د محمد يوسف خدمتګار  په شعري ژبه د وطن شعرونه او کيسې

د محمد يوسف خدمتګار په شعري ژبه د وطن شعرونه او کيسې
پرهرونه تصويرونه ( د کوچنيا او تنکيو ځوانانو لپاره شعرونه او کيسې)
شعر دانسان د اظهار د پاره يوه ښکلې نازولې او زړه راښکونکی ذريعه ده، چې شاعر پکښې د خلقو د پاره د غم روزګار او غم جانان سره د وطن ارمان هم ژاړی درد هم!!
د شلو پنځه ويشتو کالو د افغانستان سانحې عنوانونو داسې شعرونه، داستانونه او حرفونه راپيدا کړل چې په دې خطه کښې يي د فيرنګی ښکيلاک سره د لر اؤ بر پښتون افغان د جنګونو نه راپيدا شوی ليکونه حرفونه په دويم ځلې تازه اؤ ژوندی کړل يو هغه وخت وو چې په دې خطه د تاربخې دښمن سره زمونږ مشران د ازادۍ جنګ د ميدان سره د قلم سنګر هم تود اؤ ويښ ساتلې وو اؤ نن دغه شغرونه، داستانونه اؤ کسيې زموږ د تاريخ نه هيريدونکی حرفونه دې٠
په دويم ځل دغه شعرونه، داستانونه او سانحی حرفونه د افغانستان مسلې سره راتازه شول اؤ په دغه شلوپنځه ويشتو کالو کښې دومره څه وليکلی شول چې د هغې نه د افغانستان د مزاحمتی شاعرۍ اؤ مزاحمتی اب درنه پنګه اؤ ذخيره جوړه شوه٠ په دغه ليکوالانو کښې د افغانستان دخاؤره تکړه دقلم خاوند محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی هم شامل دې چې وړاندې يي دوه دشعرونو مجموعی \ هيلې هاندونه اؤ ارمانونه\ په نوم چاپ دی د خپل وطن په نورو جريدو، مجلو اؤ اخبارونو کښې هم د محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی نوم خپله پيژند ګلو لری٠ د ښاغلي محمد يوسف دمتګارمزدورزی د قلم نه هر ليکلي حرف کښي د وطن ارمان او د خپل اولس دردونه صفا ښکاری دادی اوس يی په نوی ډول په شغرورنو کښی داسې تپوسونه ليکلی دی چې د ټول افغان ملت د ننګ ناموس اؤ دخپلی خاؤرې سره تعلق لری هغه کۀ د وطن نه لرې ډېر لرې ناست دې خو د خپلو غرونو، سيندونو، لارو کوڅو، خاؤرو او ريګونو په وږمه مست دي د ناروې په رنګينو ماښامونو کښی هم د خپل وران وطن ساړه ماښامونه يادوی ورانې کوډلې نړيدلی بورجلونه کنډرونه ترې هير نه دی٠ دا شعرونه او کيسۍ د ښاغلي محمد يوسف خدمتګار د وطن د مينی هغه تصوير دې چی يو وخت
يوې لحظی له هم د هغه له سترګو پناه نه دی د هغه له ذهن نه وتلی نه دی ښاغلی شاعر په دی عقيده او ايمان لری چی خپله ژبه، خپل اولس، خپل قام، خپل وطن او خاؤره هيڅکله نه د چا نه څوک اخستی شی او نه يي هيريدی شی د دی ثبوت دا شعرونه دا کيسۍ دی چی په ناروی کښی هم هغه وطن، ژبه، قام او افغانيت هېر کړی نه دی٠ چې ماته کله هم څه ليک راليږلې دی يا يي شعرونه ما لوستلې دې نو فقط يوه ارمان پکښې ژاړی او هغه ارمان دخپل روغ، قلار اؤ خوشحال افغانستان دی٠ دلته چې لوستونکی د محمد يوسف خدمتګار صيب دا شعرونه اؤ کسيې ګوری نو د هغې
هر څه نه اول زه د خدمتګار صيب هغه ليک رانقل کوم چی ماته يي زما د مجلې ليکوال د پاره ليږلی وو اؤ ما په دغه ليک کيې د محمد يوسف خدمتګار صيب د افغان ملت پالنې اؤ پښتنی احساساتو اؤ اوس چې مې دا شعرونه اؤ کيسې ولوستې نو هم هغه شان د افغانستان د خاؤرې د امان وږمه راباندې ولګيده٠
دلته زه ضروری ګڼم چې د محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی د کتات دا شعرورنه دا کيسې په سريزه کښې هغه ليک اؤ خپل تاثر راوړم چې ماته په دغه لېک کښې د محمد يوسف خدمتګار صيب افغانيت ډير سپيڅلې ښکارې٠
محترام نويد صيب !
زه نه پوهيږم چې خپل محبت اؤ ستاسې په وړاندې خپل درناوې څنګه در ښکاره کړم زه تاسې ته خو نشم در رسيدلی , خو دومره ويلې شم چې زما مينه د هر پښتون بچې په حيت ستاسې درناوې اؤ دخپل وس په اندازه ستاسې دا اواز رسول خپله دنده بولم٠ ما ډير مقاومت وکړلو په صبر اؤ حوصله سره مې د ١٩٩٢ کال تروروسته پيښې تقيبولې٠ د ١٩٩٧ په داسې حال کښې چې بيلو بيلو ډلو اؤ وسله والو قوتونو بندی اؤ وې زورولم ولی مانه غوښتل چې وطن پريږدم خو په اخر کې که لږ غفلت شوې زما بيا ګرفتاری زما د مرګ پلان لرلو٠ دا هغه وخت ؤ چې طالبانو زمونږ د ګوندی ملګرو د نيولو اؤ وژلو رسمی فرمان صادر اؤ په نتجيه کښې ډير هغه ملګری په وخت او زمان سره لۀ هغې نه خبر نۀ وو اؤ يا يي د وتلو امکانات نه درلودل ووژل شول٠ زه هم د خپل محبوب وطن لۀ خپل ځان لۀ خپلې معشوقې
اؤ هغه چا نه چې د سر په قيمت يي خدمت ته حاضر ووم ووتلم٠ اوس د مجبوريت چی هر ځای برابره شې تيرؤم يي خو هيڅکله مې ددې ښکلو بنګلو ماڼو په مخ کښې چې شاته يي ډير اوږی اؤ بربنډ پراته دی د خپل سوځيدلی ويشل شوې اؤ هره ګړۍ د هغې په باب فکر کؤم اؤ څومره چې مې وس رسيږې د خپل هيواد ملی تماميت، يؤوالی اؤ اميت لپاره د قلم د لارې د وطنوالو سره د تماس اؤ هرې ملی ممکنې وسيلې نه په کار اخستلو سره کارکوم٠ کله چې ستاسې ښکلې مجلی اؤ ليکنې راورسيږي د هغې په لوستومې د زړه هيلې نورې هم ژوندۍ اؤ په خپل ارمان باوری شم٠
زه همدا اوس د شمالی اتلنتيک دلوی بحر په يوه څنډه په خپل کور کښې ناست يم اؤ له کړکۍ نه بحر ته ګورم٠ لږ مخکښې مې يؤ کوچنې زوی چې په شپږم ټولګی کښې سبق وائي، راته وويل : \ پلاره ته بحر ته ډير ګورې اؤ څه په زړه کښې ګرځوې؟ ما په غيږ کښې راونيولو اؤ ورته مې وويل: زويه ځکه بحر ته ډير اؤ ځير ګورم چې په دې اوبو کښې د اباسين، کابل اؤ كنړ اوبه ګډې دی٠ زه د هغو اوبو درناوی کوما خو ګيله ترې هم لرم اؤ هغه دا چې دې خلقو د خپلو جاسوسانو په وسيله زمونږ وطن وران کړلو اؤ مونږ ئي هم مجبورا دلته راوستلو خوهغه اوبه چې هلته ډيرې مستې اؤ لۀ شوره ډکې دی، دلته ارامی اؤ دحرکت زور ئي ښکته شوی دې٠
زما زړه ټينګ نه شو، ومې ژړل زوی چې تړون نوميږی هم په ژړا شو اؤ ويي ويل: دا اوبه هم هغسې رنګ لری چې په کابل کښې دې خو دلته مستی نه کوی ٠٠٠ ما خبره غوڅه کړه٠ د دوی حرکت اؤ مستی د دوی په زړه کښې ده ځکه چی اباسين اؤ کابل پکښې ځای لری اؤ هغوی بې حرکته نشې پاتې کيدی مستی، حرکت اؤ انقلاب دهغوی خاصه ده خو هميشه وروسته اؤ ډير ناوخته اؤ يا هم له وخت نه ډير مخکې وی٠
ستا ورور يوسف خدمتګار٠
دا پورته ليک چې په نوم زما دې خو دلته ئي زه د خپل وطن د خاؤرې ارمان، په نوم د \'\'ليکوال\'\' دلوستونکو د
پاره ځکه خپرؤم چې په دغه ليک د ټول افغانستان ارمان د شهيد لالی د وينې پشان غږ کو٠
هؤ زه د خپل وطن د خاؤرې ارمان يم٠ د شپی \'\' تورابان ديو \'\' د کوه قاف د ښاپيرۍ په نومراغی اؤ زما د کابل په
سينه ئي د وينو يوه بله کرښه راښکله٠ زما د وطن هر پښتون نوی منصور شو اؤ د دار په اهتمام ئي ووې٠
ما په دار کړئ چې منصور خلقو ته ياد شي
مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي
زما د وطن هر پښتون \'\' يوسف\'\' شو جفا کارو خائنانو هر ښکلی يوسف د رقابت په غصه کښې په پردو سوداګرو خرڅ کړو اؤ اوس ئي د خپلې خاؤرې د قحط په پاره بيا غواړې٠ افغانستان لکه د يعقوب عليه السلام ړندې سترګې دې خپل يوسف غواړې، پردی \'\' سور سپين \'\' ښکيلاک نا!!
خپل \'\' پيوستون \'\' غواړې د تايخی دښمن لمسون نا!! هغه پيوستون چې د ناروی په يخو اؤ کنګل ماښامونو کښی د ابدالی د خاؤرې حرارت کښې وائي:
دامې د بابا وطن، دا وطن زما وطن
په مونږه باندی ګران دی، افغانستان دی

هؤ دا افغانستان دی٠ اؤ افغانستان خپل تړون غواړی، هغه تړون\'\' غواړی، هغه تړون چې د خپل جلا وطن پلار يوسف نه تپوس کوی: \'\'بابا تۀ دی بحر ته ډېر ولې ګورې؟\'\'
زما شاعره خپل \'\' تړون \'\' ته دې ووايه، دا بحر چې دلته قلار دې اؤ زما په وطن کښې مستی اؤ غور ځنګ لری د دې اوبو معنی هم زمونږ په مثال ده٠ مونږ لکه چې څنګه په خپله خاؤره کښې خپل غږ اؤ خپل لوئي تاريخې افغانيت اؤ د ابدالی د تورې اؤ پټکې وراثت لرو اؤ دلته د پردو وطنونو په رنګينو ماښامونو کښې چپ غوڅې شونډې ولاړ يو زمونږ نوم، ناموس، تاريخ، تهذيب اؤ تصويرونه په پردو نمائشونو کښې خرڅيږې٠ په مونږ خلق انعامونه اخلې خو مونږ خرڅيږو اؤ زما د اخستو د پاره زما ګاونډی غريب ملکونه هم لکه د هغې بوډۍ پشان د مصر د سوداګرو په قطار کښې مالوچ په لاس ولاړه وه اؤ دا ئي وئيل:
زه يوسف د مالوچو په بيعه اخلم!!
هؤ! مونږ خرڅيدونکی څيزونه يو٠ څوک لګيا دی بدنونه خرڅوی، څوک لفظونه، څوک خپل ذهنونه، سوچونه اؤ فکرونه٠ د عالمی منډيۍ سواګران د تورو اؤ شنو اوبو نه راروان شوی دې، خپلو د لالانو ته وائي : د هر سر قيمت شته\'\' زما يوسفه!!
زه هم خرڅ شوی حرف يم هر څو که دا دعوه لرم چې خرڅ شوی نه يم خو زما قيمت زما اقا پخوا وصول کړی دی٠
زه خو هغه غلام يم چې د خپل سر قيمت نه په خپله وئيلی شم اؤ نه وصولولی . ځکه خو زما د \'\' اقا \'\' د خولې
حکم دې: ای غلام ابن غلام ابن غلامه!
ستا ژبه لا دومره ازاده اؤ خود مختاره نه ده چې ته پرې د خپل ارمان سندره وائي ........ ستا قلم اؤ ستا ګوتې د پاليسو د حاشيو نه دوتو ګستاخی څنګه کوی ..... !!!؟
د نوک نه واخله د سر د ويښتانو پورې ته خرڅ شوی څيز ئي . تۀ په پنجره کښې \'\' شين طوطی \'\' څۀ وشو کۀ ستا مخوکه \'\' سره \'\' ده . تاته په \'\' سره مخوکه \'\' د شنو بڼو \'\' د شو کؤلو سزا معلومه نه ده !!؟
چې : \'\'ليکوال\'\' خرڅ شوی حرف، زما ژبه، زما قلم اؤ زما ګوتې غلام ابن غلام ضرور دې خو په ټول بدن کښې يؤ څيز زما، اؤ فقط زما دې چې هغه زما سوچ دې . زه به د \'\'اقا\'\' په پنجره کې \'\'شين طوطی \'\' ضرور ياديږم .
خو زما نه د الوتو عادت اؤ فطرت هيڅوک نشی اخيستلی . زه به غلام ابن غلام ضرور يم خو زما ايمان، عقيده، نظر اؤ يقين دې چې د غلامانو مريانو په دې نسل کښې به څوک خو اوازد پښتون پيدا شی!!!
په درنښت
نورالبشر نويد- پيښور
١٧ نومبر ٢٠٠٤
 
 
خپلی خبرې
زه د ناروی د ښکلې هيواد د سوند Sund کمون په دوو بيلو بيلو لومړنيو او يوه منځنې ښوونځي کې د خپلو او محترم امير محمد صفا کريمې د اولادونو مورنۍ ژبي پښتو د ښوونکې په دنده تر سره کوم٠ د ژبي د زده کړې لومړني مواد مې د ځينو هيواد پالو او وطنوالو په مسته همدلته په ناروی او نورو اروپايي هيوادونو کې تر يوي اندازې برابر او ځينې نور مې د کونړونو د کښللی ولايت د نرنګ ولسوالۍ دشډلو د کلي د اوسيدونکي محترم ورور غلام علی خان په مرسته، چې د ګران هيواد د نومياليو هيوادپالو مسلکي ښوونکو څخه دی د ښکلي کابل او پښتونخوا او ښکلی تاريخې ښار پيښور نه وغوښتل ، نو د دی هيواد په ښوونځيو کی د نورو ژبو د زده کړې د موادو په پرتله په نشت
حساب دی٠
څکه مې د خپلو شاګردانو د ذهني ودې ، سالمی بوختيا او په پښتو د ټيک لوستلو په غرض د هيواد د منل شوو دودونو او دينی امورو تر څنګ دهيواد تاريخي، جغرافيايي روانې وضغی او د هيواد او نړۍ د سياسی، نظامي او ټولنيزو پيښو په باب دخپل وس په اندازهد لاس ته راغلو بيلو بيلو مطبوعاتې سندونو په ځانګړې توګه په پيښور کې د لويي پښتو نخوا د پياوړي شاعر او ليکوال نورالبشر نويد صاحب او د هغه د نورو هيواد پالو ملګرو په همت ځانګړې توګه د پښتنو د تاريخ يو وياړلی او روڼ چراغ دی او په همدی ډول د هيواد پالونکې ليکوال او د ژورنالست محترام ولسمل صاحب د افغان ملی جريدې او د خپل کورنې کوچنې کتابتون له اثارو څخه د ٢٠٠١ م کال
له شروغ نه را پديخوا خينی ګټور مواد د زده کوونکو د زده کړې د سطحی او عمر په انډول برابر او په داسی ډول چی له يوی خوا د هيواد او خپلو خلکو د فرهنګ او کلتور نه يو مطلب زده کړې او هم پښتو لوزونه ژبدود په ساده او رونه ټوګه په نظر کې نيول شوې وی املا؛ او وليکی او د هغې په خوا کی د زده کړې دهڅونی په خاطر د هيواد د نومياليو شاعرانو په اړه لنډ معلومات او د هغوی د شعر نمونو لوستل، ليکل او املا؛ کول ډير ضروري او په زړه پورې دې٠ خو هغه څه، چې ددې کتاب په پاڼو کې وړاندې کيږې د پورتنيو موادو څخه جلا ٥٧ کيسې دې، د ٢٠٠١
ميلادې کال له بيا تر اوسه پوري، چې د ٢٠٠٤ ميلادې کال د اپريل د مياشتې ٢٦ مه او د ١٣٨٢ لمريز کال د ثور د مياشتې اوومه نيټه ده په بيلو بيلو وختونو کی د زده کوونکو د بوختيا او په پښتو باندې د زياتو ليکلو او خبرو اترو په غرض په شعر باندې دتپوس او په شعر باندې د ځواب په شکل ورکړل شوی او د ټولو لپاره د ساعت تيرۍ او زده کړې په وخت کې په زړه پوری او ډيره وړ نتيجه يي درلودله٠
ځکه مې هوډ وکړ، چې د ګران هيواد افغانستان د ترقۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، ملې يووالې او بشپړې سياسې او ټولنيزې خپلواکۍ او ديموکراسۍ په هيله يي د هيواد د ملې ازادۍ بښونکۍ جنبش د لارې د شهيدانو په وياړ افغان کوچنيان او تنکيو ځوانانو لوستونکو ته وړاندې کړم٠
د دی کيسيو يا شعر تپوس او ځواب ډير کۍ يي د شکل او محتوی له مخې يو بل ته ورته والی لرې، خو زه فکر کوم کوم دغه ورته والی د پوښتنې او د هغې د مطلب په څيړلو او د تنکيو ځوانانو د ذهن په پراختيا کې ډيره مرسته کوې٠
او که يي د هيواد هنرمندان د اصيلې پښتنې موسيقۍ سره په داسې شکل، چې په ترتيب سره لومړی هنرمند تپوس او دوهم هنرمند د ځواب ووايي او په همدې ترتيب تر پايه دوام ورکړي، نو د ټولو کليوالو ولسونو لپاره ګټور بولم٠
د ښاغلي محمد يوسف خدمتګار مزدورزی شعرونه

اووم تپوس
چې ېې ورونه جخالت په کلې کور وې
عزېزاتوته منکر په هېسې ورور وې
پت عزت ېې وې ورکړی په پېسو
وې نامرده همېشه د قوم پېغور وې
په نوم ستا وې خو عمل ېې د دښمن وې
څه ېې بولې چې ولاړ د بل په زور وې
تل د ملک رازونه وړې د ملک دښمن له
څه ېې بولې چې دښمن د پلار او مور وې
جواب :
دا خاېن خرڅ شوی ورور د بل نوکر دې
په غلطه د پښتون لونګې په سر دی
کجۍ جره ورځنی ښه ده بار به ېوسې
که نه کوټې که لوی شې نو بېا خر دی
جدمتګار نه واس د عقل جواب غوارم
کوم مرض دې چې په تنګ ترې ټول بش دی
 
چې بېنا ورسره ړوند وې واېه څه دی؟
په تکلېف ورسره ژوند وې واېه دې؟
که دې ولوست ښوونځی هغه دې ورک کړو
ټول ژوندون به دې په خوند وې واېه څه دی؟
د انسان انسانېت باندې تور داغ دی
لوی دښمن د عقل پند وې واېه څه دی؟
جواب:
دغه جهل ناپوهې بې سوادې ده
په رڼا سترګو د ټول ملک بربادې ده
زمونږ ملک څو ځله وران په دې علت شو
او تحمېله پې جګړه استبدادې ده
څوک د ژبې په نوم بېل څوک د مذهب کړې
وروسته پاتې پرمختګ او ابادې ده
د نهم تپوس جواب خدمګار غواړې
پام په چا غرض ونکړې ازادې ده
نهم تپوس
چې په خوله کې دی ښورېږې واېه څه ده
په خوږوالې کې خوږېږې واېه څه ده
په ترېخوالې کې ترېخېږې واېه څه ده
پښتانه پی تل نازېږې واېه څه ده
سړېتوب پې تل نازېږې واېه څه ده
پې هر قوم پېژندل کېږې واېه څه ده
جواب
ددې سوال جواب دې ژبه ده شاعره\'
پښتنو ته مقربه ده ماهره
ځېنې ځېنې پښتو واېې پښتانه نه دې
له اعمالو ېې اوچته ده ظاهره
پښتون تل په صبر صبر کې باېللې
دا ګناه دې له مالته ده صابره
خدمتګاره او تپوس لاندې جواب کړه
دی په ځمکه په اوبو هوا ظاهره
اتم تپوس
چې بېنا ورسره ړوند وې واېه څه دی؟
په تکلېف ورسره ژوند وې واېه دې؟
که دې ولوست ښوونځی هغه دې ورک کړو
ټول ژوندون به دې په خوند وې واېه څه دی؟
د انسان انسانېت باندې تور داغ دی
لوی دښمن د عقل پند وې واېه څه دی؟
جواب:
دغه جهل ناپوهې بې سوادې ده
په رڼا سترګو د ټول ملک بربادې ده
زمونږ ملک څو ځله وران په دې علت شو
او تحمېله پې جګړه استبدادې ده
څوک د ژبې په نوم بېل څوک د مذهب کړې
وروسته پاتې پرمختګ او ابادې ده
د نهم تپوس جواب خدمګار غواړې
پام په چا غرض ونکړې ازادې ده
کڼړ ته
د ګڼر سنده مسته سنده په څپو شه
خړی اوبه سپېره شاوړی دی بل ته مه ورکوه
د لوړو غرونو لوړ نښتر او د څېړېو پېرګی
شنۍ اوټېټاقی جېرړی دی بل ته مه ورکوه
تندر واچوه اسمانه پردی وباسه کنړنه
ته کنړه توپانی شه کنړی دی بل ته مه ورکوه
ستا د لوړو غرو بچوړی لاندی نشی اوسېدلی
سړی دی غېرتی دی جپل سړی دی بل ته مه ورکوه

ېخی دېری ګرمی حجری اوجګی جګی شملی
ښاېسته ځوانان خړی دی بل ته مه ورکوه
څوکې ١٣٦٧
د غلام علی خان کور
کابله
کابله ته د غير تونو مور يی
د ستروپيښو او يادوونو مور يی
تاستر شاهاباداران ویرزولن باداران ويرزول
ته دولس دغور زنګونو مور ۀی
بالا حصار دې د عظمت نخښه ده
ته د تاريخ د عظمتونو مور يی
د ازادې جښش له تا شړوع شو
د استقلال د يادګاړونو موريی
ته ديو والی شجاعت سمبول يی
د ټولو ورونو ميليتونو مور يی
کابله تل اباد او سيږې د عرفان مرکز يی
د لروبرو افغانانو د ارمان مرکز يی

کابل ميوند واټ ١٣٥٤
ارمان ته
چی قدم په قدم ږدم تاېادوم
چی صنم صنم کوم تا ېادوم
که با چا له تاجلاشم نه يې غوارم
چی په لاره څم راځم تا ېادوم
دود دستور په دی بازار کی معلوم ندی
دور بی عشقه نه منم تا ېادوم
دتندی جال به دی ورپه نړی نکړم
غزم کله ماتوم تا ېادوم
زم مېنه ستا وفا زما اېمان دی
اېمان کله خر ځوم ے تا ېادوی
دسرکانوولسوالی ١٣٥١