
زرګونو خوست مېشتو د نوروز منګل او نور علي ځدران تود هر كلى وكړ.
دوى دواړه تېره ورځ خوست ښار ته په داسې حال داخل شول چې زرګونه سيمه وال يې د چارواكو په ګډون له ګلپوش موټرونو سره هركلي ته راوتلي وو.
د هركلي كوونكو اوږدې ليكې مخې ته غبرګ ډولونه وهل كيدل او ځوانانو ورته اتڼونه كول .
د خوست ښار د جرګو په تالار كې په همدې اړه جوړې غونډې ته خوست والي ارسلا جمال وويل چې دوى په هر هغه چا وياړي چې د افغانستان ملي بيرغ يې هسك كړى او افغانستان ته يې وياړ وربښلى خو په نوروز منګل او نورعلي ځدران ځكه ډېر وياړو چې دوى د دې سيم د كوڅو اوسيدونكي دي .
نوروزمنګل په خپله وينا كې وويل چې د خوست مېشتو لخوا تود هركلى وستايه او وى ويل چې دوى تل د خوست مېشتو لخوا هڅول شوي دي ،
ښاغلي منګل وويل (ټاكل شوي وه چې زموږ ټول ټيم خوست ته راشي خو ځينو بوختياو اجازه ورنكړه ،موږ د ټول ټيم په استازيتوب له خوست مېشتو مننه كوم ).
د المپيك امر عزيز ملنګ هم له خوست مېشتو مننه وكړه چې د اتلانو د هركلي په درنښت كې يې كارنده واخسته،
د غونډې په پاى كې خوست والي ارسلاجمال او خوست ښاروال انجنر سخي امير الله اميري ،منګل او ځدران ته د خوست ښار په لويديځه څنډه كې د يوې، يوې نمرې ځمكې د ملكيت سندونه او د خادم په نوم د يوه ساختماني شركت مشر سل زره افغانۍ وركړې او يو شمېر خوست مېشتو د درنښت پګړۍ ور په سر كړې،
د هركلي او غوڼدې پرمهال ګڼو لوبغاړو له ځانونو سره د كركټ د ملي ټيم پخواني كپټن ارواښاد رحمت ولي مسرور عكسونه له ځانونو سره ليږدول ،نوموړى څه وخت وړاندې په خپل كور كې خوست مېشتو بهرنيو ځواكونو و واژه .