پالنې ته روڼوم.
استاد ازمون دا مني چې معیاري ژورنالیزم له سړي څخه د کار ماشین جوړوي، ځکه
د درې دقیقه یي راپور لپاره لس دولس ساعته خواري کوي، خو دا نه مني چې سړی ترې سرګرولو
ته هم نه وزګارېږي، ځكه ده
ورسره ۵۷چاپ او ناچاپ اثار لیکلي، ژباړلي، څېړلي او راټول
کړي. ګڼ سیمینارونه او نمانځغونډې یې
جوړې کړي او هم یې د نورو په غونډو او سیمینارونو کې ګډون کړی دی. په ختيځ،
ګهيځ، ولوله او نورو مستعارو نومونو یې رسنيو ته
بېلابېلې ليكنې كړي، خو دا هر څه یې د یو
منظم مهالوېش له مخې کړي دي.
استاد ازمون کاري
مینه، تسلط او برلاسی، سپېڅلتیا، دقت، رښتیاپالنه او پر وخت ځان رسول د یو خبریال
د بریا اصلي توکي بولي.
مركه د استاد ازمون د خوښې
ژانر دى او دا ورته د ټولو ژانرونو مور
اېسي. لومړنۍ زياتې مركې يې له سندرغاړو سره كړي او اوس یې د
مرکې تر څنګ فیچرونه هم خوښېږي، ځکه چې په فیچر
لیکلو کې د خیال د نیلي په ځغلولو او د رنګینه ژبې په کارولو د نورو خبري ژانرونو
په څېر بندیز نه وي او د ژبنۍ خوږلني په موخه د کلیمو په انتخاب کې شته ازادي یې
بله ښېګڼه ده.
استاد ازمون وايي د شپون صيب ژوندۍ خپرونې يې د طنز د خوږو، د داوود جنبش د مسكو د وخت
راپورونه يې د ژبنۍ خوږلنۍ او د اېمل پسرلي پیاوړی
ژورنالستیک منطق يې زيات خوښېږي. داوود
اعظمي او شېراغا كريمي هم د خپلې خوښې خبريالان بولي.
استاد ازمون دا مني چې په تېره لسيزه كې
افغاني ژورناليزم ډېر وغوړېد او خلك هم ورسره تر پخوا زيات بلد شول، خو لا هم د
ژورنالیزم په اوسني حالت قانع نه دی. نوموړى ځينې ډلې، ټپلې او تنظیمي څېرې د
ژورناليزم د ودې او پرمختګ د لارې لوى خنډونه بولي او وايي كه ژورناليزم د دوى له منګولو
ازاد شو، نو امید دی چې لوي بدلون به رامنځته
شي، داسې بدلون چې هم ژورناليزم خپله لاره
ومومي او هم ټولنې ته لوری ورکړي.
پر تازه کارو خبریالانو د ژمنتيا
سپارښتنه كوي او وايي چې بايد د چا د زر او زور
اغېز ونه مني. حقایق او رښتیاوپالي، تل ویښ، حساس او له خپل ځان سره واوسي او د
پېښو د خبري کولو پرمهال تر چټكتيا ځيركتيا تهارزښت
ورکړي، ځكه ډېر کله چټکتیا د تېروتنو لامل
کېږي. استاد ازمون په همدې تړاو وایي يو ځل په ننګرهار كې چاودنه
وشوه، له ما مه
واره نورو ټولو یې په اړه د ځانمرګي
بريد راپورونه وركړل، خو وروسته معلومه شوه چې بميچاودنه
وه او د پېښې په ځای کې پروت جسد چې خبریالانو پرې د ځانمرګي شک کړی وو په
حقیقت کې د پېښې قرباني وو، نو پوه شوم چې تر سرعت دقت زیات مهم دى.