ان سان سوچي

 ان سان سوچي د برما یا اوسني میانمار وتلې سياسي مشره او د نړۍ مشهوره سياسي څېره تر ډېر اوږده کورني بند وروسته د ۲۰۱۰ ز کال  د نوامبرپه 13 نېټه راخلاصه شوه.
 د بند نه تر خلاصون  وروسته یې، په نه ستړیکیدونکې انداز  سره  مبارزې ته دوام ورکړی؛ زیات سفرونه یې تر سره کړل  او د نړۍ له مهمو سیاسي څېرو سره یې لیدنې وکړې او  ښه هرکلی یې هم وشو.


یو تازه خبره دا دی، چې د میانمار اوسني  ولسمشر ویلي: که چېرې  خلک وغواړي چې ان سان سوچي دې د هېواد ولسمشره شي، نو دی به یې مخالفت  ونکړي.
نوموړې چې له 1989 کال راهيسې يې 15 کاله په کورني بند کې تېر کړی، د دموکراسۍ لپاره د ملي ګوند عمومي منشي وه او د 1990 کال ټاکنې يې په بشپړ اکثريت ګټلې وې، خو هغه ټاکنې د واکمنو پوځيانوله خوا باطل اعلان شوې او سوچي په کور کې بندي شوه . نوموړې ته د بند پر مهال حتی د دې اجازه هم ورنه کړل شوه، چې خپل ناروغ مېړه وويني اومېړه يې د دې له ليدوپرته سترګې له نړۍ پټې کړې. ان سان سوچي د جنرال ان سان، چې د معاصر میانمار پلار ګڼل کيږي، لور اودرېيم اولاد دی. نوموړې د 1945 کال د جون په 19 مه نېټه په رنګون کې، چې اوس ينګون نوميږي، زېږېدلې. 
ان سان سوچي تر خپل نيول کېدو وروسته ، په 1990 کې د (رافتو) جايزه او د فکر د ازادۍ لپاره د (سخاروف) جايزه او په 1991 کې يې د نوبل د سولې جايزه وګټله .په 1992 کې يې له هند څخه د نړيوال تفاهم لپاره د جواهر لال نهرو جايزه او د ونزويلا له حکومت څخه د (سيمون بولوار) نړيواله جايزه ترلاسه کړه.
ان سان سو چي خپل نوم د برما د خلکو په دود له دريوخپلوانو څخه اخيستی :(ان سان) له خپل پلار څخه، (سو) له خپل پلرني نيا څخه او (چي) له خپلې مور (خين چي) څخه. د نورو برمايانو په څېر هغه لومړی يا سرنوم نه لري.
جنرال ان سان د برما معاصر پوځ جوړ کړ او په 1947 کال کې يې له برتانيې څخه ازادي ترلاسه کړه. نوموړی په همدې کال کې دخپلوسيالانوله خوا ترور شو. ان سان سو چي له خپلې مور (خين چي) او دوو وروڼو(ان سان لين) او (ان سان او) سره لويه شوه. د هغې ګران ورور ان سان لين په اته کلنۍ کې دکور پر مخ ډنډ کې ډوب او مړ شواوبل ورور يې لومړی سان دييګو او بيا کاليفورنيا ته مهاجرت وکړ او د امريکې تابعيت يې واخيست. د لين تر مرګ وروسته د هغې کورنۍ (اېنيا لېک) ته لاړه او هلته يې د خلکو له بېلا بېلو پوړونو اومذهبونوسره اړيکي پيدا کړې. سوچي خپلې لومړنۍ زده کړې په انريزي لېسه کې ترسره کړې او هلته يې د ژبوپه زده کړه کې خپل استعداد وښود.سو چي د مذهب له مخې د تريويدا بودايي ده.
د سوچي مور(خين چي) په نوي حکومت کې د سياسي څېرې په توګه وځلېده. هغه په 1960 کلونو کې هنداو نيپال ته د سفير په توګه وټاکل شوه او سوچي هم ورسره لاړه اوپر کال 1964 کې يې په نوي ډېلي کې د سياست په څانه کې سند ترلاسه کړ. سوچي خپلو زده کړو ته د اکسفورډ په سنټ هاګ کالج کې دوام ورکړ او په 1969 کې يې په فلسفه، سياست او اقتصاد کې بي اې واخيسته. تر فراغت وروسته نوموړې د خپلې کورنۍ له يوه دوست سره په نيويارک کې واوسېده او درې کاله يې په ملګرو ملتو کې د بوديجې په برخه کې کار وکړاو هره ورځ به يې په دې برخه کې خپل راتلونکي مېړه ډاکتر (ميشل اريس) ته ليکنې کولې. اريس چې د تبتي کلتور يو عالم واو په بهر (بوتان) کې اوسېده ، له سوچي سره په 1972 کې واده وکړ ا ود دوی لومړی زوی الکساندر اريس پر کال 1973 په لندن کې وزېږېد او دويم زوی(کيم) يې په 1977 کې وزېږېد. وروسته نوموړې د لندن پوهنتون د ختيځو اوافريقايي مطالعاتو له پوهنځي څخه پر کال 1985 کې دوکتورا واخيسته. تر هغې وروسته يې دوه کاله د هندوستان د پرمختللو څېړنو په انستيتوت کې کار وکړ . 
سو چي په 1988 کې برماته ستنه شوه، لومړی يې د خپلې ناروغې مور پالنه او وروسته يې د دموکراسۍ غورځنګ رهبري پر غاړه واخيسته. د سوچي مېړه (اريس) په 1995 کې برما ته راغی او د وروستي ځل لپاره يې خپله مېرمن وليده ، ځکه چې تر هغې وروسته د برما ډکتاتوري حکومت ده ته هېڅکله ويزه ورنه کړه. په 1997 کې چې څرګنده شوه اريس د پروستات سرطان لري، ده بيا د برما له حکومت څخه د ويزې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه يې رد شوه. وروسته د ملګروملتو عمومي منشي کوفي انان او د مسيحيانومشر پاپ جان پاول 2 ، امريکې او يو شمېر سازمانونوله برما څخه غوښتنه وکړه چې اريس ته ويزه ورکړي، خو د برما ډکتاتورانو وويل، چې دوی نه شي کولی د هغه پالنه وکړي. وروسته د برما حکومت په مؤقت ډول سو چي له کورني بند څخه ازاده کړه ، خوسوچي له دې وېرې چې ښايي بيا يې برما ته راپرې نږدي له وتلو ډډه وکړه. اريس د 1999 کال د مارچ په 27مه نېټه د 53 کلوپه عمر مړشو. له 1989 څخه د عمر تر پايه اريس خپله مېرمن يوازې پنځه ځلې وليده. سوچي همداراز له خپلواولادونو څخه ، چې په برتانيه کې دي، هم جلا پاتې شوې ده. د 2008 کال په می مياشت کې د (سايکلون) په توپان کې د سوچي د کوربام راوغورځېد او برېښنا يې وشلېده او تر هغې وروسته سوچي د شمعې رڼا ته شپه تېروله . د 2010 کال د نوامبر په 13مه نېټه نوموړې له کورني بند څخه ازاده شوه.


سياسي ژوند: 
کله چې ان سان سو چي په 1988 کې د خپلې ناروغې مور د پالنې لپاره برماته راغله ، تصادفاً په همدې کال کې د برما پوځي ډکتاتور او د حاکم ګوند مشر جنرال (نې وين) دواک له ګدۍ څخه کوز شو. د ده له ګوښه کېدو سره د دموکراسۍ لپاره پراخې مظاهرې پيل شوې، چې په ډېرې سختۍ وځپل شوې.سوچي د نيم ميليون خلکو د يوه پراخ لاريون پر وړاندې ويناوکړه اود يوه دموکراتيک حکومت د جوړېدو غوښتنه يې وکړه. د همدې کال په سپټمبر کې نوې پوځي ډلې واک ترلاسه کړ او د همدې مياشتې په 24مه نېټه ان سان سو چي د دموکراسۍ لپاره د ملي ګوند بنسټ کېښود او دا يې د عمومي منشي په توګه وټاکل شوه.
سوچي د مهاتما ګاندي او تر هغې زيات د بودايي تعليماتو تر اغېزې لاندې د برما د دموکراسۍ لپاره کار پيل کړ ، خو د 1989 د جولای په 20 مه نېټه په کور کې نظر بنده شوه. سوچي ته د هېواد د پرېښودو په شرط د ازادۍ وړانديز وشو، خو هغې رد کړ.
د سوچي ډېره مشهوره وينا له وېرې څخه د ازادۍ وينا ده ، چې په دې توګه پيل کيږي: دا واک نه دی چې فساد رامنځته کوي ، بلکې وېره ده. د واک له لاسه ورکولووېره هغه څوک فاسدوي، چې واک په لاس کې لري او د متروکې د خوړلو له وېرې هغه څوک فاسديږي، چې د واک تابعيت کوي.
په 1990 کې د برما پوځي واکمنانو ټولټاکنې اعلان کړې، چې په هغې کې د دموکراسۍ لپاره ملي ګوند د ټولو رايو 59 په سلو کې او د پارلمان 80 په سلوکې څوکۍ ترلاسه کړې. د اصولو له مخې سوچي بايد د لومړي وزارت څوکۍ تر لاسه کړې وای، خوپوځي واکمنانو د رايو پايلې باطلې کړې او د واک له سپارلو يې ډډه وکړه. له دې سره په نړيواله کچه اعتراضونه پورته شول او سوچي بېرته په کورکې نظر بنده شوه. په همدې کال کې سوچي د سخاروف اود سولې د نوبل جايزه وګټله،چې زامنو يې د مور له خوا دغه جايزې واخيستې. سوچي د نوبل جايزې په 1.3 ميليون ډالرود برما خلکو لپاره يو تعليمي او روغتيايي بنسټ جوړ کړ.
د سياسي فعاليتونوله پيل څخه سوچي څو ځلې په کور کې بندي شوه،چې له 21 کلوڅخه يې 15 کاله په کورني بند کې تېر کړل. په کورني بندکې هغې يوازې دخپل کورني ډاکتر د ليدو اجازه درلوده او دګوند ملاتړي، خبريالان او نړيوال کتونکي يې له کتنې څخه منع کېدل. دکورني بند پر مهال نوموړې د فلسفې، سياست او ژوند ليکونوپه لوستو،چې مېړه يې ورته رالېږل، وخت اړولو.
په1994 کال کې په لومړي ځل د برما پوځي واکمن جنرال (تان شوې) له جنرال (خين نيونت) سره يوځای د سوچي کورته ورغلل اوهغه يې وليده.کله چې سوچي له کورني بند څخه ازاده شوه، دا څرګنده شوه چې که چېرې په لندن کې د خپلې کورنۍ ليدو ته لاړه شي ،بيا به برما ته د راتګ اجازه ونه لري. د خپل کورني بند پرمهال سوچي څوځله ناروغه شوه اوروغتون ته يوړل شوه.
سوچي څو ځله د قانون د هغې مادې له مخې چې حکومت ته له محکمې پرته تر پنځو کلوپورې د ځينو کسانو د بندي کولو واک ورکوي، په کور کې بندي شوه. د 2010 کال د نوامبر په 12مه چې کله د پوځي واکمنانو تر حمايې لاندې ګوند(د يووالي او پرمختياګوند) تر شل کلن ځنډ وروسته ټاکنو کې واک ترلاسه کړ،په سبا يې سوچي له کورني بند څخه خوشې شوه.
که څه هم د برما حکومت اعلان کړی و،چې دوی به سوچي تر ټاکنود مخه خوشې کړي څو په ټاکنو کې خپل ګوند منظم کړي خو په خپله به د کانديد کېدو حق نه لري ، مګر حکومت دا کار هم ونه کړاو دا يې تر ټاکنو وروسته خوشې کړه.اوس به وليدل شي ، چې سوچي به څومره ازاده وي او له نوي حکومت سره به څنګه چلند کوي.
سوچي د اروپايي هېوادو، شمالي اوجنوبي امريکې د هېوادو، اسټراليا اوهمداراز هند، اسراييل ،جاپان او جنوبي کورياپراخ ملاتړ له ځان سره لري. د 2007 کال په ډسمبر کې د امريکې کانرس د 0 پر وړاندې د 400 رايو په اتفاق سره ان سان سو چي ته د کانرس طلايي مډال تصويب کړ او دا لومړی ځل و، چې د امريکې کانرس داسې يو چاته چې په خپله بندي وي ، مډال ورکړ. په دې وروستيو کلو کې برما د سوچي د خوشې کولو لپاره دخپلو نږدې ګاونډيانو لکه اندونيزيا، فلپين، تايلنډ اوسنګاپور له خوا تر ډېر فشار لاندې راغلې او يو ځل خو ماليزيا حتی ګواښ وکړ چې برما به د (اسيان) له سازمان څخه وباسي. نورو هېوادونو لکه جنوبي افريقې، بنګلاديش او مالديو هم دهغې د ازادۍ غوښتنه کړې او ملګرو ملتو د برما حکومت ملي پخلاينې ته هڅولی دی. په 2008 کال کې دملګرو ملتو عمومي اسامبلې په برما کې د بشري حقونو وضعيت محکوم کړ او د سوچي د خوشې کولو غوښتنه يې وکړه. 
سوچي يوه ښه ليکواله ده اوشاخوا شل سياسي اثار يې ليکلي ، چې کابوټول چاپ شوي هم دي.