ته مې رڼا يې

ته مې رڼا يې
د ژوند په تورتمونو کې
ته مې ځلا يې
د ستورو سترګکونو کې
ته رانه ورک شوې
چيرې لرې اسمانونو  کې
زانګې به تر تله
زما د فکر په ټالونو  کې
ما خو ستا لمنې ته
د خوښۍ څنډې نيولي وې
تا يې ځولۍ پريښوده
ټولې ژۍ دې ورڅيرلي وې
راشه يو ځل بيا
زما د زړه تر کوره راشه
راشه په خندا شه
د ماښام په تصويرونو کې
ته ما نه د ورکيدو تکل مه کوه
څومره که ځان ونغاړې
په لړو په ګردونو کې
ته شينکی نښتر يې
د پکتيا په لوړو غرونو کې
پاڼې به دې نا څي
زما د زړه په اميلونو  کې
ته مې رڼا يې
د ژوند په تورتمونو کې
ته مې ښکلا يې
د افق په سره رنګونو کې