غـــــزل

يــارۍ ته به که خدای کول  نو لاره جوړومــــه
اشنــــــا تــه پــه مشــکڼو به هنداره جوړومــــه

دعشق تخم به وکـــرم چې مينه پکې شنه شـي
خـــــاونــده ته مې وينې چې شودياره جوړومــه

جانان که چيرې راغی دزخمي زړګي ګنډون ته
بــاڼــو کــې به ســوری دزلفــو تــاره جوړومــــــه

ســړو ســـړو چينو او چنـــارو وطـــن تــــه راشــه
ټــالــونه به په خوست کې درته  يــاره جــوړومه

دګلــــــو سرې غوټۍ او دخـــزان سپيره بادونــه
دا ټــــــول دنګه جـــانــانه ستا لپاره جوړومـــــــه

اصغر اکبري  خوست