نيغــــــه چــــې راتلــــــــې په نيغ کاته دې کړم
کـــــــلی د پـــــښتو ده ټيټ ليمـــــــــه دې کړم
نه په ديدن مــــــوړ شوم نه مــــــې خپله کړې
بــــــــس تش د سوچــــــــو په زنګانه دې کړم
ټينګه په وعــــــــــده نه يــــــې حـــــــيران يمه
وه اوســــــــم که ﻻړ شــــم زړه نا زړه دې کړم
زړه خــــــــو دې وفـــــــــا کې بر امــــــته کړلو
ښه ده چې يوه خوادې کړم بې زړه دې کـړم
اوس مــــــــــــــې نــــــنواتــــــې د عشق ومنه
عـــــــــقله د وعـــــــــــدو په تيرواته دې کړم
پاتـــــــــې يې تــــصوير ومه په اوښکو کې
خـــــــــوار شې د يار غـــمه په واته دې کړم
پــــــــت د لــــــوپټې دې چـــې درخپل کړلو
څـــــــــــه هسکه شمـــــله د پښتانه دې کړم
بيايې کـــــــــــه مــــــــــوندلم نو رانجه به يم
بــــــــــــخته که تراب د عشق د پله دې کړم
وروستي