
د سپټمبر د اوولسمې پر سهار د ساډ يا د ځانګړو فعاليتونو د څانګې له لوړپوړو مامورينو سره کښيناستلو چې د لیږدونې د تيارۍ په اړه ورسره خبرې اترې وکړو. زموږ د مأموریت او راسره توکودڅرنگوالي په پام کې نیولو سره چې موږبایدله ځان سره اخیستي وای زموږ د لیږدونې لپاره په گډه د امریکې پوځي الوتکه او یوه کرایه شوې الوتکه په پام کې ونیول شوه. دلیږدولو دچارو پازوال مأمورچې زموږدعلمیاتودغه چارې یې سمبالولې وویل چې د سفردلومړي پړاولپاره به مو دامریکې دپوځ د سي پنځه ای ډوله الوتکه ترټولو ښه وي چې په عادي مهال ویش سیمې ته الوتنه کوي او زموږ ډله او توکي به په دلاوري کې د دوور له پوځي هوايي ډگر څخه د جرمني تر فرانکفورته پورې ولیږدوي. له هغه ځایه موږباید دامریکې دپوځ ترڅارلاندې نورې اسانتیاوې وکاروو. له همدغه ځایه موږ باید ایل ۱۰۰ چارتر الوتکه (د سي ۱۳۰ ملکي ډوله کارگو الوتکه) ونیسو چې دازبکستان ترتاشکند ه پورې په کې ولاړ شو.
له فرانکفورټ څخه ترازبکستانه زموږ د الوتنې وخت، د ازبک حکومت دهوايي کرښې دوخت پر ټاکلو او هوایي اجازې پورې تړلی ؤ. په تاشکند کې زموږ د سي اى اي افسرانو ډير ه هڅه کوله چې د ازبک حکومت هغه راپورته کړاي شوي بيوروکراتيک خنډونه هوار کړي چې گڼې اوزبک حکومت نه غواړي د هغوی هیواد دې دیوې اډې په ټوگه د سي اى اي د پرسونل له خوا افغانستان ته د ننوتلو لپاره وکاورل شي. که څه هم د امريکې حکومت د ازبک له حکومت سره ډيرې ښې اړیکې درلودلې خو دغه سياسي حساسيت چې ددغه مأموریت دتر سره کولو لپاره دې دازبکستان خاوره وکارول شي باید حل شوي واى. دلته موږ د روسېې د حکومت مرستې ته چې پرازبک حکومت یې پیاوړې اغیزه درلودله ، اړتیا درلودله . موږ ته ډاد راکړل شوچې که اړینه وگڼل شي نو ولسمشر بوش به له روسي مشر پوتین سره اړیکه ونیسي چې راودانگي.
موږ د چورلکي په اړه نور معلومات هم ترلاسه کړل. چورلکه په روسیې کې د درندو کارونو لپاره جوړه او د پوځیانو او پوځي توکیو د وړنې راوړنې وړتیا یې درلودله او سي اى اي (د امریکا څارګره اداره) څو کاله وړاندي پېرودلې وه او د سي اۍ اي کارکوونکي یې شمالي افغانستان ته له احمدشامسعود سره دليدني لپاره لیږدول. که څه هم چورلکه نوې نه وه خو له تخنيکي پلوه په نوې په خپل سرکارکوونکې تیکنالوجې سمبال شوې وه .ددغه تخنیکي نویز په پام کې نیولو دغه چورلکه په سيمه کي تر ټولو ښه چورلکه وه. موږته خبرراکړ شو چې د سي آی ای دوه د چورلکو پيلوټان تاشکند ته په لاره ول او يو د ميخانيک دډ لې مشر له بلې لارې را روان ؤ چې په تاشکند کې به له پیلوټانوسره یوځای شي.. چورلکه به دسپتامبرپه ٢٠ يا ٢١ چمتو او د الوتلو لپاره وازمويل شي. په تاشکند کې زموږ افسران ډاډه ول چې د ازبک له خاوري څخه زموږ د پلي کېدلو په وړاندې راپورته شوي خنډونه به ژر لیرې شي. خو د گاونډي هیواد تاجکستان د حکومت ددریځ په اړه هیڅوک ډاډه نه ول چې هغوی به څه غبرگون له ځانه څرگند کړي . زموږ لپاره تر ټولو ښه اویا لږ ترلږ خوندي لاره له ازبکستان څخه نیغ په نیغه د ختيځ په لورد غرونو په سر د تاجکیستان دوشنبې ته الوتنه وه. په دوشنبه کې مو کولاى شوای چې تيل واچوو او له هغه ځايه نیغ په نیغه سویل لورې افغانستان ته والوځو. په دغه ډول به موږ دافغان هغه هوایي تشیال (فضا) ته ننوځو چې د شمال ټلوالې په ولکه کې ده اود طالبانو له شوني هوایي ضدغبرگون څخه به په څه ناڅه ډول خوندي اوسو. طالبانو له اوږو څخه توغول کېدونکي هر ډول هوايي ضد توغندي درلودل او ان دیوه بې تجربې توغندي ویشتونکي لپاره دداسې یوې الوتکې ویشتل چې په ورو ورو گړندیتوب خوځښت کوي آسانه کارؤ.
له بده مرغه له تاجکستان سره زمونږ اړیکې دومره ښې نه وې . د څو تیرو کلونو په اودږدو کې په
تاجیکستان کې د نږدې او کارپوهنیزو (مسلکي) اړیکو دټینگولو په اړه دسي آی اې
هڅې له تیروتنو سره مخامخ شوې وې ځکه په دوشنبې کې د بې قانونۍ اوپه سړکونو کې د تاوتریخوالي کچه دومره لوړه شوې وه چې زموږ مأمورینو ته یې اجازه نه ورکوله چې ان دیوې یا دوه ووورځولپاره له هغه ځایه لیدنه کتنه وکولای شي. سره له دغه هم، موږ له تاجک حکومت سره لومړنۍ بنسټیزې کاري اړیکې درلودلې او د سي ای اې له خوا به یولوړ پوړی مأمور وګومارل شو چې دوشنبې ته په مېاشت کې یو ځل دڅو ورځو لپاره سفر وکړي او هلته له څارکښو څانگو سره وگوري ترڅو داړیکو کړکۍ پرانیستلې وساتل شي . دغه افسر باید دوشنبې ته سفر کړای وای او له هغه ځایه یې زموږ د نیغ په نیغه یا ترانزیت تیرېدلو په اړه مرسته کړې وای اوباید ورزیاته کړم چې تر ټولو اړینه دا وه چې دغه مأمور باید تاجیکان داسې همکارې ته لیواله کړي وای چې که زموږ مأمورین هرڅه وپېري باید په پېرودلو کې له هغوی سره مرسته وشي .
که چیرې دننوتلو لپاره د تاجیک د هوایي تشیال په کارولو نه بریالي کیدلای موږ اړ وو چې نیغ په نیغه له تاشکند څخه سویل لورې دطالبانو ترولکې لاندې هوایي تشیال ته ننوځو او بیا څو سوه مایله ختیځ لورې بیا هم د هغوسیمو پرسروالوځو او پوهیدلو چې په دغو سیمو کې هم طالبانو هوایي ضددفاعي توکي ځای پرځای کړي دي. په دغو سیمو کېدای شوای چې څوځایونوراداردرلودل او موږ کولای شوای چې د بریښنایي تکنالوجۍ په مرسته هغه په نښه کړو خو ورڅخه تیښته اودځان ژغورل ناشونی ؤ.
په پای کې زموږ مأمور د شمالي ټلوالي له استازي سره په تاشکند او دوشنبې کی وکتل. دڅوکلونو په اوږدو کې سي ای اي له هغوی سره اړیکې درلودلې او بیا هغوی په خپل وار د پنجشیر په درې کې د شمالي ټلوالې له سرمشریزې ډلې سره په اړېکه کې ول. موږ ته ډاډ راکړل شو چې زموږ ډلې ته په پرانسیتلي تندي ښه راغلاست ویل کیږي او د شمالي ټلوالې سرمشریزه ډله په پنجشیر کې زموږ د ډلې شتوالي ته په ډیره مېنه لېواله ده.
د امتیاز په توگه د شمالي ټلوالې دچورلکو یو کارازمیلی پیلوټ به هم زموږپه چوپړ کې وي چې په تاشکند یا دوشنبې کې به زموږ له ډلې سره یوځای شي ترڅو دلارې په اوږدو کې زموږ پیلوټانو ته د لارې په موندلو او دالوتنې په اړه سلا ورکړي. موږ بایدخپلې ټولې چارې د شمالي ټلوالې د همدغو استازو لارې سمبال کړې وای او موخه داوه چې موږباید پرډاډ د شمالي ټلوالې سرمشریزه په کړۍ کې زېندۍ وساتو.
هرڅه یو پرپل پسې په سمه توگه پرمخ تلل. پاپي سهار ناوخته له دوه کراچیو سره چې له بکسونو ډکې وې راغی دغه توکي زموږ له مرکزونو سره د اړیکو د نیولو زړه بلل کېدل او دهغو په مرستې کو کولای شوای چې دډلې له غړیو او د سي آی اې له ټولو سټیشنونو سره خوندي اړیکې ټینگې کړو.
انډیوالانو د سفر دپاره تیاری نیولي. پاپي په همدغه ورځ دوه کراچی چی د سفر د سامان څخه ډکې وې، راوړلي. دغه دوه کراچی سامان زموږ دپاره ډیري حیاتي وي پدې منظور چی په دغه کراچیو کی هغه سامان و چی موږ د هغه په واسطه کولای شول چی د قرارګاه او د ګروپ د غړو سره خوندي تماس ونیسو. پاپي د بکسونو په خلاصولو بوخت شو که څه هم چی دغه سامان پاپی ته د سپارلو وړاندي څو ځله په ساحه کي د استعمال وروسته معاینه او ترمیم شوی و. په سامان کی کوم ښکاره تخنیکي مشکل نه تر سترګو کیده خو دویمه معاینه ددی دپاره اړینه وه چي په افغانستان کي د خرابیدو وروسته د پرزو پیداکیدل ناممکن و.
پاپي همدارنګه څو ډوله سټلایټ تلیفونونه راوغوښتل تر څو وکولای شو د قرارګاه او د ضرورت په وخت کي د نجات له ډلې سره په خوندي ډول تماس ونیسو. زمونږ ګروپ ته د ژغورني د ډلي سره په مخصوص ډول د اړیکو د ټینګولو زده کړه ورکړل شوي وه. په تلیفون کی مي د یو ساعت د غږیدو وروسته د شمالي ټلوالي دپاره بدیجه تصدیق کړه. پایسي هغه یوارینی انرژي ده چي په افغانستان کی کارونه سرته رسولای شي. ما د پایسو د غوښتلو موضوع د کاپر دمرستیال، بین سره وڅیړله او په دریو ملیونو ډالرو باندي هوکړې ته ورسیدو. د ډیر وزن له امله ما کولای شول چی یوازې دری ملیونه ډالرپه یو ځل له ځان سره ولیږدوم. زه د پخوانی تجربی په اساس پوهیدم چی دری ملیونه ډالر په هغه کوچنیو بکسونو کي نه ځاییږی کوم چی مافیا له په فلمونو کي له ځان سره وړي. ددی دپاره چی موږ باید د سفر دپاره په څو ورځو کي چمتو وای، نو د تروریزم ضد له ریاست سره مي تماس ونیوه او د هغو څخه مې نقدې پایسي وغوښتلي هغوی اطمنان راکړ چی پایسی به د ۱۹ سپتمبر په سهار تیاروي.
سټان چی د میوري څخه یی د لنډ وخت دپاره د هغه د لوجستیک دندي مسولیت په غاړه اخستی و، راپور راکړ چي زمونږ د ګروپ دپاره وسله هم تیاره ده او ویی وویل چی د ځانګړو فعالیتونو د فرقی منسوبین دغه مسولیت په غاړه لري. د ځانګړو فعالیتونو فرقه (SAD) په نړیواله کچه وسلو ته د لاس رسی لري. موږ ته لس داني کلاشینکوف او ۹ ملی متره په مختللي اتومات تو پانچی هم راکړل شوي. ددغه وسلو دپاره د مهمات، بندونه او د پاکولو سامان مو هم راواخیستل. سټان د ځان سره دګروپ دهرغړي لپاره يو،يوGPS ( هغه اله چی موقیعت پیژندنه کوي) اويوه،يوه قطب نامه راواخیستل.
زما دپاره د حیرانتیا وړ د امریکا د هوایی ځواکو هغه ځانګړي نقشې وې چي سټان له ځان سره را اخیستي وي، دغه نقشي زموږ د عملیاتو د سیمي وي،هره نقشه د اوبو ضد له ټوټو څخه جوړي شوې وه ،چي د اړتیا په وخت کي د کمپلې ، د خښاك اوبود پاره د لوښی او د زخم لپاره د پټۍ په توګه كارولۍ شوه. پرلومړنيومالوتوسربېره يې زیات شمیر حیاتي مالومات هم درلودل لکه له اورلګيت پرته د اور بلول ، د اوبو پیداکول او د بیړني وخت لپاره او د بيړنيوطبي مرستو لارښود هم پکې شتۀ و.
ماښام شپږ بجي ناڅاپي ټلیفون په لړزه کړم ROD وویل چې د ساډ ( ځانګړو عمایاتو فرقه) مشرتابه د خپل دفتر څخه څو شیبي وړاندي راوتلی و او خبر دا و چي زمونږ ګروپ د سفر نيټه د پخواني ټاکل شوي نیټيی څخه راوړاندې شوه.
راډ وویل چې ددغه امر څخه سر غړونه ځکه نشو کولای چی د امریکا ولس مشر د سي ای اې مشر د فشار لاندي راوستلی و او هغه هم ورسره وعده کړي وه چی دغه نیټه راوړاندي کړي. د اړتیا وړ سامان د راټولو دپاره زموږ سره پوره وخت نه و.
موږ په بیړه سره د سفر دپاره تیاری نیول پیل کړل او هغه لومړني شخصي مواد چې ډیر اړین و، موږ درلودل. هغه شیان چې موږ تر اوسه د هغو په لټه کي و، هغه به مو یا په لار کي اخیستل او یا به یی د غوښنتي په صورت کي رالیږل کیده. موږ ټولی شخصي دندي تر اوسه نه وې بشپړی کړې( لیکوال دلته د وصیت نامي له لیکلو څخه منظور دي) ددی دپاره چی زمونږ په نه موجودیت کي زمونږ میرمنو د کورنیو او د ماشومانو مسولیت په غاړه اخیستلای شوای، نو موږ باید وصیت نامي لیکلي وای. مونږ پدی نه پوهیدو چی څه وخت اوایا کله به هم کورته ژوندي راوګرځو؟
موږ د خپل لنډ مهاله دفتر څخه د کور په لوري روان شوو تر څو پاتي مهم کارونه سرته ورسوو. د نورو شپو په څېر تر نا وخته بوخت وم