
زموږ د سفر څخه یوه ورځ وړاندي مغازې ته ولاړم. ما غوښتل چی د تیارو جوړو شویو خوړو، د وچې میوې، پاور بار(یو ډول چاکلیټ چې مختلف وایټامینونه لري.ژ) د لیست د پوره کولو لپاره مرچ او مسله او نور ځانګړي ماد راواخلم.د ممپلي کوچ او د کافي را اخیستل هم ښه نظر و. ددواړه ځخه دوه لوی بنډل مې کراچی ته ورواچول. ګیټریډ(یو ډول نوشابه.ژ) د ټوباسکو چکني،په پنیرو غوړې شوې ډودی، او وچ شوي بسکټ هغه څه و چې ما له څان سره وړل. د هغه څخه وروسته درملتون ته ولاړم تر څو له ځان سره د سفر په خاطر مناسب دارو لکه سپرین، ابوپرافین او د ټوخي او زکام دپاره دارو واخلم. کله چې کراچي تقریبا ډکه شوه، نو بیا پدې وپوهیدم چی له ځان سره د سامان لیږدول خو محدود دي. ما له ځان سره وویل چی زه خو جنګ ته روان یم نه د سیاحت دپاره نو یو څه سامان مې وروګرځا وه. بيټسي( د لیکوال میرمن) او خپله ما په هغه ماښام ډیره کمه ډوډی وخوړله او د تیرو دریو شپو د سفر لپاره د تیاری نیولو له امله بیټسي هم ناراحته شوې وه. زما د دوو ورځو د سفر د راوړاندې کیدلو دغه اور ته تیل نور هم ورزیات کړل( لیکوال دلته د خپلې کورنی د ناراحته کولو منظور دی، ژباړن) دا ځل اوښکې وې خو غوسه نه وه. بیټسي وویل چی ولې ځان په خطر کې اچوې. تا خو دغه هېواد ته له دیرشو کالونو زیات خدمت کړی ولې پدې اخر کې غواړې چی افغانستان ته ولاړ شې؟ ما غوښتل چی په ارامه او مینه سره ځواب ورکړم. په پخلنځي کی د واشنټن پوسټ اخبار و او په لومړی مخ یی د اور ضد ریاست یو مامور چې یونیفارم یی درلود، عسکري سلام یی کړی او په مخ یی اوښکې روانې وې. ما اخبار راوخیست او ورته مې وویل: ګرانې دغه انځور ته وګوره،ځکه زه افغانستان ته ځم. چا چې دغسې ناوړه کار کړی دی ، غواړم چې هغو ته سزا ورکړم. موږ ټول دغه درد احساس کوو. پخپله د تصمیم څخه علاوه، زه د دغه دندې دپاره مناسب سړی یم. زه په رښتیا سره کولای شم چی ښه دنده تر سره کړم او که چیرې زه دغه دنده ونه کړم، زه به په راتلونکې کې هغه څوک نه وم چی له چا سره تا مینه کوله یا له چاسره چی تا ټول ژوند په یو ځای کار کړی و. زه باید لاړشم. میوري( نوم) شپږ ډیجیټل یا کمپیوټري کمرې او شپږ کوچنی لاسي مخابرې هم واخېستې. ریک د ترانسپورټ تیاری نیولی و. د ډاورډیلویر څخه باید راتلونکی ماښام د سیپټیمبر په ۱۹ موږ حرکت کړی وای. د ګروپ نور غړي میوري، پاپي او سټان به د ځمکې له لارې ډور(ځای نوم) ته راتلل. زه او ریک باید ماسپښین ډور ته تللي وای. تر څو موږ ته د ماموریت په باره کې اخري مالومات او هدایت شوای وی. زمونږ ټول شیان به همغه شپه جرمني ته انتقال کیده. کله چی CTC یا د تروریزم په وړاندې د مبارزې مرکز خلاص شو، ما ورته تلیفون وکړ تر څو هغه پیسې تیارې کړي او دوی هم اطمنان راکړ چې د سپټمبر په ۱۹ د ورځې په ۱۱ بجې به تیارې وي.
کریس هم فرانکفورټ،جرمني ته د سفر دپاره په خپلواکه توګه سفر کاوه او هغه ته ویل شوي و چې د امریکا په نظامي هډه کې هلته زمونږ سره وګوري. ډاکټر هم له پخوا څخه په تاشکند کې مونږ ته انتظار و. زمونږ افسرانو خبر راکړ چې ازبکستان ته زمونږ سفر د اوزبک حکومت لخوا تصدیق شوی دی. افغانستان ته د اجازې په باره کې تر اوسه کوم مالومات نه و. د ۱۹ سپتمبر پورې مې یوازینی شی چی له یاده نه وت، هغه د د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو د برخې غړی ریک د تیرو دوو ورځو د ډالټه فورس( ځانګړې ډول ځواک.ژباړن) له قرارګاه چې په فورټ براګ( ځای نوم) کې ده، او د امریکا مرکزي قوماندني یا Centcom چې په ټا مپه فلوریډا کې ده، تماسونه ونیول ترڅو هغوی ته ددغه ماموریت د اهمیت او د ځانګړو عملیاتو د څانګې د موږ د ګروپ سره په همکاری باندې ټینګار وکړي. موږ ته د حیرانتیا خبره دا وه چې که څه هم چې د ریک تماس د ځانکړي څانګې مامورین لیواله کړل، خو دوی په خپل منځ کي پدې بحث درلود چې څنګه او څومره کسان به افغانستان ته لېږدوي. پوځ پدی بحث کاوه چی ایا دوی د ډلته (ځانګړی ځواک) که نور ځانګړی ځواک د لومړی کرښې شاته د طالبانو په وړاندې او د شمالي ټلوالې په مرسته واچوي او ایا د ژغورنې او مرستې چورلکې په پنج شیر کې ځای په ځای کړي؟ ایا د اردو ځانګړی ځواک د شمالي ټلوالې سره یو ځای په لومړی کرښه باندې د طالبانو مرکزونه د بمباری دپاره په نښه کړي؟ د هواییی ځانګړې مرستې ګروپ په سر هم بحث را ولاړ و. هغه ځکه چې په پنج شیر کې کومه هوایی مرسته د هغه کسانو دپاره چې هلته ځای په ځای کیدل، موجوده نه وه. د شمالي ټلوالې د ممکنه ماتي په صورت کې به ټول ځواک په دره کې( پنج شېر.ژباړن) له منځه ولاړ وای. د بحث په اخر کې پدې سره یوه خوله شول، چې هیڅ د ځانګړو عملیاتو ګروپ د زامې ماتوونکي ګروپ سره پنج شیر ته نه لیږل کیږي او یوازینۍ رسمي دلیل ددغه پریکړې دپاره د هوایی ژغورنې د ګروپ نشتوالی و. دغه ماښام هم ډېر اوږد ماښام و او ما د دریم ځل دپاره خپل سامان سره ټول کړ او هغه سامان چې ددغه سفر دپاره افراط ګڼل کیده، له خپلو بکسونوڅخه لرې کړ. بیټسي د تلویزیون ته په کتلو باندې بوخت وه او په ۱۱ بجو ویده شوه.زه هم د هغه وروسته زیرزمېنی ته ولاړم او په کمپیوټر مې خپل وروستنی میراث وصیت نامه ولېکله. د لیکلو سره سم ددغه ماموریت د خطر او د نه راګرځیدلو احتمال سترګو ته ولاړ و. موږ پدې نه پوهیدو چې په پنج شیر کې به له څه سره به مخامخ کیږو. ځکه چې طالبان په شمالي ټلوالې باندې د مسعود مړینې وروسته په منفي تاثیر باندې پوهیدل.
ایا شمالي ټلواله به د یوې ځواکمنې حملې مقاومت ولري؟ که څه هم چې په افغانستان کې د ځمکې لاندې د ماینونو له امله هر کال په زرګونو خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. د سختو او ځیږو غرونو د خرابو او جنګ ځپلو سړکونو، د بې تجربه موټروانانو له امله په سلګونه خلک خپل ژوند د لاسه ورکوي نو د ددې دپاره یوه مناسبه وصیت نامه لیکل اړینه وه. زه هم په زیرزمینی کې په ساعتونو کیناستم. علاوه زما د جایداد د ویش څخه بیټسي، زما مور، زما ماشومان او زما خور ډونه ټولو ته مې د مینې اظهار په جلا ډول په پاڼو کې ولیکه، په پاکټ کې مې بند کړل او پرې ومې لیکل چې: یوازې زما د مرګ وروسته باید دغه پاکټ خلاص شي.