
له خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تياتر ته به ځو. بايد د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسيدلی وای او دوی مې راسره بيولي وای. په يوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نيمې بجې وې، ټکټونه هم له ما سره ول. په تلوار کورته ولاړم نه بجې شوې وې، پوهيدم چې کار مې خراب دی، ښځه او لور به مې وخوري. چې په دروازه ور ننوتم د دې لپاره چې د دوی پام بلې خواته واړوم، و مې ويل:
• تنخوا مې زياته شوې، ها ها.
لور مې په تروشه ټنډه وويل:
• ډرامه په اته بجې شروع شوې، یعنې چې نيمه یې تیره شوې او تا اوس تشریف راووړ.
و مې ويل:
• هی... لورې څه وکړم، ډېر بد بند شوم.
سوچ مې وکړ چې بايد يوه بهانه جوړه کړم. فلانکی مړو، يا کومه بله پېښه.
خو ومې ليدل چې میرمن مې غاښونه چیچي. او له سترګو یې د قهر لمبې بادیږي.
و مې ويل:
• له خپل ملګري باني سره مخ شوم، ويل یې چې يوه کومیډي ډرامه یې ليکلې چې ماته یې ولولي، هغه ډرامه ټوله راته ولوسته، چې خلاصه شوه، پام مې شو چې له اتو تېرې دي.
لور مې په ریشخند وويل:
• ښه، ډرامه یې څنګه وه؟
• هی بابا... دوه پیسې نه ارزيده، خو څه وکړم ملګرتيا وه. سړی بايد د دوستانولپاره کله کله سر ښيندنې ته تيار وي، ملګرتيا يوه اړيکه ده، لکه اومړی تار، سړی بايد په دوستي او ملګرتيا ډېر ټينګ وي.
میرمنې مې دغه وينا په چوپتيا سره اورېدله، په مسخرو یې وخندل:
• هو ملګرتيا ښه شی دی، خو زه یې اوس معلوموم.
دې د ټيلیفون غوږی (ګوشي) راپورته کړه، پوه شوم چې باني ته ټيلیفون کوي، چې آيا زه له هغه سره وم که نه؟ په زړه کې مې ويل خدای دې وکړي چې باني په قضیه پوه شي او د دې خبرې پخلی وکړي، چې زه له هغه سره وم، آخر زما ملګري با درکه او ژر پوهيدونکي دي.
ښځې مې په ټيلیفون کې وويل:
• بلې... میرکو... سلام.
ما پې چیغې کړې:
• زه له میرکو سره نه وم، ولې هغه ته ټيلیفون کوې؟
ښځې مې په دې خبره غوږ ونه ګراوو، خبروته یې دوام ورکړ:
• میرکو! آيا زما بد مرغه مېړه اوس له تاسره نه و؟
ښه، ښه ... ډرامه دې ليکلې او ده ته دې لوسته... مننه
ښځې مې بله نمره ډايله کړه، د دې تر څنګ یې زما لور ته وويل:
• پلار دې د باني کره نه، بلکې د خپل بل ملګري میرکو کره تللی، او د هغه ډرامې ته یې غوږ نيولی... بلي... ژارکو... سلام څه حال مو دی؟
• دا زما بدمرغه مېړه تر اوسه له تا سره نه و؟ هه... آفرين... ښه... ډرامه دې ليکلې وه او ده ته دې لوسته... ستاسې کره و... او تر پایه یې ستا ډرامه واورېدله... آفرين... ښځې مې ګوشي کېښوده، وروسته مې ښځې ټولو ملګرو ته يو په بل پسې ټيلیفون وکړ.
ملګرو هر يوه له يو بل نه ناخبره تائيدوله، چې زه له هغه سره وم او هغه چټياټ یې چې ليکلې ول، ما واورېدل. تر څو د دوی د اثر په باره کې خپل نظر ووايم. اوس په هغه حالت کې زما حالت او قيافه پخپل نظر کې مجسمه کړئ.
میرمنې او لور ته مې يوه ذره اعتبار پاتې نه دی.
ليکوال: ميلی پوپوفسکي (يوګوسلاويا)