دا چې څه مو هیر نه شي نو مڼه وخورْئ

\"\"
ډاکټران د مڼې د صفت او ځانګړتیاوو په اړه له څیړنو څخه نه ستړي کیږي او مشهوره انګریزي متل هم «An apple a day keeps the doctor away» توصیه کوي چې مڼه وخورﺉ تر څو ډاکټر ته له تلو څڅه مخنیوی وکړﺉ .
د ريانووستي اژانس د یوه خبر پر بنسټ څه موده وړاندې ددغې میوې په اړه یوه بله ځانګړتیا کشف شوه او هغه دا چې مڼه حافظه ځواکمنوي.
د امریکا د ماساچوست پوهنتون څیړوونکي دې پایلې ته رسیدلي چې مڼه یا د منې اوبه (جوس) له هغو سلولونو څخه چې د هیریدو لامل ګرځي ساتنه کوي .   
د معمول پر څیر په دغې څیړنه کې بیا هم له موږکانو ازموینه تر سره شوې .
هغو زړو موږکانو چې مڼې خوړلې وې د سلولونو د ورانۍ په وړاندې ځواکمن وه .
څیړونکوو همداراز وویل چې د مڼې ترکیب او دهغې اوبه له متعادلو خوړو سره د استرس او دهغې ناروغۍ پر وړاندې د یوه ډال په څیر ده .
مڼه دا چې انتي اکسیدانت لري له بوډایانو سره هم مرسته کوي چې څه هیر نه کړي .