غــــزل

مونږدښايسته ښکلو ګلرنګو سره مينه کړې
مونږ دلاچي لاچي لونګو  سره  مينــه  کــړې

دغرونو خلک يو پيسې او محــل نه پيژنــو
مونږ دغريبو  او له تنګو  سره مينــه  کـــړې

دوی ميخانه کې دشرابو ډک جامونــه وهي
مونږ دحجرې چيلم او بنګو ســره مينــه کړې

دستا په ياد کې یي غزل هم ښايسته شي ګلې
اصغر د شنو  خالو  او  دنګو  سره مينه کړې