
د خوراکي توکو کار پوهان سپارښتنه کوي چې که غواړی غښتلي او پیاوړي وه اوسی نو هره ورځ پسته وخوری .
په دې ورستیو کې څیړنوکو څیړنه تر سره کړې تر څو دا لاره پیدا کړي چې پسته څه ډول کلسترول را کموي .
سارا گيبایور د امریکا د خوراکي توکو د مرکز کارپوه چې په دې څیړنه کې یې ګډون درلوده وویل : موږ هغه کیدوونکي میکانیزمونه څیړو تر څو د پستې د کلستول کموونکي اغیزمنتیا پیدا او توضیح کړو .
په دغې څیړنه کې څیړونکو پسته له نورو خوراکي توکو سره یوځای کړې او خپل تحقیقات یې پرې تر سره کړي .
په نوموړې څیړنه کې په بیلابیلو خوراکي توکو ازموینې ترسره شوي چې پایلو دا څرګنده کړې چې د پستې خوړل له خوراکي توکو سره انرژي زیاتوي .
د پورتنۍ څړنې پر بنسټ چې په یوې امریکایي طبي مجله کې خپره شوې ده زیاتوي چې پسته د زړه ناروغانو ته ډیره ګټوره ده .