د صبر امتحان

نظــــــــر چــــې واخلي زمـــــا ځان اخـلي
يار مـــــې بدل رانه ډيــــر ګــــران اخـلي
د يار قــــــامت د چــــا نظـــر وخـــــــوړو
د چـــــا لــــه سترګــــــو نه تــاوان اخـلي
زنګونه سر مـې يو ځل بيا ميلمه کـړه
خـــــزان مــــې بيا د زړه ارمــــان اخــلي
اشـــــــــنا غمــــــونو راته بيــــا وخــندل
زمـــــــــــــا دصــــــبر امتــــــــحان اخـــلي
غـــــــــم يې د زغــــــــم بنـــدونـــه ونړول
اوښکې مــې بيا حـــال دګريوان اخلي
پريږده چې ځارشي له خوږې مينې نه
ګــــــــڼه فـــــلک يې ډيـــــر ارزان اخلي
هغـــــــه پســـرلي دې له خزانه ځاريږي
چــــې شنې شيبې يې سره ګلان اخلي
ځـــــــــان به په خپله ځــــاروي له تراب
نن چــــــــــې قدم ورباندې وران اخلي