بسم الله خان محمدي

 
2.09.2012
شيبه مخکې د ولسمشر حامد کرزي د حکم سره سم، د نوي وزيرانو لست معرفي شو، چې د اعتماد رايو تر ﻻسه کولو وروسته به په رسمي توګه په دندو پيل وکړي. دغه لست په دې ترتيب و:
·        د کورنيو چارو پخوانی وزير بسم الله خان محمدي د دفاع وزير په توګه.
·        لوی پاسوال مجتبی پتنګ، د کورنيو چارو وزير په توګه.
·        د کابل پخوانی والي حاجي دين محمد د سرحداتو وزير په توګه.
·        د سرحداتو وزير اسدالله خالدد ملي امنيت د رييس په توګه.
ښايي زما په څېر ډېر نور هېوادوال هم دغه پرېکړې نه وي حيران کړي ځکه، يو خو دا اوازې له څو ورځو راپديخوا خورې وې او بل کله چې د شمال ټلوالې د جنګسالارانو د ګټو اوازې وي، ښاغلی ولسمشر يې هرو مرو په حقيقت بدلوي.
د ولسمشر کرزي يو پرنسيپ اوس په افغانستان کې په يوه عام قانون بدل شوی، څوک چې جرم وکړي او يا سلب اعتماد شي، هغه نازول کيږي او ارتقاع ورکول کيږي.
که چېرې د دفاع وزير په توګه بسم الله خان او د کورنيو چارو وزير په توګه مجتبی پتنګ د اعتماد رايې تر ﻻسه کړي، نو دوه مهم او کليدي وزارتونه به د شمال ټلوالې ﻻس ته ورشي.
ښايي ډېر خلک به فکر کوي، چې د وزير په توګه د بسم الله خان بيا معرفي کول به ولسي جرګې ته سپکاوی وي خو يقيني خبره دا ده، چې دا د ښاغلي مارشال فهيم پرېکړه ده او ښاعلی ولسمشر د ويټو حق نه لري.
دا به له اټکل نه ليرې وي چې ښاغلی ولسمشر کرزی دې دېته ليواله  وي، چې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې، چې د ده ورور قيوم خان کرزی ځان کانديد وي، شمال ټلواله دې داسې مهم وزارتونه په واک کې ولري؛ خو دغه بيچاره ولسمشر ناچاره دی او د داسې يوه بدمعاش مارشال زور نه لري. ځينې خلک شک کوي، چې ښايي مارشال صيب سره د ولسمشر ځينې داسې اسناد يا ويډيوګانې موجودې وي، چې ښاغلی کرزی يې د مارشال هر امر ته تابع کړی دی.
ښاغلی ولسمشر يو چانس لري، چې د ولسي جرګې يو زيات شمېر وکيلان په دې قانع کړي، چې دوی ته د اعتماد رايه ورنکړي؛ خو دغه د بيچاره ولس استازي هم بيچاره دي او ښايي هغو پيسو ته ټينګ نشي، چې د مارشال صيب د ډلې لخوا يې ويشل ﻻ د مخه په سخاوتمندانه اندازپيل شوي.
د بسم الله خان محمدي په ټاکل کيدو سره يوه ګټه دفاع وزارت ته رسيدلی شي او هغه دا، چې کيدی شي هغه يو ويشت موټر، چې د دفاع له وزارته کورنيو چارو وزارت ته وړي وو بېرته له ځانه سره انتقال کړي.
وخت ته اړتيا شته او ګورو به، چې شمال ټلواله په خپلو پلانونو کې څومره کاميابيږي. يوه خبره څرګنده ده، چې بيا په افغانستان کې هغه تيروتنه تکراريږي، کومه چې د ډاکتر نجيب د حکومت په مهال شوې وه او د ده د حکومت د نسکوريدل يې پايله وه.
ژوندليک:
بسم الله خان محمدي په کال 1961ز کال کې د پنجشير په دره کې زېږيدلی، په خټه تاجک او د پلار نوم يې غوث دين دی. د ويکيپېديا انګريزي برخه کې کښل شوي، چې نوموړی د امام ابوحنيفه مدرسې څوارلسم پاس دی او د حزب دموکراتيک خلق د پرچم ډلې پخوانی غړی دی او پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته نوموړی له احمدشاه مسعود سره يو ځای شو.
د بسم الله خان محمدي ژوندليک څو ډوله خپور شوی دی او په هغه کې د پاملرنې وړ دا دي، چې د ده په ژوند ليک کې تناقض موجود دی.
 د ده په ژوند ليک کې ليکل شوي دي ، چې په شپاړس کلنۍ کې جهاد ته تللی؛کله چې په ملي اردو کې د تعليم تربيې او نورو معيارونه مطرح شول نوموړي بيا وويل ، چې ليسانسه دی .
  دی وروسته ادعا کوي ، چې د جمعيت له پوهنتون څخه ، چې د پېښور په بډه بيره کې دی، فارغ شوی  خو په خپله هېڅ کله پېښور ته نه دی تللی .په دې توګه يې ځان د وزارت له معيارنو سره عيار کړ او فاکولته پاس شو په داسې حال کې ، چې له دولسم ټولګي نه هم نه دی فارغ شوی . که رښتيا هم په شپاړس کلنۍ کې جهاد(!) ته تللی وي، نو بيا يې زده کړې کله تر سره کړې؟؟؟ په افغانستان کې د دولسم ټولګي نه د فارغيدلو سن لږ تر لږه اتلس کلني ده.
  د نوموړي ځينې صفتونه : ښه ښکاري ، ښه باغبان ، د آشپزخانو د معايناتو متخصص(ځکه په دې نه پوهيږي، چې په پوځي قطعاتو کې تر اشپزخانو نور مهم کوم مسايل دي).د چناق په وهلو کې ښه مهارت او ....... د بهرنيانو او امنيتي غونډو کې بل تاکتيک لري، چې تر عالمو او پوهو خلکو وروسته بيا دی وايي: (( ګپ دل مرا ګفتی من هم می خواستم همي را بګوئيم)) يانی د کارپوهانو د خبرو پخلی کوي او په خپله څه نه لري.
د ډاکټر نجيب د حکومت له سقوط وروسته  نوموړی تورن جنرال وزېږد او د څلوېښتمې فرقې او د بګرام د هوايي ځواکونو قوماندان و بيا د کابل د ګارنيزيون قوماندان شو او سمدلاسه د ډګر جنرال رتبه ورکړل شوه.
د ملي اردو د ريفورم پر مهال نوموړی لوی درستيز او ستر جنرال شو .
 
بسم الله خان همداراز غوښتل، چې د زور له ﻻرې د ليسانس درجې شهادتنامه تر ﻻسه کړي  ليکن د وخت دفاع وزير ورسره ونه منله، چې داهم د ايرانتيا خبره ده .
د 2010 ز کال په جون مياشت کې بسم الله خان محمدي د کورنيو چارو وزير په توګه دنده تر ﻻسه کړه، چې لومړۍ کار يې په ډله ييزه توګه له دندو د پښتنو ليرې کول او پر ځای يې د شمال ټلوالې د کسانو ګمارل وو. په ولسي جرګې کې د نوموړي د استيضاح يو ﻻمل هم همدغه کړنه په ګوته کيده.

  بسم الله خان ته ورکړل شوي مډالونه: د ښې وړتيا(؟)،وطنپرستۍ(؟)، سرښندنې(؟) او ... په مقابل کې، نوموړي د علامه سيدجمال الدين، غازي امان الله خان او احمدشاه بابا په مډالونه نازول شوی.
د نوموړي د کارنامو يو دوه بيلګې، چې په روهي ويبپاڼه کې خپرې شوي:

((دکورنيو چارو وزير دسردار داودخان  روغتون په درغلۍ کې 28 ميليونه ډالر اخستي دي. 
  
په سردار داود خان روغتون کې مالي درغلي سوکه سوکه جدي بڼه راخپلوي ، ناټو داسې کره شواهد په لاس لري، چې ددفاع وزارت  صحيه رياست ته يې د ډاکترۍ اړوند ډير وسايل ورکړې دي، چې وروسته تری تم شوي دي .  
 
جنرال  احمدضياء يفتلي  او دروغتون پخوانی  رييس   جنرال زمان غيرتمل د شکمنو کسانو دلړليک په سر کې دي . په 2010ز کې دسردار داودخان  روغتون درغلي ځکه ډیره جدي ونه نیول شوه ،چې دپخواني لوی درستیز او اوسني  وزیر  مل پاسوال بسم الله خان محمدي په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو په کې لاس درلود . اوس ،چې دحکومت او ناټو ترمنځ ستونزه په ډیریدو ده  ناټو غواړي ،چې 42 میلونو ډالرو برخلیک معلوم کړي . د روغتون پخوانی رییس جنرال غیرتمل وايي : دا ستونزه له  رييس سره هیڅ تړاو نه لري  دروغتون معتمد ( تحویلدار ) هر څه مستقیما له  دفاع وزارت څخه رااخلي او دلګولو واک یې هم له ده سره وي . تېر کال ، چې په ارګ کې  په همدې تړاو جلسه وه ، ټولو په یوه خوله وویل : ناټو یوازې دعوه کوي او کوم کره شواهد نشي وړاندې کولې .  
 
لیکوال او خبریال رزاق مامون  وايي : زه (مامون ) د 2011  ز دجنورۍ پر 19 نېټه  په سردار داود خان روغتون کې درې ورځې بستر وم یو لوړپوړي چارواکي وویل : جنرال ضیاء یفتلي  دپخواني لوی درستیز بسم الله خان محمدي په مستقیمه سپارښتنه هغه پرمختلي روغتيايي وسایل او توکي، چې دناټو له لورې موږ ته راکړل شوې وو له روغتونه وویستل شول . چارواکی زیاتوي : ناټو هڅه کوله ،چې  ټولې هغه اړتیاوې راپوره کړي ،چې موږ ورته اړتیا درلوده  ، خو پر هماغه سبا متوجه شوو ،چې  د روغتون زیرمتون ( ډیپو) ټوله خالي پرته ده . 
  
رزاق مامون زیاتوي : ما پخوا له ناټو څخه په غیر مستقیمه توګه داسې معلومات  ترلاسه کړې وو، چې د 42 میلونو ډالرو په درغلۍ کې  دکورنیو چارو دوزیر ستر پاسوال بسم الله خان محمدي  ونډه 28 میلونه ډالر وو مامون زیاتوي : چارواکي دا خبرې داسې مهال  ماته  کولې ،چې ترڅنګ دناټو دروغتیايي چارو سلاکار  ولاړ و .  
 
دهمدې سترې درغلۍ له کبله ضیاء یفتلي او دروغتون رییس له دندو ګوښه شول  حکومت غوښتل ،چې له ضیاء سره حساب وکتاب وکړي ، خو برهان الدین رباني یې ترمنځ شو ځکه یفتلي درباني د ترور زوی دی  . اوس وګورو ،چې  ډاکتر لودین  له  جنرال یفتلي او بسم الله خان محمدي سره څه کوي  ؟؟ ))
 
((په کورنيو چارو وزارت کې د بسم الله خان فاشيستي تګلاره
کله چې بسم الله خان د کورنيو چارو وزارت واګې ترلاسه کړل، نو سمدستي يې په کورنيو چارو وزارت  او په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې قومي تصفيه پيل کړه. له مارشال فهيم او قومندان عطاسره په تفاهم کې يې داسې هڅه پيل کړه چې د شمال ټولې مهمې څوکۍ شورای نظار ته وسپاري. لومړی يې قومندان داود د شمال حوزې د امنيې مسوول په توګه واستوه، ورپسې مارشال فهيم هڅه پيل کړه چې په بلخ کې د قول اردو قومندان(زلمی وېسا) له دندې ګوښه کړي او خپل کس وګوماري، خو د دفاع وزارت د چارواکو له خوا مقاومت ورسره وشو، که نه ولسمشر کرزي خو يې ټاکنه په پټو سترګو لاسليک کوله.
له دې سره جوخت امرالله خان او عبدالله خان بيا د بسيج ملي په نامه د سولې د خبرو پر ضد منډې ترړې پيل کړې، لومړی خو امرالله خان د شمال دورې ووهلې، خو څرنګه چې هغو منډو چندان نتيجه ورنکړه، نو له عبدالله خان سره يې په ګډه د سولې پر ضد يوه لويه غونډه جوړه کړه. دغې غونډې، چې زياتره تنکيوځوانانو او ماشومانو ګډون په کې کړی وو،  له دې پرته چې خلک پر ځان وخندوي بله نتيجه  نه درلوده. حتی استاد رباني چې اوس کرزي د سولې د شورا په رياست غلی کړی، پر دوی باندې وخندل او ويې ويل، چې: هنوز اوشتوک هستند نمی فهمند.
پر همدې مهال په تخار کې د مافيايي اختلافاتو په ټس کې قومندان داود او شاه جان نوري  ووژل شول. د امرالله خان او عبدالله خان غوا لنګه شوه او قومي شعارونو زور واخيست. يو ځل بيا د اتلانو او اتلوليو سورڼي پورته شول او د شهيدانو په ماتم ساندې ګرم شوې. دغه  ټولې نارې سورې يوازې يوه موخه تعقيبوي او هغه دقومي جګړو اور ته لمن وهل.
راځئ د خپلو خبرو د زبات  لپاره په کورنيو چارو وزارت کې دغو  مقرريو ته ځير شو: