كرزيه خلك ليوني سپي نه تړي بلكه له منځه وړل يي په كاردي!

بسمل غيسى دكرزي مشاورين دي نه لولي
كرزيه خلك ليوني سپي نه تړي بلكه له منځه وړل يي په كاردي!
داگران هيواد له ختيځه ترلويديځه،له شماله ترسهيله زموږه افغانانو گډ كوردى اوپه دي كوركي ته نن مشر يي دا ستا مسوليت دى چه دهر ډول بي نظمي اوناارمي مخه ونيسي او كه نه په راتلونكي كي به تر ټولــو لمـړى له تا سو څخه پوښتنه كيږي.
ښاغلى كرزيه!
زه ډيرماشـــوم وم زموږدكورنۍ مشرموږه هلـكانوته وويل چه ترڅو چه د ليونۍ سپۍ چاره ونه كړو تاسي به له كلي څخه دباندي نه راوزئ .
زموږله كلي يوكيلومتروړاندي دخداى دوست اكا سپۍ ليونۍ شوي وه اودخپل خاوند له كوره تللي وه هلته وړاندي په يوه زړه كلا كي پرته وه دهغي په خواڅوك له ويري نه شوى ورتلى خولنډه دا چه هغه لـــيونۍ سپۍ دوسلي په مرسته ووژله شوه موږه ماشومانوته دامـن اوارامي زېرى راورسيد له كلي څخه راووتواودباندي مو په لوبو پيل وكړ دا زما دسترگو ليدلى حال و.
خونن چه ستا په پادشاهي كي كوڅه په كوڅه ليوني سپى وينم نوحيران پاته شم چه ولي دي په داځوريدلي او بي وسـه اولس زړه نه سوځي خالي لاس خونه يي ټوله نړۍ درسره ولاړه ده دا ويريږي نو بيا ولي؟
كه له تا څخه مخكيني جابران سبا په دي محكــوم شي چه ولي ئي له حــده زيات زوركارولــى دى خـوته به بيا په دي محكوميږي چه ولي موخپـل مشروع زورد مـظلوم اولــس لپاره ونه كاراوو.
تا پخپله په لـوى لاس دومــره ازادي دړستوني مارانوته وركړه چه دهيواد د وراني لپاره هره ناوړه وسيله وكاروي په سلهاووگوندونه جوړ،ناوړه اووطن دوښمنه ناملي جبهه جوړه،په رڼا ورځ دخلگومال اوعزت لوټ،په نړۍ كې دمخدره موادوركاډ ټينگ،اداري فساددفرض لمانځه په شان ادا،په ټوله نړۍ كي ئي دافغان سپيڅلى نوم بدنام اوپه غازي لوبغالي كي تا ته نيغ په نيغه اخطارونه دركړي .
ستا په پارلمـان كي څه تيريږي؟ په شبرغــان كي څه حال دى؟ د ISI له لاسه پښــتانه څنگه په وينو كي لت پت خـوته خداى بښلى لا وېده يي پاڅه وخت تيريږي ارمان به وكړي.
بسمل غيسى