له مکعب شکل سره لوبې،د ماشوم په خبرو کولو کې مرسته کوي

له مکعب سره لوبې د ماشوم د ژبې ځواکمنتیا ډیروي .
د خبر د نړیوالې شبکې د یوه ریپوټ پر بنسټ  څیړوونکو په ۱۷۵ماشومانو چې عمر یې 5 / 1 تر 5 / 2 کلونو پورې رسیده په دوه بیلو ډلو  کې څیړنه تر سره کړې او د هغوی د ژبې پّه اړه یې پر مکعب د لوبې په اغیزه ارزونه کړې .
او دا پایله یې لاسته راوړې چې ماشوم شپږ میاشتې وروسته له پیداکیدو له مکعب شکل څخه په کارونه نظر نورو ماشومانو ته ۱۵ په سلو کې ژر د خبرو کولو په مهارت پیل کوي .
د ماشومتوب پړاو د ماشوم په ذهني وده کې له یوه لو ی اهمیت څخه برخمن دی په دې ډول چې د یوه نوي پیداشوي ماشوم د مغزونو اندازه تر دوه کلنۍ پورې د درې برابره  په حدودو  کې وي ، نو له دې عمله په دغه پړاو کې هر ډول فعالیتونه د ماشوم په ذهني وده کې ډیر اهمیت لري .
\"\"