
واشنگټن ډی سي
۱۱-۱۹ سپتـمبر ۲۰۰۱
لومړ ی څپرکی
ژ: لاهورمنګل
په شمالي ويرجينيا کې د سپټمبر ۱۱ سهار ډير ښکلی ؤ، ښايسته شين اسمان او نرمه هوا لګيده چې د مني زېری يې تر غوږونو رساوه، په همغه سهار زه د خپل کور نه چې د ويرجينيا په الکزاندريه کې ؤ، د نورمال وخت څخه يو ساعت وروسته روان شوم . زه له دې ورځې څخه يوازي يوولس ورځې مخکې (د سي ،ای، اې)د درې مياشتني تقاعد بدليدو پروګرام كې شامل شوی وم، ددغه يولسو ورځوپه موده کې مې په دفتر کې د پاکوالي کارونه ترسره کول اوپه عين وخت کې مې د cia سره د خپل ۳۵ کلن تر ټولو زيات په زړه پورې، ننګوونکي اوله خطره ډک ماموريت اسناداو سوانح جوړول .
تقاعدزما د پاره يو ناڅاپي بدلون هم ؤ اوکه رښتيا ووايم يو څه ورته سترګې په لار هم وم . د تقاعد د پروسې د بدلولو پروګرام دنده داوه ،چې د تقاعد شوي مامورينو د پاره هر څومره چې وکولای شي ژوند اسانه او ارام کړي. د تقاعد د بدلون په پروګرام کې د نورو تقاعد شويو سره په يو ځای درې مياشتې وخت تيرول به په اطمېنان سره وکولای شي چې د سي ای اې څخه وروسته د ژوند په لټه کې مروستندويه تمام شي. د مسلک يو ناڅاپه او حتمي بدلون يو څه اندېښيمن کړم. دغه پروګرام ښه پروګرام واو زياتو کسانو ترې ښه خاطره او د راتلونکي دپاره د دندې د پيداکولو هيله درلوده. په خصوصي سکټور کی مې دنده خو ښېدله خو تصميم نيول راته ګران و، د تقاعد د بدلولو له پروګرام مې هيله درلوده ترڅو په خصوصي سکټور کې ددريو کلونو دپلان د پراخولو دپاره وخت راکړي، دفتر ته په رسيدو سره ډېر خواشينی وم ځکه چې خواشينوونکی خبر مې اوريدلی و، چې د افغان تاجکو محبوب ليډر چې اوږدې کاري اړيکې مې ورسره درلودې، ددوی په قرارګاه پنجشېر کې د يوه ځان مرګي بريد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ددې نه نوره بده داوه چې د مسعود جګپوړى سياسي مشاور هم سخت ټپي شوی واو امکان يی و چې هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.
خليلي او زه دواړه مسلکي ملګري وو او د دغه خبر په اوريدو سره ډير خپه او ځان مي بی کسه احساس کړ.
قاتلان (د ليکوال خپل نظر) دوه عرب ژورنالېستان وو او په کومه اسلامي ټولنه پورې ( تر اوسه نامعلومه. ليکوال) چې مرکز يې په لندن کی و،مربوط وو. ډير بد خبر و او عربي نړۍ سمدستي خپله زاويه د اسامه بن لادن او د هغه د شبکې په لوري وګرځوله. بن لادن د طالبانو له ليډر ملا عمر سره په افغانستان کي پټ و، د امريکا دولت ټوله انرژي په دې لګوله، چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو اسامه له افغانستان څخه وشړي.طالبان له ګوتوپه شمېر افغان مذهبي شاګردانو څخه، چې په شمالي پاکستان کی يې په ۱۹۹۴ کې په مذهبي سخت دريځه مدرسو کې زده کړې کولې ، په يو داسې ځواک تبديل شول چې د افغانستان له څلورو څخه درې برخې په واک کي راغلي وې . يوازنی جدي مخالف نظامي ځواک د طالبانو په وړاندي د احمدشاه مسعود او د هغه شمالي ټلواله وه، چې يوازې شمال ختيځ غرنی افغانستان يې په لاس کي و.
د شمالي سسته او په نازک تار تړلې ټلواله، چې يوازې د مسعود په موجوديت کې سره يوځای وه ،د مسعود په مړيني سره نوره هم په لړزه شوله ، د اسامه په واسطه د ملا عمر ترټولو لوی دښمن مسعود وژل به د ملا عمر به مقابل کې د اسامه محبوبيت نور هم زيات کړي.
په لانګلي ويرجينيا کې خپل دفتر ته راورسيدم او د پخواني موټرو له تم ځای څخه تير شوم ، پخوانی تمځاى چې فقط ددروازي شاته ؤ، او په دفتر کې د لوړرتبه مامورينو لکه مرستيال او د جنوبي اسيا مدير مسوول لپاره ساتل شوی و، زه اوس د يوې کوچنۍ کمزوري ډلې مامورينو له ډلې څخه وم، نو په دې اساس می بايد خپل موټر په پخواني غربي پارکنګ کې درولای وای او له هغه وروسته مې هروخت لس دقيقې تر دفتره پياده تګ کړای وای. کوم لوی مشکل نه و خو زما د ورځني او پخواني مهالوېش د بدليدو يوه نښه او يادښت و. زه اوس د تعمير په شمال ختيځه برخه کې وم او د لاندينۍ برخې نه چې زه دوه کاله مخکې په کې وم،نسبتاً ارام و. که نور نه و لږترلږه خپلو انډيوالانو سره نږدې وم. کله به مې چې اداري کارونه خلاص کړل نو دفتر ته به د راتګ لپاره هره ورځ نه مجبورېدم. نن سهار دفتر ته ددې لپاره ولاړم چې د خليلي د صحت او شمالي ټلوالې ته د مسعود تر مړينی وروسته د جدي او دراندۀ ټکان په اندازه ځان خبر کړم، له هغې نه وروسته مې خپل نورمال عادت ته، چې په خوندي کمپيوټروکې د بريښنا ليک او د ورځينيو کارونو کتل و، دوام ورکاوه ،بيابه مې د لومړۍ فرقې د رييس دفتر مخ ته کافي(قهوه) څښله، دلته څلور يا پنځه کسان ولاړ وو او د تلويزيون کسان هم وو، دغه صحنه ډېره غير نورماله معلوميده ځکه چې سهار وخت ډېر مصروف وخت وي او نن سهار جيم (نوم) هم موجود و،.زموږ دفتر په خارج کی خلاص وي په داسي وخت کی چې واشنګټن دلته په خوب ويده وي.(ليکوال دلته د وخت تو پير منظور دۍ. ل م) نو ددې په خاطر کله به چې په سهار کې دفتر ته راغلو نو د ساحي(بهر)څخه به د ليکونو دروند بار موجود و، اوهغه بايد تنظيم شوي او ځواب يې ورکړل شوای وای. زه هم ددغه ګروپ سره يو ځای شوم او د تلويزيون د شيشې په ليدو سره هک پک او خوله خلاصه پاتي شوم. لومړی د نړيوال تجارتي بلډينګ د ژوبل شوي لوري نه لوګی راپورته شو او د پاک او شنه اسمان په لوري په غوټه غِوټه پورته شو. زما ترڅنګ ددغه کسانو د ګروپ په مينځ کی هم حيرانتيا رامينځ ته وه. دوی به تلويزيون ته کتل اوپه عين وخت کې به په خپل منځ کی هم غږيدل. يوه کوچنۍ الوتکه راغله او دغه ودانی يې ووهله. له ځان سره سوالونه راته پيدا شول چې ايا دا د هوايي ليکي تجارتي الوتکه وه؟ څنګه دا پيښه وشوه؟ ودانۍ ته څومره زيان ورسيده؟ ماته هغه بي ۵۲ الوتکه راياده شوه کومې چې په ۱۹۹۴ کی د ګردونو ډک سهار له وجې د دولت د جګپوړو مامورينو له بلډينګ سره وجنګيده. که څه هم دغه تعمير ډيره صدمه وليده خو بيا هم د چاودني سره تعمير مقاومت وکړ. بی له شکه نړيوال تجارتي مرکز هم هماغومره ټينګ جوړ شوی و، يو کس له دغې ډلې څخه وويل، چې په ۱۹۹۵ کال کي دنړيوال تجارتي مرکز په لاندېنۍ برخه کې يو موټر چې له چاوديدونکي موادو څخه ډک و، وچاوديد اوبلډينګ په پوره ډول مقاومت وکړ. تلويزيون ته په کتلو بوخت وو،چې دوهمې الوتکې دوهم تعمير سوری کړ. دغه صحنې ټول ولاړ کسان ولړزول او موږ هم پدې پوه شوچې دغه کومه تصادفي پيښه نه بلکې يو منظم پلان و.
سمدستي د تروريزم ضد له رياست څخه پيغام راغی چې لږ ترلږه شپږ تجارتي الوتکي تښتول شوی دي. او د نورو حملو احتمال هم شته. تلويزيون ته ولاړ کسان بدليدل رابدليدل او ټول سرګردان او لړزانده وو. موږ هم د مليونونو امريکايانو په څير تلويزيون ته په حيرانتيا سره کتل. زه له چاودنې څخه سمدستي وروسته د هغې په سختوالي پوهيدم ولې په دې هېڅ باوري نه وم چې دغسي يو کار دي زموږ د سترګوپه وړاندې تيريږي. سکرترې مې د ميز له سره ګوشکي اوچته کړه او په دقت سره تليفون ته غوږ شوه. ما هم چوپتيا غوره کړه، چې سکرترې سترګې راپورته کړې اوويې ويل چې د پنټاګون سره همدا اوس يوه الوتکه وجنګېده او د بلډينګ ۳۹۵ برخې سره څنګ ته برخه يې ووهله. دې خبرې بېواکه کړم او ها خوا دېخوا ګرځېدم ځکه چې په پنټاګون کي زما زوی کرستوفر مامور و.سوالونه مې په سر کې ګرځېدل چې ايا هغه زخمي دی ، که پکې مړشوی دی ؟ زه نه پوهيدم چې د تعمير په کومه برخه کې کار کوي خو دهغه د خوندي توب دوعا مې کوله.ماخپلې لور جيني، چې ددولت له خوا په ختيځه اسيا کي د بيرو
غړې وه،تليفون وکړ. جيني په ټېليفون کې خبري پيل کړې او غږ يې د احساساتو له وجې بند بند کېدۀ،هغې هم دغه خبر اوريدلای و او سمدستي يې کريس ته د ټېليفون کولو کوښښ کړی و، خو د ټېليفون د شبکې د مصروفيت له وجې کار و نشو. ما د جيني څخه د کيټ په اړه ،چې زما بله لور ده، پوښتنه وکړه،جيني وويل چې هغی ته يې تليفون کړی و او په روزلين ويرجينيا کې خوندي وه. کيټ ورته ويلی و، چې تر هغې به په دفتر کې پاتې شي څو حالات نورمال شوي نه وي. ما جيني سره په مات غږ خدای په اماني وکړه. ماته دا ښکاره شوه چې ددولت د جمهوري رياست بلډينګ به په دغسې حالاتو کې ترټولو جذابه نقطه وي. جيم له خپل دفتر څخه راووت او د ټولو د توجو لپاره يې د تيارسی امر ورکړ. جيم ته د اووم منزل له خوا امر ورکړ شوی و.(په اووم منزل کې لوړپوړي چارواکي اوسيدل) چې د سي آی اې دغه تعمير بايد خالي شي ، څو لوړپوړي چارواکي پکې خوندي شي. راپورونو دا هم وويل چې لږ ترلږه يوه بله الوتکه په هوا کي وه او هدف يې واشنګټن و. په پنټاګون باندې حمله ددې ثبوت و، چې په واشنګټن ډي سي کې چارواکي ددوی راتلونکی هدف و او بايد ټول له تعمير څخه په بيړه وايستل شي. ما هم په زينو کې منډې وهلې او همکاران مې پريښودل ځکه چې خطر و او دغه صحنه ما ته ډيره ترسناکه او د حيرانتيا وړ وبريښيده. زما دپاره له سي آی اې سره د کار کولو مختلفې تجربې وې. نور کله به چې بحران و، نو کار به دوه چنده کېده ولې دا ځل بحران توپير کاوه او زياته برخه يې له بحران څخه منډې وهل و. کله چې له دروازې څخه بهر ووتم ومې ليدل چې په زرګونو مامورين په يو ځای وتلي او دسرک په سر يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه. زه په قهر خو په عين وخت ډار شوی هم وم.ما د خپلې ميرمنې او د لور دخونديتوب په خاطر انديښنه درلوده. زما لور کيټ سره مې د تماس نيولو کوښښ وکړ خو د ليفون ليکې ډيري مصروفې وې، ما هيله لرله چې کېټ ترهغې په دفتر کې پاتي شي ،څو چې دغه بحران پای ته ورسيږي. ما له خپلی ميرمنې (بيټسي) سره تماس ونيوه. بيټسي په بيروت ( لبنان )کی ددولت د رياست لخوا په موقتي توګه په دنده ګومارل شوې وه. او هغه پدې پوهېده چې دغسې يوه پېښه به له امرېکا څخه بهر څه ډول تاثير ولري.
بيروت په تيرو څو کالونو کې ډير محفوظ شوی و، خو په داسې وخت کی مې دبيټسي په باره کي فکرکول نه خوښيدل. وروسته ماښام ښه خبر دا و، چې کريس په هغه شپه تر ناوخته په دفتر کې کار کړی واو پدی اساس سهار دندې ته ناوخت تللی و.
کله چې پيټاګون سره الوتکه وجنګيدله، کريس يوازی ميټرو سټيشن ته رسيدلی و او کوڅی سمدستي تر پيښی وروسته بند وي. هغه خلک چې په کوڅو کی بند و،محفوظ او د لنډ وخت څخه وروسته ټول له ساحې څخه بهر شول. جيني او کيټ دواړه کورته په لړزه غوندې راغلې. لږ وروسته بيټسی ماته ټليفون وکړاو ويي ويل چې تر هغه ټول خارجي پروازونه د امريکا خاوري ته له يوروپ څخه د څو ورځو دپاره وځنډيدل او بيټيسي د يو څو ورځو لپاره په بيروت کې بنده وه. د حالاتو تر نورمال کيدو پورې هغه محفوظه وه.زما راتلونکې څو ورځې له حيرانتيا ډکې وې. که څه هم چې زه د کورنۍ د غړو په تشويش کې نه وم خودپېښې په اړه مطبوعاتو دوام دار غږيدل دغه غميزه را په يادوله. په راتلونکي کې زه پدې وتوانيدم چې خپل دفتر ته راوګرځم او په حيرانتيا سره مي د تيرو ورځو نيمګړي اداري چاري د سپټمبر په ۱۳ پای ته ورسولې. درسمي دندې د نه درلودلو او په دفتر کې د سرګردانۍ د له منځه وړلو لپاره مې د څو ورځو د رخصتي غوښتنه وکړه. او د خپلې راتلونکي په باره کې مې د فکر کولو دپاره وخت پيداکړ،زه سرګردان او د نورو هيوادو په څير قهرپدې وم چې له هغو خلکو سره، چې دغه معصوم وګړي يې په ډيره ناوړه توګه وويرول،څه وکړم. تېره شپه د بيټسي له راتګ سره مې توجه بېرته خپل عادي ژوند ته واوښته. د شپې ناوخته کورته ټېليفون راغی او زما څخه يې غوښتنه وکړه چې له کوفربلاک (د تروريزم ضد دفتر مشر) سره د خپل کار په دفتر کې سهار وختي وګورم. زه هېڅ نه پوهيدم چې کوفر به زما څخه څه غواړي. د موټر د چلولو په وخت کې مې هم پدی فکر کاوه چې په جلسه کې به په کومه موضوع غږيږو؟؟
کوفر جسماً غټ او شپږ فوټه لوړوالې يې درلود او هروخت به يې پاکې او ځلېدونکې جامې اغوستلې، هغه تر ګرم هرکلي وروسته د جلسو کوچني ميز ته دعوت کړم. هغه نيغ په نيغه په موضوع باندي خبرې پيل کړې اوويې ويل ، ګيري ته بايد د سي ای اې د افسرانو کوچنی ګروپ افغانستان ته يوسې او هلته بايد له شمالي ټلوالې سره په تماس کې شې او هغوی دې ته وهڅوې چې له سي ای اې او د امريکاله اردو سره چې د اسامه په لټه پسې ځي، په پوره ډول همکاري وکړې، په عين وخت کې ددوی پوځي ځواک ارزيابي کړي او لازمه مشوره راکړې چې شمالي ټلواله په پوره ډول سره مجهزه کړو ،څو طالبان له منځه يوسي اوموږ ته د اسامه بن لادن د نيولو لاره خلاصه کړي. کوفر لږ په چوکۍکې را مخته شو او ويې ويل: ګيري دغه يو له خطره ډک ماموريت ،خو ډير مهم دی او ته په رښتيا هم د ګروپ درهبرۍ دپاره ترټولو ماهر افسر يې. ماله وقفې پرته ځواب ورکړ چې هو: بلې زه بايد دا ډله يوسم. له دې امله چې تاسو له ماڅخه غوښتنه وکړه ، زه وياړم او له تاسې څخه منندوی يم. کوفر له ماڅخه مننه وکړه او ويې ويل چې هرڅه پيسې، کسان او نور تجهيزات چې ګروپ ته پکاريږي هغه به د ګروپ په خدمت کې ورکړل شي. هغه له ماڅخه وغوښتل چې له راډ سره ( د ځانګړوعملياتود فرقي [ساډ] مشر ) ووينم او د هغه نظر او مشوره واخلم. ما هم مخکې له مخکې دغه فکر کړی و. کوفر له دفتر څخه را ته ټېليفون وکړ او ويې ويل ،چې هغه( راډ) زما د ليدو په انتظاردی، راډ زماسره د خپل دفتر په مخکې هرکلی وکړ. راډ د سمندري ځواک پخوانی غړی و او په هغه ډول يې ځان ساتلی و.، د سر ويښتان يې په همغه ډول لنډ وو. زه مطمـئن وم چې هغه تر اوسه دومره رخصتيانې نه وې کړې، راډ هم د کوفر خبرې تکرار کړې او ویی ويل چې هر څه چې د ګروپ دپاره پکاريږي هغه به د ګروپ په خدمت کې ورکړل شي.هغه يوه غوښتنه درلوده او هغه داچې د هغه يوه مامور ته بايد په ټيم کی دمرستيال په حيث ځای ورکړم او ريک يې خوښ کړ، ما سمدستي ومنله، ځکه چې ريک می څو ځلې ليدلی و او هغه په لوړو استخباراتي معلوماتو يا(اس ای اس) کې تر ټولو ځوان اود ښه شهرت درلودونکی افسر و. ريک ته موږ انتظار و او په عين وخت کې راډ ددغه عملياتو په باره کې خپلې انديښنې څرګندې کړې، هغه دا وويل چې افغانستان ته د سي ای اې د دغه ګروپ د ليږلو فيصله د سي ای اې د مشر (جورج ټينيټ) په مشري وشوه او تر څو چې راډ د ګيري(ليکوال) سره ليدلی نه وي تر هغی به ميوري، چې د سي ای اې پخوانی تخنيکي افسر ؤ، د ډلې د تنظيم کولو دنده پرغاړه ولري. راډخپلو خبرو ته دوام ورکړ اوويې ويل چې ميوري د بوړبوکۍ په شان کار کوي خو څومره چې کار کوي هغومره تخريب هم کوي. ما ميوري د خليج او د رياض دجنګ له وخته راهيسې پيژانده او هغه له ماسره په نظامي مسلکي پروګرام کې ،چې په عراق – کويټ (عراق اشغال کويټ. لېکوال) کې د څارګرو مالوماتو غني کول وو، کارکاوه.
هغه په ښکاره ډول د بيوروکراتيک ادارې له امرونوڅخه سرغړونه کوله او هغو افسرانوته، چې کاريې کاوه احترام نه درلود. هغه د خليج د جګړې له ختمېد وروسته سملاسي له دندې څخه استعفا وکړه او بيا وروسته يې د ترورېزم ضد په رياست کې د قراردادي په تو ګه وظيفه پيل کړه. زه په دې پوهېدم چې زه به له ميوري سره په اغېزمن ډول کاروکولى شم او داچې ده د سمندري ځواک په سيل ( يو ډول قطعه) کې کار کړى ؤ، زموږ د ګروپ لپاره په بشپړه توګه ښه کانديد ؤ. ريک راورسيد او له ستړي مشي وروسته مو پدې چې چېرته مو سره ليدلي و، په لنډه توګه خبرې وكړې.،له هغه وروسته مې هغه ته زما د ګروپ د معاون په حيث مبارکي ورکړه. زموږ کاري تجربې يو د بل سره برابرې شوې.زه په افغان چارو کې د ١٩٧٨ کال را پدېخوارا ښکېل شوى وم او د ١٩٨٨نه تر ١٩٩٠ پورې مي شخصاً له شمالي ټلوالې سره ناسته او ولاړه کړې ده. ريک د ځانګړو ځواکونود اي(اول) ګروپ پخوانى غړى ؤ او په کلونو ساحوي تجربه يي درلوده او ما هم له ځان سره وويل چې ښه جوړه مې پيدا کړه. له راډ سره د خدای په اماني وروسته ميوري سره د کتو لپاره ولاړ وو، څو وګورو چې د هغې هڅې تر کومه روانې دي. زه او ريک له ميوري سره څو ساعته کېناستو هغه په رښتيا هم د فعاليتونو مور وه هغه له دفترونو سره تماس نيولى و، څو هغه تجهيزات برابر کړي چې په افغانستان کي ورته اړتياوه . هغه د ساډ يا د ځانګړو فعاليتونو له فرقې سره په تماس کې شوی و، څو مرکزي اسيا ته د ګروپ د ليږلو ترتيبات برابر کړي ، ځکه چې موږ غوښتل افغانستان ته له سفر نه مخکې هلته قرارګاه جوړه او سفر ته تيارى ونيسو. ميوري يو ځوان له سي ټي سي ( تروريزم ضد مرکز) څخه زموږ ټيم ته وګوماره. ما او ريک د ميوري ددغه تصميم له امله هيڅ ونه ويل خو هغه کارونه چې ميوري کول موږ له ځان سره يادښت کول. ميوري ښه پيل کړی ؤ خو د يو کس لپاره ډير کار مالومېده. ددې لپاره ما يو څو فکټورونه لرل چې موږ بايد په نظر کي نيولي وای او هغه دا چې ګروپ بايد کوچنى وي او شپږ يا اووۀ کسه وي ،پدي کې بايد يو د مخابرې ماهر وي او يو يې بايد ډاکټر وي ما له ځان سره د مخکې نه پرېکړه کړې وه چې د ميوري له خوا ګومارل شوی افسر بايد زموږ له ټيم سره يو ځاي نه شي يو خو دا چې د سي اى اې سره يې پخوانۍ کاري تجربه هېڅ نه درلوده او بل داچې د سيمي (افغانستان) سره هېڅ بلد نه ؤ. موږ جمله پنځه کسان شوو، ما وويل چې ددغه پوست لپاره چې د عملياتو افسر ؤ، زه يو تجربه کار کس پيژنم او ريک هم د ځانګړو فعاليتونو افسر د باقي پوست دپاره پېشنهاد کړ. زه نور دې ته متوجه شوم چې ګروپ تياردى او شايد په افغانستان کي په مياشتو وځنډيږو او ګروپ مو بايد په لوجيستيکي موادو سمبال شي او په يو ځل چې هر څومره مواد چې په خوندي ډول انتقالولاى شو بايد انتقال يي کړو. ما ريک ته وويل چې موږ بايد د هغو مهمواداري او لوجيستيکي موضوعاتو له امله نن شپه سره جلا شو اوپه هغو مشکلاتوباندې چې موږ ورسره په ساحه کي مخامخ کيږو، فکر وکړواو راتلونکی سهار سره يو ځاى شو څوګروپ او مهم سامان الات سره يو ځاى کړو. ما يوازي پدې فکر کولای شو، چې ما ته اوس چانس راکړل شوی چې د اسامه او د القاعدې په وړاندې رښتينى غاښ ما توونکی ځواب ورکړم. دغبرګو بلډينګونو رالويدل ، پنټاګون په لمبو کې او دهغه تور لوګى او په پينسليوانيا کې هغه تور له لمبو ډک غار زما په مغزو کې بالکل ځاى موندلاى و. زه پدې پوهېدم چې د اسامه بن لادن د نيولو يوازينۍ لار په هغه پسې افغانستان ته تلل او د هغه د ښکار دپاره موثره لار د طالبان ځواکونو، چې د هغه ساتنه يي کوله، له منځه وړل و او ددغه کار لپاره يواځنۍ موثره لارد مسعود له شمالي ټلوالې څخه ، چې د طالبانو له منځه وړلو توان يي درلود، د ګټې اخيستل ؤ. زه په دې وېرېدم چې د مسعوله مړيني وروسته به ددوی ټلواله دومره لړزېدلي او بي موراله وي چې د جنګ توان به ونه لري.له هغه څه چې زه اوس ډارېدم هغه له دغه دندې څخه د بيټسي (د ليکوال ميرمن.ل م) خبرول ؤ. زما ميرمن ددولت د رياست افسره وه اود تيرو دوولس کلونود شريک ژوند په دوران کي يې يو شمېر له خطره ډکي دندې يو ځاى راسره اجرا کړي دي. د خليج جنګ په دوران کې موږ سره يو ځای و په داسې حال کې چې عراقي سکډ ميزايېل به زموږ د سرونود پاسه په هوا کې چاوديدل. موږپه رښتيا هم د عراقي بيالوژيکي ،کيمياوي او د غټو سکډ ميزايېلو دنږدې چاودنو او د عراقي تروريستي پېښو خطر په ځان اخيستی وو. موږ دواړو له هغې وروسته درې نيم کاله په اسلام اباد کې دنده تر سره کړه بيا مو هم د دوام داره تروريستي پيښو خطر احساس کاوه. هغه په افريقا کي د امريکا د سفارتونو په ضد د چاودنو له امله له اسلام اباد څخه د احتمالي پيښود ګواښ له امله په بيړني توګه وايستل شوه( د خطر د زياتوالي له امله .ل م) خو بيا هم راتلونکي پسرلي ته د دندې د ختمولو په خاطر اسلام اباد ته را وګرځيده. خطرناک ځايونه او له خطره ډکې وظيفې د بيټسي دپاره عادي وې. د کلونو په تيريدو دا هم په حقيقت پوه شوه چې زما د سي اى اې دندې زه د هغه افسرانو څخه ډير په خطر کې اچولى يم کوم چې په بهر کي د نورو دولتي اورګانونو لخوا په وظيفه ګومارل کيږي. خو زما دپاره دغه تر ټولو زياته خطرناکه دنده وه.ما د افغانستان په حالاتو او شمالي ټلوالې ته د احمد شا مسعود له مړيني څخه وروسته د ټکان د رسيدو په اړوند بحثونه کړي وو او زه په دې مجبور وم چې ورته مې ويلي وای چې که چېري حالات خراب شي، او شمالي ټلواله ماته شي موږ به سره جلا او په ژور خطر کی ولوېږواو پدې مې دروغ نشو ويلای چې موږ ته به په هغه وخت کې د مرستې کومه هيله وي. زه پدې پوهېدم چې هغه (بيټسي، د ليکوال ميرمن. ل م) به په دې قهر وي چې د دغه دندې مسؤليت مې د خپل کاري ژوند په دومره ناوخته پړاو کې پر غاړه واخيست.
زموږ ژوند هم ډېر په نرمه لار روان ؤ او موږ د تقاعد د اخيستلو او د امرېکا د دولت له چوکاټ څخه بهر د کار کولو پلان درلود او اوس دغه ټولې هيلې په خطر کې وې. موږ په هغه شپه تر ډيره ناوخته په دغه ماموريت غږيدو او په عين وخت کې غصه او اوښکې هم بهيدې. بيټسي په اخېر کې پدې پوه شوه چې ما دغه دندې ته ملا تړلي ده او دا چې کله د خوب ځای ته تلله ويې ويل، زه پوهيږم چې ته حتماًد دغه وظيفې د اجرا کولو لپاره ځې او زه په دې نه پوهيږم چې ته ولې غواړې چې خپل ځان په خطر کې واچوې. زه به کوښښ وکړم ،چې ستا د وظيفې ملا تړ وکړم خو په عين وخت کي نشم کولای خوشاله هم شم.زه پدې پوهيدم چې هغه پدي نه توانيده چې له ماسره دغه خطر شريک کړي اودا هغې دپاره تر ټولو سخت تصميم و.