غزل

ډيــرسره لـــــــــرې يوموږ ډېرسره نزدې کړې خدايه
زما په اوښکو د جانان سترګې لندې کړې خدايه
زړۀ د هر ښکلي د هغه د مخ په شانې سپين کړې
د ښيښو شاته دغه کاڼي هم ښيښې کــړې خدايه
په خـــپلو اوښکو بېرته ووينځو رانجه د سترګو
زموږ په هــــــــره ښادي غم ولې پسې کړې خدايه
چـــــــې يبلې پښې ځــــــي له وطنه، د هــغو دپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوکې پستې کــــړې خدايه
چــــــې د دروېش د زړه تر کاڼي پورې ووري وزي
د بڼو څــوکې دې د يار څومره پستې کړې خدايه