هندوانه د جنسي ناتوانیو  درمل

پوهانو  په هندوانه کې داسې ترکیبونه پیداکړي چې د وینې د اتساع او جنسي میل د ډیریدو سبب ګرځي .
د تکزاس د پوهنتون د علمي څیړنو ریس ډاکټر پتیل وایي : هر څومره چې د هندوانې په اړوند څیړنه کیږي په هغې کې درملیز خواص پيداکيږي .
د ډاکټر پتیل په وینا په هندوانه کې وړې دانې هغه طبیعي ترکیبونه دي چې دبدن  په کیمیاوي عکس العملونو کې فعاله ونډه لوبوي .
نوموړی زیاتوي «آرجنين» د نیتریک اکسید د ډیریدو لامل ګرځي چې هغه د جنسي اختلالونو او جنسي میل په  ډیریدو کې اغیزمن دي او د نیتریک اکسید ډیریدل د هغو رواني اخلالونو سره چې وینې ته اړتیا لرې همدا شان مرسته کوي .