ايران طالبانو سره د خبرو اترو په اړه انديښنه څرګندوي

تيره ورځ دايران  دبهرنيو چارو وزير منوچهر متکي  ، چې دطالبانوتحريک ـــ چې په ۲۰۰۱ ز کې له واکه لرې شوی اوهغه مهال يې ايران سره ښې اړيکې نه درلودې بلکې  ايران يې پر وړاندې مخالفې ډلې  تقويه کولې ــــ سره  دافغان حکومت اونړيوالې ټولنې  دمذکراتو په اړه انديښنه څرګنده کړه ، نوموړی چې په تهران کې  يوې خبري ناستې ته خبرې کولې  څرګنده کړه چې : نړۍ په ټوله کې په دې پوهيږي  چې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې تګلارې  له ناکامۍ سره مخامخ  دي  ، هغه وايې زمونږ مشوره ورته دا ده چې بله ناکامه هڅه دې نه کوي  ، هغه وايې مونږ ورته وايو چې طالبانو سره دخبرو اترو وړاندې ښه فکر وکړﺉ او له دې ځان وژغوري چې له يو سوړې   دوه ځله  وچيچل شي .
متکي همدارنګه وويل ، چې لويديځ دې اوس په دې فکر نه کوي چې ترهګري په پاکستان ، افغانستان او منځنۍ اسيا کې له منځه يوسي . ځکه دغه تندروي اوس اروپا ته په لار ده  او يوه نه يوه ورځ به ددوي دروزاې  وروټکوي .
بل لوري ته افغان حکومت له دې خبرې  انکار کوي چې له طالبانو سره يې خبرې اترې پيل کړي بلکې دوي  وايې ټولو مخالفينو سره سولې ته تيار دي په دې شرط چې دافغانستان اساسي قانون ومني  او له القاعدې څخه جلاوالی غوره کړي