ستا به ګرېوان وي اوزمونږخوارولاسونه!!

دجوزجان ولايت په مرکزشبرغان کې ديوه تکړه ټوپکمارپه حمايت لاريون کېدل،زېری ورکوي،چې په هېوادکې لاواک دټوپکمارودی اولاتراوسه دخپلوګټودخوندي کولولپاره هرڅه کولای شي.
زما په فکراوس مهال دوه ډوله ټوپکماران په هېواد کې شته دي،اول هغه،چې په اوسني حکومت کې برخه لري اودوهم هغه چې داوسني حکومت مخالفين دي.
په معنوي لحاظ که سړی دواړه ډلې سره پرتله کړي،لومړۍډله، غله،رهزن، فاجر او دهېواداصلي دښمنان دي.يوورځ مجاهد وي ، بله ورځ کمونسټ او درېيمه ورځ نورې بلا!
دوهمه ډله، چې له اوسني حکومت سره په ټکر کې هم دي،بياهم له دې اولې ډلې نه ښه ښکاري.ځکه له اول نه تراوسه يې لوری معلوم دی، هويې هو ده او نه يې نه! اوددغه مفکوري دريځ له امله يې په شخصي نظر له لومړۍ ډلې نه غوره بولم.همدغسې دوی حکومت ته دومره ضررنشي رسولی،لکه څومره چې اوله ډله يادلستوڼوماران ورته اړولی شي!
خوبدبختانه زمونږاوسني واکمنان(بې له ټوپکمارو،هغه خويې هسې په کيسه کې ندي) دهېواد، دسرنوشت په اړه په پټوسترګو قضاوت کوي،اصلي دښمنان،چې په دولت کې شامل دي،هغه يې پرې ايښي اوفرعي دښمنانوپسې،يې پاينسې رابډوهلي دي.

مطلب مې دادی،چې اوسني واکمنان داسې چم کوي، لکه اوبووړی کس،چې نېزوړي ته لاس اچوي اودونې ډډ چې، دبچ کېدو،وسيله يې کېدلای شي ته لاس هم نه وروړي.
ددوستم پهلوان دانډيوالانولخوالاريون کېدل، دهغه .... قواره ښه راښکاره کوي.اوپه اثبات رسوي، چې دکرزي صيب ځينې انډيوالان غواړي،چې دپرديو په مرسته په هېوادکې سولې اوامنيت ته ګواښ پېښ کړي.خپلې اوباشۍ او پهلوانۍ ته ميدان هوراکړي. يوځل بيادکړېدليوافغانانوپه وينوکې ولامبي،اودغه نسبي سوله او امنيت هم له منځه يوسي.
ددغواوباشانولخوادجمعه خان همدرد،چې يومجاهد او پښتون قومندان دی،پرخلاف خوني لاريون کول، ملي بيرغ او ملي ارزښتونوته سپکاوی کول،دوالي دفتر باندې له وسلوسره بلواوروړل،مانا ورکوي،چې دوی دخپلې رامنځته کړې ادارې مخالفين دي اونه غواړي چې په هېوادکې سوله اوامنيت ټينګ شي!
اوهغه نظام چې ټوپک سالاري، وژل،بندي کول او نور سل فسق اوفجورپکې وي رامنځته کړي،ځکه دوی ته يواځې همدغه څه مطرح دي اوبس!
خو سوال دادی،چې کرزي صيب،نړيوالې ټولنې اوناټو ځواکونوولې ځانونه ګول اچولي،سترګې يې پټې کړي! او دغه وړخلک يې بياهم په غېږ کې نيولي دي؟ايادوی يواځې پرپښتنوباندې دالقاعده ټاپې لګولای شي،ازبکان اونورو،باندې يې زورنه رسيږي او که څه تاريې ورسره غزولی دی؟
دغه مېلمانه:ناټو،ملګري ملتونه اونوربلاوبترچې دلته راغلي،دڅه لپاره؟ څه کوي؟ وظيفه يې څه ده؟ ايا دخپلو سياسي فعاليتونو مرکزافغانستان ګرځول غواړي؟ يوه ډله حمايه کول اودبلې شاته غورځول اوخپلې ګټې خوندي کول غواړي؟او دافغانستان په تاوان؟ دوی که غواړي په افغانستان کې سوله اوامنيت راولي نودغوخلکوته ولې څه نه وايي؟افغانستان خودطالبانواوالقاعده له لاسه دومره ندی خراب شوی لکه څومره چې دغوواکمنو ټوپکمارو خراب کړيدی!
څومره خرابۍ چې دوی کړي،په څلورمه برخه يې هم طالبانو نه دي کړي! نو بياهم دوی دوستان او هغوی دښمنان! په کوم منطق او په کوم کتاب اوکه دحماقت او سرزورۍ په کتاب کې وي، خووي به کنه ،په نورو کتابونوکې خوداسې انصاف نشته!
نو،نړيوالې ټولنې،ناټو!اوکرزی صيب!
که داځل ددې ....مخه ونه نيسئ،ستاسې ادعاوې به درواغ ثابتې شي! اود يوې بې کفايته ادارې ګومان به په ايمان بدل شي! تاسې به دوطن بې واکه واکمنان ثابت شئ! نړيواله او ناټو خو به پخپله مخه لاړه شي،خوکرزی صيب ستا به ګرېوان وي اوزمونږخوارولاسونه!!