
په خوست ولايت كې د ځايي اوسيدونكو او كوچيانوترمنځ د شته ستونزو د حل په موخه درې ورځنى څيړنيز وركشاپ په 02.11.2008 نېټه پيل شو.
پدې وركشاپ كې پرلسګونو قومي مشرانو سربېره لوړ پوړو حكومتي چارواكو او د ملي شورا ځينو غړو هم ګډون كړى وو.
دغه درې ورځنى وركشاپ په خوست كې د قومونو اړيكوپه نوم د يوې نادولتي ادارې لخوا جوړ شوى، د نوموړي دفتر ځايي مشر محمد علي ځدراڼ وايي چې دا مهال د خوست په اوو ولسواليو او مركزكې د ځايي اوسيدونكواوكوچيانو ترمنځ د ځمكې پرسر دعوې او لانجې موجودې دي، ځيني وخت دغه لانجې په وسله والو شخړو او ښتي او دواړو غاړو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
كوچيان هڅه كوي چې په خپلو پخوانيو ژمنيو مېنو كورونه آباد كړي خو ځايي اوسيدونكي يې مخنيوى كوي او وايي چې كوچيان پدې سيمو كې يواځې د ژمي په موسم كې د كوچيانه په توګه ژوند كولاى شي.
د كوچيانو يوتن قومي مشر رمضان كوچى وايي چې دوى اوخوست مېشتو سلګونه كاله د ورورى ژوند كړى، او لدې وروسته هم يو له بل سره په سوله كې ژوند كول غواړي نو په همدې موخه له يوه بل سره مخامخ ناست دي او غواړي چې خپلو ستونزو ته د حل لاره پيداكړي.
د ځايي خوست مېشتو يوتن قومي مشر حاجي اسماعيل خان وويل چې كوچيان هم د همدې هيواد دي او بايد د دوى د استوګنې غم وخوړل شي او په خپله مناسبه اندازه دې په مناسبو ځايونونكې ځاى پرځاى كړل شي.
د ياده ولوده چې دې غونډې ته په قومي چاروكې د ولس مشر كرزي سلاكار وزير وحيدالله سباوون اوپه ملي شورا كې د خوست استازې هم راغلي وو.