داختر دقربانئ دوجوب شرطونه

قربانی پدی شرطونو سره واجب کیږی
۱   ـ چی مسلمان وی په غیر مسلم باندې قربانی نشته

۲   ـ  چی مقیم وی په مسافر باندې قربانی نشته

۳   ـ  چی آزاد وی په غلام باندې قربانی نشته

۴  ـ چی بالغ وی په نابالغه باندې قربانی نشته

۵  ـ چی عاقل وی په لیونی باندې قربانی نشته

خو که دقربانی په وخت کی لیونئ روغ شو بیا قربانی پر واجب کیږی

۶   ـ  چی مالدار وی په غریب باندې قربانی نشته


بدایع الصنایع  ص ۶۳

ددې ذکر شویو شرطونو دقربانی په وخت کښی وجود ضروری نه دئ که دواجب کیدو دوخت په آخری حصه کښی هم په چا کښی دا شر طونه موجود شو نو په هغه قربانی واجبیږی همدارنګه که ددولسمی ذوالحجی دلمر پریوتو نه لږ مخکی یو سړئ مسلمان شو یا یو مسافر مقیم شو یا غلام آزاد شو او یا هلک بالغ شو او همدارنګه یا فقیر مالدار شو نو قربانی باندې واجبیږی او پدې کی سړئ او ښځه یو حکم لری

بدایع الصنایع  ص ۶۳


مسله


دمالدار نه مراد هغه سړئ دئ چی هغه دصدقه فطر دنصاب مالک وی یعنی دهغه په ملکیت کی اووه نیمی تولي سره زر یا دوه پنځوس نیمی تولي سپین زر یا دضرورت نه زیات څیزونه چی په دومره مقدار کی وی چی هغه په سپینو زرو یا په سرو زرو کښی نصاب ته رسیږی
نو همدې ته مالدار ویل کیږی قربانی باندې واجب ده


بدایع الصنایع   ص ۶۴


دقربانی څاروی

قربانی په دغو څاروو باندې کیږی ـ اوښ ـ غوا ـ میښه ـ ګډ  ـ
ګډه  پدې ډولونوکی دهر څاروی قربانی صحیح ده
که هغه نر وی او که ښځه لدې نه بغیر په بل  ځناور باندې قربانی نه ده
دقربانۍ داوښ عمر به کم تر کمه پنځه کاله وی دغوا  یا غوایی عمر به  کم تر کمه دوه کاله وی او دبزی یا پسه عمر به کم تر کمه
یو کال ضروری دئ البته که ګډ یا چیلۍ دومره  څربه وی چی په کتلو کی دیو کال معلومیږی یعنی که دا دیو کلیز ځناور و په مینځ کی ودرول شی
او بیا له لری ځایه څوک ورته وګوری
او هغه کتونکئ یی فرق  ونه کړای شی چی آیا دا یو کلن دئ او که نه نو همدغه ګډ یا چیلۍ که تر یوه کال کم وو  قربانی   کول یی جایز دی
خو له ګډ او چیلۍ ځخه بغیر په نورو ځناورو کی کم عمر جایز نه دئ


هدایه  ص ۴۴۹


دڅاروو عیبونه

پر دی څاروو  سره قربانی جایز نه ده

دکوم څاروی چی ښکر بالکل له بیخه وتلئ وی او همدارنګه دکوم ګډ یا چیلی چی پیدا یشی لکۍ نه وی همدارنګه پر ړانده پسه باندی قربانی نه صحیح کیږی همدارنګه په کاڼه پسه سره قربانی نه ده صحیح
چی دا کوڼوالئ یی ښکاره وی پر شل پوسه باندی قربانی نه کیږی
داسی شل چی دقربانی کیدو ځای ته  پخپله نه شی ورتلای
په بیمار پوسه سره قربانی نه ده صحیح داسی بیمار چی هغه بیماری یی بالکل ښکاره وی او همدارنګه په هغه پسه سره قربانی نه ده صحیح چی پیدایشی یی یو غوږ نه وی  په غوږ سترګو او لکۍ یی دریمه حصه معتبره ده یعنی که یی  دغوږ دریمه حصه نه وه یا یی ړندوالئ دری حصی موجود وو یایی دلکۍ دریمه حصه نه وه اخترئ نه په صحیح کیږی
که یی دا ستونزه تر دریمی صحی کمه موجوده وه بیا قربانی صحیح ده
دکوم پوسه چی غاښو نه نه وی یا ډیر غورځیدلي وی چی واښه نه شی خوړلای  پر هغه پسه باندی قربانی نه ده صحیح
پر کمزوری پسه سره قربانی نشته  البته داسی کمزوری
چی هډوکی یی ښکاره وی یعنی چی هډوکي یی له ورایه ښکاره کیږی
قربانی  نه ده په صحیح دکوم څاروی چی پښه پری وی قربانی نه ده په صحیح


عالمګیریه ص ۸۲۹۷  - ردالمختار ص ۳۳۳


که یو څاروئ دقربانی کولو دپاره راوستل شو خو په راغورزولو کی یی پښه ماته شوه مثلا بزه یی را وسته دقربانی  کولو کی یی پښه ماته شوه یا یی غوا راوسته له لاسه یی خلاصه شوه سترګه یی ووتله
او له هغه وروسته یی بیا حلاله کړه پدې صورت کی قربانی په صحیح کیږی


بدایع الصنایع ۷۶


دقربانی وختونه

دقربانی وخت دلسمی ذوالحجی دلمر ختلو نه  تر دوولسمی ذوالحجی تر لمر پریوتلو پوری صحیح کیږی پدې کی تر ټولو ړومبئ ورځ په درجه کی بهتره ده بیا دوهمه ورځ  او بیا دریمه ورځ د
دیولسمی او دولسی ذوالحجی په شپه هم قربانی کول جایز دی خوا داسی کول مکروه ده

عالمګیریه  ص  ۲۹۵


مسله

دښاریانو دقربانی دصحیح کیدو دپاره شرط دادئ چی داختر دلمونځ نه پس څاروي قربانی کړي اګر که دخطبی نه مخکی وی که په ښار کی دیو څه عذر په خاطر لمونځ ونه شو نو هم دی هغه قربانی دومره وروسته کړی چی  دلمونځ وخت تیر شی

الجوهرة النیرة  ص ۲۴۳

په مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ