دزړۀ درد

دمطرب رباب په غوږ کې مې شرنګيږي
شاوخواته موسقي ښکلې غږيږي
خو زما زړګی غمجن اوډېر خپه دی
دهېوادپربرخليک مې لوبې کيږي
چې هرڅومره خوشحالي نيسم زړګي ته
ددنيا په هېڅ يو شي نه خوشحاليږي
ظالمانو نری رنځ راته راوړی
دطبيب په دواګانو نه جوړيږي  
دافغان په خاوره جوړه قتل ګاه ده
نړيوال يې په وژلونه مړيږي
پېغلې کونډې ، ډېرې ميندې شولې بورې
هره لوټه هره لوېشت مو بمباريږي
عجيبه شانې يوه لوبه ده روانه
داول نه پښتون ضده احساسيږي
په دې سيمه يو ناروين دی راګډ شوی
دواړو خواوو ته پښتون پکې قتليږي
لوی ښامار دڅو سرونو دی راغلی
سره اورونه يې دپښتون په کور توييږي
باجوړ کله وزير کله خوست دی
دهلمند بچي هم وينو کې لمبيږي
دتوپونو راکټونو پرې باران دی
کور اوکلی تورو خاورو سره هواريږي
په معصومو بچو هم رحم ونشو
خپل ټاټوبی هديرو باندې بدليږي
ظالمانو بمبارونه داسې کړي
بورې  ميندې په سرو سترګو ژړيږي
دشينوارو سيمې داسې بمباري شوې
ډېر بمونه يې  ودنوکې لګيږي
دبمباريو انتها نشته عالمه
په شينډنډکې په سلهاو خاورې کيږي
دپښتون دورکيدو عزم دی شوی
دناټو ظلمونه کله به ودريږي
چې نيکه زما، د ملکه و شړلی
نن بېدرغه هديرو باندې ګرځيږي
دا ﻻ څه کړې بل طرف ته خپل طالب دی
ای اس ای ته دپښتون په ضد جنګيږي
نه پوهېږم چې داڅنګه دسيسه ده
دايران که د ای اس ای نه ديکته کيږي
دکاسې ﻻندې پرته هم نيم کاسه ده
امريکاسره ای اس ای او القاعده صرف پوهيږي
په نامه دې القاعده او طالبانو
دافغان ولس په درد نه خپه کيږي
دښوونځيو سوځول يې يوازې نه دي
بلډوزر باندې له څېرمه رانړيږي
سوله ساتي يې په سترګو تماشه کړي
مخنيوی کې يې له ځايه نه خوځيږي
نه پوهېږم داڅرنګه طالب دی
دای اس ای سره هرکار کې څرګنديږي
دای اس ای په اشاره يې وطن وران کړ
خپل پښتون باندې هېڅ وخت نه رحميږي
درسوخ او دمعارف خلک مې نيسي
په نامه دجاسوسانو حلاليږي
چې اسلام مو مونږه راوستلی
دکافر ټاپه هغوی له خوالګيږي
بل خواګوره دايران ظلم له ﻻسه
دکينې او حسده نفس خيږي
دپښتوژبې امحا ته يې ملا تړلې
دافغان کلتورامحاته هوسيږي
دروسيې به درته څه کوم خبرې
په سياست کې دپښتون پرضد دريږي
دپخوا نه ېې پرضد توطيه ګر دي
تجزيې خيالونه يې زړۀ باندې وريږي
اقليت سره په لمسون کې تل ملګري
نيت دا دی ، چې پښتون به ﻻندې کيږي
يوستم نه دی ، چې ويې وايم ملګرو
له هرخوانه لکه تندر راغورځيږي
پښتنوکې داسې مشرپيدا نشو
واقعي چې خپل ولس باندې درديږي
مشران مو صرف دجيب په فکرکې تللي
دډالرو دکلدارو سره لوبيږي
څوک جاسوس دې امريکاشو زما وروڼو
څوک جاسوس د ای اس ای سره خنديږي
څوک جاسوس دروسيې او کي جي بي
ځينې ځينې دايران ډول ته ګډيږي
د مودو نه يوه پوښتنه مې ده زړۀ کې
خدايه کله پښتانه به مو سميږي
نه پوهيږم دغه جنګ دی چا راوړی
پښتنوباندې په زوره تحميليږي
خدايه رحم په افغان ولس وکړې
بياترکومه مرګ کومې ته لويږي
راځئ راشئ اتفاق ځان کې پيدا کړو
پښتانه به نور ترڅوپورې کړيږي