تا د زړه په ګلستان کې
صحرايې ګلان کرلي وو
تا يې زه باغوانه کړم
تا را ته سپارلي وو
لوبيدمه
لوييدمه
اسماني ګلانو مينځ کې
انتها نه بې خبره
له انجامه بې خبره
ما څومره ډير داغلي وو
وخت په تيريدو و
فصل په پخيدو و
تا دزړه په ګلستان کې
خيالي ګلان کرلي وو
تا راته ډالۍ کړل
په سپينو اوښکو دې پييلي وو
ما ته هر څه يوه خندا وه
د ماشومتوب مشغوﻻ وه
زه انتها نه بې خبره
له انجامه بې خبره
ما په سترګو کې خندلي وو
ستا ګلان مې د کلي ليوني ته
په ټټر کې ورټومبلي وو
اوس چې را په ياد شي
چې تا څومره ډير ژړلي وو
تا دزړه په ګلستان کې
پاکيزه ګلان کرلي وو
تا راته ډالۍ کړل
په خپلو اوښکو دې مينځلي وو
اوس وخت دی ډېر تېر شوی
ژوند پای ته نږدې شوی
راشه اوس يې يوسه
دا وچ شوي ګلان يوسه
دا دبيلتانه په غم کې
پرهرژلي ګلان يوسه
تا د زړه په ګلستان کې
تنکي ګلان کرلي وو
تا راته ډالۍ کړل
خو له زغمه رژيدلي وو
ما يې پرهرونه
دوخت په مراندو ورګنډلي وو
تا ته مې تر ننه
د زړه په پيڅه کې تړلي وو
راشه اوس يې يوسه
دا وچ شوي ګلان يوسه
بيا يې راته لوله چې :
په شناختو يې څه ليکلي وو
تا دزړه په ګلستان کې
صحرايې ګلان کرلي وو
تا يې زه باغوانه کړم
تا راته سپارلي وو
تا ته مې تر ننه
په ليمو کې ښه ساتلي وو
راشه اوس يې يوسه
دا وچ شوي ګلان يوسه
08/09/13
وروستي