دخیال باز مې شنې کوترې راوړي راشـي
دبحــــرونــــو ملغلــــرې راوړي راشـــي
ستا تصويــر مې دزړګــي وینې کړې وچې
ستا خــوږې خــــوږې خبرې راوړي راشي
پــه شین رنګــه تار یــې وپيئم ښايستــه شي
خــاص دجــګو غرو سندرې راوړي راشـي
دا پښتــون سر مې ټيټ شــوی چاتــه نــه دی
کــه هــر څـو دلتـه لښکـرې راوړي راشــي
د اصغـــر ماشـــوم زړګــی یــې برمتــه کــړ
ســـوداګــر دزړو ډبـــــرې راوړي راشـــي
وروستي