
لیکواله: انجیلا ګالي دویسنا (ايټالیا)
ژباړن : علم ګل سحر
یوه ورځ د پکالبیکوکا په نوم ښار کې یو سمپوزیم جوړ شوی و چې موضوع یې «د جادویي هېندارو معجزه» وه.
له پرانیستونکې وینا وروسته د ښار د والي پوهاندې بارباینرا وینا پیل شوه.
پوهاندې د امازونو د قبیلو د حیرانوونکو مسئلو او له هېندارو څخه د هغوی د ګټې اخیستنې په اړه رڼا واچوله. دې وویل چې د امازون قبایلو له ځانګړو هېندارو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل دښمنان ړندول او وروسته به یې په ډېر آساني نیول.
دویم ویناکوونکي پوهاند پیانو لوچشقورت له تاریخ څخه مخکې د جادويي هېندارو د رول په اړه خبرې وکړې.
البته هغه څه یې چې د هېندارو او لویو حیواناتو دینوزاورونو چې له تاریخ د مخه یې ژوند کاوو، وویل ټول پرې قانع نه شول.
د هغه د وینا په اتم ساعت آن څو تنه پروفیسوران ویده ول. هغه له تاریخ څخه د مخکې انسانانو په باره کې خبرې وکړې چې څنګه یې د خپلو ښځو لپاره له مرمر ډبرو څخه هېندارې جوړولې.
کورازون ځان تریبون ته ورساوو او د ټولو تر منځ یې اعلان وکړ چې دی داسې حیرانوونکې جادويي هېندارې په کشفولو بریالی شوی دی، چې ساری نه لري.
ده وویل تر ټولو جادويي هېندارې د ماشومانو سترګې دي، چې په هغو کې د ټولو هغو شیانو تصویر چې دی یې په مینه او لېوالتیا ويني پاتې کېږي. مثلاٌ د پتنګانو، رنګه ډبرو او ډېرو شیانو تصویرونه.
ښاغلي کورازون وروسته یوه بله عجیبه موضوع یاده کړه.
ده وویل:
· د بېوزلو او بېکارو ماشومانو سترګې کولای شی، د قلپ شوي صندوق او کارتن په منځ کې شيریني او چاکلیټ وویني.
د ده دلیل داو، چې ماشومان د صندقونو په منځ د شیريني او چاکلیټونو د لیدلو په وخت کې د خپلې خولې اوبه (ناړې) تېروي ځکه چې دوی یې عیناٌ ویني.
په زړه پورې داده چې ژوري هیئت د نورو پروفیسورانو له ژورو مطالعاتو او کشفونو سره سره د سمپوزیم لومړۍ جایزه ښاغلي کورازون ته ورکړه. او د هغه کشف یې د نوروو ترکشف لوړ اعلان کړ.